د حوت لسمه د صلیبي استعمار د ماتې ورځ!

حمزه الیاس کله چې روسانو په افغانستان کې ماتې وخوړه او ټول زبرځواک یې له خاورو سره خاورې سو (پر پنځلس نورو ایالاتونو وویشل سو) له بده مرغه په افغانستان کې هم د دې پر ځای چې اسلامي نظام قائم سي، د هغه خلاف اووه ګوندونه جوړ شول او هر ګوند دا کوشش کولو، چې […]

حمزه الیاس

کله چې روسانو په افغانستان کې ماتې وخوړه او ټول زبرځواک یې له خاورو سره خاورې سو (پر پنځلس نورو ایالاتونو وویشل سو) له بده مرغه په افغانستان کې هم د دې پر ځای چې اسلامي نظام قائم سي، د هغه خلاف اووه ګوندونه جوړ شول او هر ګوند دا کوشش کولو، چې د پاچاهۍ پر څوکۍ کېني.

طبعي خبره ده، کله چې پاچاهان اووه کسان وي؛ خامخا به د دوی تر منځ شر او فساد ډېرېږي.

په افغانستان کې کورنۍ جګړو زور ونیو. هر ځای پاټکونه جوړ شول. ظلم، غلا، چور … پیل شول.

د الله تعالی رحمت او لورېینه وه، چې د مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په واسطه یو واحد لښکر او واحده قومانده رامنځته کړه.

د لوی ملا صاحب په راتګ سره افغانان په کرار او ټول تر یوه بیرغ لاندې راټول سول.

افغانستان داسې یو د امن کور سو، چې نړۍ ورته ګوته په غاښ شوه او هر مسلمان په افغانستان کي پناه اخیسته.

خو د نړۍ کفارو نه غوښتل، چي  افغانان دي په کرار سي. نو کله چې (۲۰۰۱ م) کال د سپتمبر میاشتې په یوولسمه نېټه د امریکا په ایالت په (world trade center) پېښه وسوه؛ امریکا ته ښه بهانه جوړه سوه.

ځکه دوی د دغه پېښې پړه پر اسامه بن لادن تقبله الله باندي واچوله، چې دا کار ګواکې هغه کړی دی او نوموړی په افغانستان کې اوسیږي.

د نړۍ کفارو امیر المؤمنین ته وویل: اسامه بن لادن په لاس راکړه.

ملا صاحب ورته وویل:

په لاس یې نه درکوم، ځکه چې ما ته  یې پناه راوړې ده.

نړيوالو ورته وویل:

که اسامه په لاس نه راکوی، موږ پر افغانستان حمله کوو.

امیر المؤمنین رحمه الله ورته وویل:

موږ خپله پاچاهي له لاسه ورکوو؛ خو یو مسلمان کفارو ته په لاس نه ورکوو.

کله چې د نړۍ کفار افغانستان ته د اشغال لپاره راتله؛ نو ملا صاحب ورته وویل:

دا ستونزه به د مذاکراتو له لارې حل کړو.

بوش ظالم وویل: د خبرو وخت نه دی، د عمل وخت دی.

وروسته ملا صاحب یو پېشګویي وکړه، چي د امریکا به د لېست له سر څخه د لطست و پای ته راځي.

هماغه وه چې امریکا په ۲۰۰۱ کال کي پر افغانستان حمله وکړه، افغانستان یې اشغال او اسلامي حکومت ونړېدي..

خو الحمد لله افغانان په کراره کښې نه ناستل او د دې ستر طاغوت په خلاف یې جهاد اعلان کړ.

بعضو کمونېستو افغانانو چې د جهاد اعلان واورېد؛ نو ویل به یې چې له امریکا سره جنګ، له غره سره سر وهل دي.

الحمد لله د افغانانو په بې سارو قربانیو بالآخره امریکا دې ته اړ شوه، چی مذاکرات وکړي.

امریکا د مذاکراتو نارې پیل کړې؛ نو همغه و چې طالبانو هم په قطر کې سیاسي دفتر پرانیست او په ۲۰۱۹ کي یې له امریکا سره مذاکرات پیل کړل او څه باندې یو نیم کال وروسته ۲۰۲۰ کال د حوت په لسمه د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو او د امریکا د استازو تر منځ د صلیبي استعمار د ماتې تړون د ټولو هېوادونو په مخکې لاسلیک شو.

د ملا صاحب هغه خبره رښتیا سوه، چي امریکا به د لېست له سر څخه د لېست و پای ته راځي.

د حوت لسمه د صلیبي استعمار د ماتې ورځ ده. ټولو افغانانو ته  پکار ده، چې د خدای تعالی شکر وباسي.

هر کال باید دغه ورځ ونمانځل سي…

ټولو هیوادوالو ته د دې ورځي مبارکی وایم.