د کب ۱۲مه او حماسي شاهیکوټ!

عنایت الله خاموش نن د شاهیکوټ د معرکې شلمه کلیزه ده او دا دی د دې معرکې له برکته نن افغانستان په بشپړه توګه د اشغالګرو له شتون څخه پاک او د یوه خپلواک اسلامي نظام څښتن دی.  له نن څخه شل کاله وړاندې، هغه مهال چې د ټولې نړۍ ظالمانو د مظلومو افغانانو د […]

عنایت الله خاموش

نن د شاهیکوټ د معرکې شلمه کلیزه ده او دا دی د دې معرکې له برکته نن افغانستان په بشپړه توګه د اشغالګرو له شتون څخه پاک او د یوه خپلواک اسلامي نظام څښتن دی.  له نن څخه شل کاله وړاندې، هغه مهال چې د ټولې نړۍ ظالمانو د مظلومو افغانانو د وژلو، زنداني کولو او شکنجه کولو لپاره اشر کړی وو. د امریکا پرېمانه تبلیغاتو له خلکو د مقابلې سېک اخیستی و. چا د دې جرئت نشوای کولای تر څو د نړیوالو زبر ځواکونو په وړاندې سر پورته کړي. که چا به د امریکا په وړاندې مبارزه کوله، سزا يې یا مرګ او یا هم داسې زندانونو ته لېږدول وو چې ترې را وتل بیا ناشوني و.

پاشل شوي طالبان؛ څوک تسلیمېدل او لاره يې بدلوله، چا کورونه پرېښودل او د مهاجرت غېږې ته يې پناه وړه، ځينو هغو بیا په خپلو کورونو کې د خپلو کورنیو ترڅنګ اوسېدل غوره بلل؛ خو ځينو بیا چې په الله تعالی يې توکل و، د وینه زبېښونکې امریکا په وړاندې د مقابلې لاره غوره کړه او غرونو ته يې پناه یووړه. هغوی چې له امریکا سره د مبارزې هوډ يې وکړ، نه یوازې دا چې خلکو به د لیونیو خطاب ورته کاوه؛ بلکې تر وسه- وسه يې د دوی مخنیوی هم کاوه او له امریکا سره د دوی ډغره وهل يې ناشوني بلل. خو بیا هم خپل عزم ونه بایلود او له امریکا سره د مبارزې میدان ته ښکته شول.

په داسې سختو شرایطو کې، چې ټول نړیوال قوتونه او د وخت ټکنالوژي دي د نابودولو په لټه کې وي او څوک د دې جرئت نشي کولای تر څو د یرغلګرو په وړاندې مقاومت وکړي او د هغوی سره ډغره ووهي؛ داسې سختې ازموینې ته وړاندې کېدل د هر چا د وس کار نه دی او نه هم هر څوک داسې ګمنامې قربانۍ ته چې د بریا احتمال پکې صفر وي، ځان چمتو کولای شي. خو د اسلامي امارت د یوه مېړني قوماندان( اتل شهید ملا سیف الرحمن منصور) په ګډون سلګونه ګمنامو مجاهدینو په خپله مقدسه خاوره د اشغالګرو شتون ونه شو زغملای او د مشرتابه د هدایت مطابق يې؛ په قصرونو کې د هوسا ژوند تېرولو پر ځای د کړاوونو لاره غوره او د سنګرونو غېږې ته پناه یووړه.  دغه ګمنامه مجاهدینو د یوې سختې او نامعلومې قربانۍ؛ خو د الله تعالی د نصرت په تکل د شاهیکوټ( دوهم میوند) حماسي ډګر ته پناه وړي او هلته د یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګیانو په وړاندې د مقاومت سنګرونه او مرکزونه جوړوي.

هوکې! دوی فکر نه کاوه چې د دوی دغه قربانۍ به نړیوال زبرځواکونه شرموي او نورو مجاهدینو ته به، د مبارزې ډګر ته د رادانګلو الهام ورکوي.دوی په دې هم نه پوهېدل چې د دوی دغه الهام ورکول به په ټول هیواد کې د امریکا په وړاندې د مبارزې پيلامه وي او یو وخت به ټول هیواد په ګرمو سنګرونو بدلېږي او بلاخره به نړیوال زبر ځواکونه او د دوی داخلي ګوډاګیان له هیواد څخه تېښتې ته اړ کړي. دوی یوازې د الله تعالی د رضاء په خاطر، د شاهیکوټ حماسي ډګر ته لاړل او هلته يې خپل مرکزونه او د غزا مورچلونه جوړ کړل. بلاخره یوه ورځ په داسې حال کې نړیوال اشغالګر قوتونه او د هغوی داخلي ګوډاګیان د معرکو دغه ډګر ته په دې موخه ورغلل، ترڅو د مجاهدینو مرکزونه له منځه یوسي او د هغه احتمالي خنډ مخنیوی وکړي چې دوی ته په راتلونکې کې پېښېدونکی دی.

