نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن سهار د کابل ښار په وزیرمحمداکبرخان سیمه کې د ناټو هغه قطار د یوه فدايي برید هدف وګرځيد چې له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو. برید د اسلامي امارت د یوتن قهرمان فدايي مجاهد محمدنبي انس د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ اوسیدونکی لخوا د کرولا ډوله موټر په مټ ترسره شو. […]
بسم الله الرحمن الرحيم د افغانستان اسلامي امارتد فرهنګي چارو کميسونسمعی او بصري څانګه دالهجرة د جهادي خپرونو اداره په ډير درنښت خپلو مينوالو ته د عبرت (۲) په نوم يو په زړه پورې نوی اصدار ډالۍ کوي . د دې په زړه پورې اصدار موضوع حرب المدن يا ښاري جګړه ده ، او په […]
په ننګرهار او لغمان ولایتونو کي دسيلابونو او بارانونو له امله ۸ تنه وژل شوي او دزرګونه جریبه کرنيزي ځمکي دتخریب ترڅنګ يې سلګونه کورونه نړولي او زیانمن کړي دي. راپورونه وايي، چي دننګرهار دبهسودو ولسوالۍ دزنګوي له سیمي څخه سيلابونو څلور ماشومان وړي دي، چي دیوه جسد يې موندل شوی او درې تنه يې […]
افراطي یهودیانو نن سهار دفلسطين دلويديځي غاړي په جنوب کي دبیت لحم ښار ته نږدې یوه جومات ته اور ور اچولی دی، چي له امله يې جومات زیانمن شوی دی. دالجبعة کلي دشورا رئیس ویلي، چي سهار وختي افراطي یهودیان کلي ته ورغلل او دالهدا جومات ته يې اور ورواچاوو، چي دخلکو تر خبرېدلو او […]
په پنجشیر کي دواوري ښويېدني له امله دوژل شویو کسانو شمېره ۸۵ تنو ته رسېدلې ده او لاهم یوشمېر کسان تر واورو لاندي دي. په پنجشیر ولایت کي له څو ورځو راهیسي درندې واوري اوريږي، چي لاري يې بندي کړي دي او لسګونه کورونه يې نړولي دي. دوه ورځي وړاندي په سیمه کي دواوري اورښت […]
دعراق دپلازمیني بغداد په جنوب ختیځ کي دوو چاودنو لږترلږه ۲۲ تنه وژلي او ۴۳ تنه نور یې ټپيان کړي دي. دعراقي رژيم دکورنیو چارو وزارت ویلي، چي لومړی یوه چاودنه دجسردیالی دسمیي په مرکزي واټ کي وشوه، چي ورپسې په سیمه کي موټر بم چاودنه ترسره شوه، دیاد وزارت یوه چارواکي ویلي، چي په […]
دچيک جمهوریت په یوه هوټل کي وسله وال برید ۹ تنه وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي دي. برید تیره ورځ دچیک له پلازمیني پراګ څخه درې سوه کيلومتره لري دیوهرسکي بورډ دښار په یوه هوټل کي رامنځ ته شوی دی. دیوهرسکی بورډ ښاروال ویلي، چي بریدکونکی دغرمې دډوډې خوړلو په مهال دیاد […]
درژيم پوځیانو دبرېښناهغه مزي چي دکجکي برېښنا يې کندهار او لشکرګاه ته ليږدوله غوڅ کړي دي او دکجکي او سنګین برېښنايې هم بنده کړې ده. راپورونه وايي، چي دبرېښنامزي دسنګین ولسوالۍ په شکرشېله سیمه کي پرې شوي دي. دهلمند دبرېښناریاست مرستیال ویلي، چي درژيم له لوري په سیمه کي دپيل شویو عملیاتو اوجګړو له امله […]
دهیواد په بېلابېلو زندانونو کي ډیری زندانیان دبند دمودې له بشپړولو وروسته هم نه خوشي کيږي. په افغانستان کي دبشر دحقونو سیمه ييز دفتر ویلي، چي دوی په زندانونو په ځانګړې توګه دپلچرخي په زندان کي دزندانیانو دوضعیت دارزولو په مهال موندلې، چي زندانیان دبند دمودې له بشپړولو وروسته نه خوشي کیږي آن یو زنداني […]
دفرانسې امنیتي چارواکو ویلي، چي تیره شپه پنځو ناڅرګندو بې پیلوټه الوتکو دپاریس په مهمو ځايونو پروازونه کړي دي. دغو بې پيلوټه الوتکو له نیمايي شپې څخه بیادځایي وخت دسهار تر ۶ بجو پوري دامریکاپه سفارت، ايفل برج، کونکورډ ساحې، انفالیډ یادګار او ځینو نورو مهمو او تاریخي ځايونو پروازونه کړي دي. دفرانسې خبري اژانس […]
دلويديځي غاړي په جنوب دبیت لحم په الدهيشة کېمپ کي داسرائیلي اشغالګرو پوځیانو او فلسطینیانو ترمنځ نښته کي یو فلسطینی ځوان شهيد شوی دی. فلسطیني چارواکو ویلي، چي نن سې شنبه سهار وختي اسرائيلي اشغالګر پوځیان دالدهیشة کېمپ ته ننوتل او په کورونو يې چاپې او بریدونه پيل کړل، چي فلسطیني ځوانانو ورسره نښتي وکړې […]
دکابل ـ کندهار په لویه لاره دترافيکي پيښي په ترڅ کي یو تن وژل شوی او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي. پېښه نن سهار شاوخو ۹ بجې دکابل ـ کندهار په لویه لاره دغزني ولایت داندړو ولسوالۍ اړوند داوګرې په سیمه کي د۳۰۳ بس موټر او ټېلر د ټکر په پایله کي رامنځ ته […]
دهلمندولایت له مارجې ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین په رارسیدلي خبرکې وایې : هغه جګړه چې پرون غرمه دیادي ولسوالۍ اړوند دسستاني په سیمه کې دمجاهدینو له لوري دخیبر عملیاتوپه لړکې دګوډاګیانو په مرکزونو اوپوستو پیل مازدیګر څلوربجې د ملامالک پوسته چې په سیمه کې ډېرمهم حیثیت لري په بشپړه توګه فتح شوه […]
دسوريې په حلب کي درژیم وسله والو مخالفینو خپل تعرضي بریدونه تیز کړي دي، چي په ترڅ کي يې سلګونه کسان ټپيان او وژل شوي دي. دحلب دعملیاتو خوني چي درژیم دمخالفینو اړوند ده ویلي، چي په سیمه کي يې دڅه باندي یوې اونۍ په جګړو کي درژيم تر۳۰۰ زیات پوځیان او ملېشې وژلي دي […]
دننګرهار ولایت دنازیانو او غنی خيلو ولسوالیو سلګونو اوسيدونکو ددې ولایت دچارواکو په ضد لاریون ترسره کړی دی. دغه مظاهره چي تیره ورځ دغنی خیلو په مارکو بازار کي ترسره شوه، مظاهره کونکو پکي دکابل درژيم، درژيم اړوند دننګرهار دولایتي ادارې اودیوشمېر ولسوالانو په ضد شعارونه ورکول. مظاهره کونکو داعتراض په توګه دجلال ابا- تورخم […]