نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي رئیس لخوا د بدخشان ولایت د تازه فتحه شوو ولسوالیو له جملې څخه په څلورو ولسوالیو( خاش، بهارک، جرم او شهداء ) کې د فقهي مجالسو د ترتیب او انسجام په خاطر شانداره غونډې ترسره شوې. په دغو جلا جلا غونډو کې […]
د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي رئیس لخوا د بدخشان ولایت د تازه فتحه شوو ولسوالیو له جملې څخه په څلورو ولسوالیو( خاش، بهارک، جرم او شهداء ) کې د فقهي مجالسو د ترتیب او انسجام په خاطر شانداره غونډې ترسره شوې.
په دغو جلا جلا غونډو کې د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي رئیس، د اسلامي امارت د مختلفو ملکي او نظامي ارګانونو مسئولینو، د یادو ولسوالیو علماوو، د جوماتونو خطیبانو او امامانو، د دیني مدارسو استاذانو او عامو خلکو ګډون کړی وو.
د مجالسو په جریان کې د بدخشان ولایت لپاره د اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي رئیس د مجالسو ګډونوالو ته د فقهي مجالسو د اهمیت او ضرورت په هکله خبرې وکړې او هغوی یې وهڅول ترڅو په خپلو سیمو کې د فقهي مجالسو په جوړولو سره د علماء کرامو اتحاد او اتفاق او همداراز ولسي خلکو ته د ورپېښو دیني مسائلو په حل او فصل کې زیاتې هلې ځلې وکړي.
د مجالسو ګډونوالو علماء کرامو د اسلامي امارت له پیاوړي دریځ او د لورېینې له ډک چلند او شفقت څخه د مننې ترڅنګ د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي رئیس ته ډاډ ورکړ، چې په خپل ټول توان او قوت سره به هڅه وکړي چې په خپلو سیمو کې د علماوو اتحاد برقرار او فقهي مجالس نور هم منظم او فعال کړي او د افتاء او دیني مسائلو د حل په برخه کې د ولس مشکلاتو ته سمه رسیده ګي وکړي.
د غونډو په جریان کې په یو شمېر سیمو کې فقهي مجالس ترتیب شول، امیر، معاون او مُحرّر یې د علماء کرامو په خوښه وټاکل شول.
غونډې په هېواد کې د فتنې او فساد د خاتمې او د کامل اسلامي نظام د قیام په دعاء سره پای ته ورسېدې.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د الله تعالی جل جلاله په خاص نصرت، د مجاهدینو په میړانه او د بدخشان ولایت د ولسونو په همکارۍ ددې ولایت کابو ټولې ولسوالۍ د اسلامي امارت تر بشپړې واکمنۍ لاندې راغلې او د ګوډاګۍ ادارې ناولی ټغر ورڅخه ټول شو، چې اوس هلته خلک د آرامۍ او خوښۍ احساس کوي او د امن په فضا کې خپل ورځني ژوند ته دوام ورکوي.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.