هو! د نړۍ اشغالګرو قوتونو او د دوی داخلي ګوډاګیانو، د ۱۳۸۰ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲ نېټه، په داسې حال کې چې د شاهیکوت په غرونو د واورو بخمل غوړېدلی او د  ونو په څانګو پسې د یخ نېزې را ځړېدې؛ وروسته له اوږده پلان څخه په دغه حماسي ډګر، د مجاهدینو په مورچل او د امریکايي اشغال په وړاندې د بیا پيل کېدونکې معرکې په مرکز باندې حمله وکړه. د روایتونو له مخې؛ جګړه دومره سخته او پېچلې وه چې د شاهیکوټ په اسمان بې شمېره الوتکې او لاندې په ځمکه سلګونه یرغلګر او د هغوی ګوډاګيان د مجاهدینو مقابلې ته را وړاندې شوي او د مجاهدینو په مرکزونو يې له هر لورې حملې کولې. هر لور ته د تکبیر ملکوتي غږونه اورېدل کېدل او هر ځای به د بمونو غورځولو له کبله تور دودونه پورته کېدل. دا په ۲۱ مه پېړۍ کې د کفر او اسلام ترمنځ، لومړنۍ هغه معرکه وه چې د شاهیکوټ په میدان رامنځته  او نړیوالو زبر ځواکونو ته يې وښوده چې میړني افغانان هیڅکله هم په خپله خاوره د یرغلګرو تجاوز او قدمونه نه مني.

هوکې! د شاهیکوټ دغه معرکې او امریکايي اشغال په وړاندې بیا پيل کېدونکې حماسې وښوده، چې که د نړۍ هرڅومره قوي او په موډرنو وسلو سمبال کفار په اسلامي نړۍ او د ایمان په ګاڼه سمبالو ملتونو تېری وکړي هم؛ په همغه ملتونو کې داسې څوک شته چې په تش لاس او نه امکاناتو د یرغلګرو مقابله وکړي او هغوی ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي. هوکې! د شاهیکوټ دغه حماسې هغه مجاهدینو ته جرئت ورکړ او د اشغالګرو په وړاندې مقابلې ته يې را وړاندې کړل، چې له اشغالګرو سره په مقابله کولو کې زړه نا زړه و.

دغه معرکه، چې د کب په ۱۲مه پيل شوې وه، شاوخوا یوه اوونۍ يې دوام وکړ او په دې معرکه کې د لسګونه نورو سر سپارلیو مجاهدینو په ګډون د دې معرکې سالار او په افغانستان کې د امریکايي اشغالګرو په وړاندې د مبارزې لومړنی بنسټګر او د شاهیکوټ غزا رهبري کوونکی شهید قوماندان ملا سیف الرحمن منصور هم د شهادت لوړ مقام ته ورسېده.

نن د کب ۱۲ مه ده. په دې ورځ د یرغلګرو په وړاندې د مخامخ جګړې او افغان ملت ته په ټکنالوژيکو او هستوي وسلو د سمبالو زبر ځواکونو سره مقابله پيل شوي. هو نن وروسته له شلو کالو، په داسې حال کې د کب ۱۲مه  را رسېدلې، چې هیواد مو د شاهیکوټ د غزا او نوم ورکو اتلانو د قربانۍ له برکته په بشپړه توګه خپلواک او د اشغالګرو له شتون څخه پاک دی. نن همغه شاهیکوټ، چې شل کاله وړاندې پکې د مظلومو او تنکیو ځوانانو وینې وبهېدې، د ارام ساه اخلي. نه پکې د کلسټر بمونو استعمال شته او نه يې هم پر سر باندې B52 دورې وهي. نن هلته د شهیدانو په وینو خړوبه شوې د ازادۍ درخته په ثمر رسېدلې او ټول هیوادوال يې له میوو څخه خوند اخلي.