نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په ننۍ غونډه کې ناستو اړخونو په افغانستان کې د بشري او صحي وضعیت، تعلیمي بهیر او اړتیاوو په باب طرحې، وړاندیزونه، او معلومات سره شریک کړل. د اروپايي ټولنې استازو په افغانستان کې روان تعلیمي بهیر او پکې پرختګ هیله بخښونکی وباله او د یادې برخې لپاره یې د ۱۱ میلونه ډالرو د ځانګړې […]
نن د دلوې میاشتې ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او خروج له ۳۳ مې کلیزې سره سمون خوري. د افغانستان اسلامي امارت دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې له ویاړه ډکه ورځ بولي چې له امله يې خپل ټول مسلمان او مجاهد ملت ته مبارکي وايي. […]
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدانښار کې په سلګونو عامو خلکو د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو په پار او د یادو پیسو په اړه د مریکا د جمهور رییس جوبایډن د وروستۍ پریکړې په غبرګون کې لاریون وکړ. لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې جوبایډن د ۲۰۲۲ کال نړېوال غل یاد […]
سليمان سعيد څو ورځې وړاندې ملي تلويزيون د يوې نوې خپرونې د پيلولو اعلان وکړ، دغې خپرونې ته يې د «مثلث» نوم ورکړ، ځکه چې په دې کې به درې جهتونه برخه اخلي: لويان چارواکي، رسنۍ او ولس. په ياده خپرونه کې به ولس مستقيماً په انلاين بڼه د رسنيو په توسط له حکومتي مسؤلينو […]
تېر ماښام د ا.ا.ا لوړ رتبه پلاوي د قطر په مرکز دوحه کې د یوې ځانګړې بلنې او ماښامنۍ پر مهال په یوه پرتمینه غونډه کې د اتحاد علماء المسلمین له مشر، اعضاوو او د کوربه هیواد له یو شمېر نوموتو او مخورو علماوو کرامو سره وکتل او پر مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې . […]
د امریکا جمهور رئيس بایډن د افغانستان هغه شتمنۍ چې د هغه هیواد په بانکونو کې کيښودل شوې وه، لومړی يې د ټولو نړیوالو نورمونو په خلاف کنګل کړه اوس غواړي چې پخپل سر غیر مسئولانه تصرف په کې وکړي. اسلامي امارت د بایډن دغه غیر موجه عمل د ټولو افغانانو په حقه حقوقو تیری […]
سليمان سعيد نه مې غوښتل چې په دې اړه کومه ليکنه وکړم، ځکه چې دا کومه نا اشنا او خلاف توقع پېښه نه ده. د اسلامي نظام له قائمېدلو سره سم، ټول هوښيار او با بصيرته خلک پوهيدل چې له ډېرو سختو ستونزو سره به مخ کېږو، نو له لومړۍ ورځې لا همداسې پېښو ته […]
قاري عبدالستار سعید د امریکا د متحده آیالاتو غلمشر صاب! السلام علی من اتبع الهدی خلک وایي د افغانستان د خلکو پیسې دې غلا کړې دي. ټویټر او فیسبوک کې غوغا ده، وایي بایډن په سپینه ورځ د یوه ملت له جیبه درې نیم میلیارده ډالر وهلي. خلک څوک قهریدلي او څوک هیښ پاته دي. […]
نن د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي، د امربالمعروف و نهي عن المنکر وزير محترم شيخ محمد خالد الحنفي او د ا.ا. د مرکچي پلاوي غړی محترم حافط انس حقاني د بهرنیو چارو وزارت کې د پخوانۍ ادارې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مرکچي پلاوي […]
حمزه الیاس داڅو ورځې کیږې چې پر ټولنیزو رسنیو دا خبره ډېره تر سترکو کیږي چې د امریکا اوسنی ولسمشر غواړي، د افغانانو کنګل سوې پیسې د ۱۱ سپتمبر پر قربانیانو ووېشي. د بایډن دا ظالمانه پرېکړه په تر ټولو کلکو ټکو غندم، دوی باید نور له دې ظالمانه کړنو لاس په سر شي، که […]
په ختیځه اروپا کې د کړکېچ د زیاتوالي له کبله د امریکا منتخب ولسمشر ”جو بایډن“ هغو امریکایي وګړو ته چې اوکراین کې مېشت دي، په عاجله توګه د وتلو امر کړی دی، نوموړي ویلي، پر اوکراین د روسیې د حملې په وخت کې بیا له خپلو وګړو سره مرسته نشي کولی. بایډن دغه خبرداری […]
حمزه الیاس په افغانستان کې په تېرو څلوېښتو کلونو کې ډېرې جګړې، ټپیان او شهیدان وشول. د دې ټولو لامل نړیوالې استخباراتي ادارې او سازمانونه (ISI, CIA او …) وو. نړیوال د څو لاملونو له امله نه غواړي، چې افغانان په کرار شي: لومړی: نړیوال په افغانستان کې سوچه اسلامي نظام او د یوه بیرغ […]
د میدان وردګ ولایت والي حافظ محمد امین عمري، د رییس الوزراء له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره، په سپېدار ماڼۍ کې وکتل. په پیل کې والي عمري له ښاغلي مرستیال سره خپلې کړنې، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه شریک کړل؛ ښاغلي والي دوی ته د دغه ولایت امنیتي وضعیت ډاډمن وښود او په خبره […]
په دغه کتنه کې ښاغلي شارتر کابل ته په راتګ خوښي څرګنده کړه او له نوي حکومت سره د راغلي مثبت بدلون په تړاو یې وویل چې جنګ ختم شوی، امنیت تأمین شوی، وضعیت عادي دی، بشري مرستې په ښه ډول رسیږي او تعلیمي مراکز خلاص شوي دي. او زیاته یې کړه چې د برېتانیې […]
د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو له هغو استادانو چې بهر ته تللي غوښتنه کړې چې هېواد ته راوګرځي او خپل خدمت بېرته پیل کړي. وزارت ډاډ ورکړی چې د دندې پیدا کولو ترڅنګ به د ښوونکو او علمي کدرونو ټول مادي او معنوي حقوق پرځای شي. د لوړو زده کړو وزارت هممهاله اعلان […]