د امیدونو ساندې او معصومانه تراژیدي!

ذبیح الله ”نوراني“ پوره درې ورځې وړاندې د بلخ ولایت مزارشریف ښار دوهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د عبدالجبار د کور له مخې څخه د یوې کرولا ډوله موټر سپرو وسله‌والو د عبدالجبار یوه ۱۱ کلنه ماشومه لور (مرسل) او یو تن ماشوم (مصطفی) وتښتول. د عبدالجبارکورنۍ خپلوان او ګاونډیان یې د ویر په […]

ذبیح الله ”نوراني“

پوره درې ورځې وړاندې د بلخ ولایت مزارشریف ښار دوهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د عبدالجبار د کور له مخې څخه د یوې کرولا ډوله موټر سپرو وسله‌والو د عبدالجبار یوه ۱۱ کلنه ماشومه لور (مرسل) او یو تن ماشوم (مصطفی) وتښتول.

د عبدالجبارکورنۍ خپلوان او ګاونډیان یې د ویر په ټغر کېنول، ټولو د ماشومانو د خلاصون دعاګاني کولې، هر ګړۍ د عبدالجبار له کوره د هغه د ماشومانو او د ماشومانو د مور سوېو کړیکو او ساندو د آورېدونکو په غوږونو کې انګازې کولې.

عبدالجبار اکا لالهانده هري خواته منډي وهلې، اړوند د پولیسو حوزه یې له پېښې څخه خبره کړه او د حوزې آمر او مجاهدینو ژمنه ور سره وکړه، چې تر هغو به خوب او خوراک نه کوي، تر څو یې تښتول شوی معصوم ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولو نه وي ژغورلي او انسان تښتوونکو ته یې جزا نه وي ورکړې.

د دې تراژیدی پېښې څخه والي صاحب خبر شو، سم د لاسه یې د بلخ ولایت ټولو امنیتي او کشفي مسئولینو ته هدایت ورکړ، چې پېښه جدي وڅېړي، تر څو چې ماشومان نه وي ازاد شوي او اختطافچیان نه وي نیول شوي هېڅ مجاهد باید خوراک او خوب ونکړي او ټول باید پوره هڅه وکړي تر هغې چې ماشومان آزاد او اختطافچیان عدلي اورګانو ته وسپاري.

د ولایت ټول مسئولین، د حوزو آمرین او ټول امنیتي او کشفي ارګانونه شپه او ورځ پلټني او کار کوي او والي صیب له ټولو مسؤلینو سره په تماس کې دی او له هر یوه څخه د هغه د کار او پلټنو په اړه معلومات غواړي، په ټول ښار او سیمو کې څېړني رواني دي ټول ښار او سیمې تر جدي پلټنې لاندې نیول شوې او د والي صیب او امنیه قومندان له لوري ټول ښار کنټرولېږي، څېړنې او پلټني دوام لري.

والي صیب د ښار ټول امنیتي وضعیت له نېژدې څاري او هره شېبه مسئولینو ته نوي هدایات ورکوي او د ټولو مسؤلینو څخه د کار او پلټنو کاري راپور اخلي تر دې چې دوهمه ورځ امنیتي او کشفي ارګانونه خبر ورکوي چې د یو ځانګړي راپور پر بنسټ عملیات لري او د اختطاف شويو ماشومانو په اړه راپور ورته رسېدلی.

والي صاحب ورته امر کوي، چې له ډېر لوړ تدبیر او احتیاط سره به ځانګړي ځواکونه دا عملیات تر سره کوي، تر څو ماشومان سالم ازاد شي او اختطافګر هم ونیول شي.

همدا وو چې نن د سه شنبې ورځ د ماپښین شاوخوا ۳ بجې ځانګړي عملیات ترسره شول او د عملیاتو په پایله کې دوه اختطاف شوي ماشومان ازاد او ۴ تنه اختطافګر له ټولو اسنادو او شواهدو سره ژوندي ونیول شول.

شاوخوا ۴ بجې د بلخ محترم والي مولوي قدرت الله ابوحمزه صاحب په کاري دفتر کې د ماشومانو پلار عبدالجبار اکا چې په ډېرې بې صبرۍ سره یې د خپلو ماشومانو د راتګ او په غېږ کې نیولو شېبې شمېرلې؛ ناڅاپه په دروازه کې د خلکو شور آوري او ټول په یوه غږ وایي هغوی راغلل.

یوه شېبه وروسته ماشومان د خپل پلار او اکا مخې ته سالم راوستل کېږي، د ماشومانو پلار سلګۍ اخلي او ماشومه مرسل د “آغاجان” په نوم اخیستلو ژاړي او سلګۍ یې نیسي د خپل پلار په غېږ کې ځان غورځوي. د ماشومانو په سلګیو او واویلا د والي صاحب په ګډون ټولو ناستو کسانو سترګې په اوښکو راځي او د خپل عاطفې احساسات نشي کنټرولولی او ټول د ماشومانو او د هغوی د وصال او د خوشحالۍ لپاره بې اختیاره ژاړي.

تر لږ چوپتیا وروسته والي صاحب لنډه وینا کوي او ژمنه کوي، چې د خپل ولس د هوساینې لپاره به تل شپه او ورځ هڅې کوي او هېڅ وخت به د افغانانو او آرامۍ دښمنانو ته اجازه نه ورکوي چې زموږ هېوادوالو ته ستونزي جوړې کړي او امنیت ته مو زیان ورسوي.

د ماشومانو پلار او کورنۍ له والي صیب او د بلخ ولایت له ټولو مسئولینو څخه مننه کوي او هغوی ته په چارو کې د لابریالیتوبونو دوعاګانې کوي او په خوښۍ او خوشحالۍ د پلار سره د خپل کور په لور درومي.