ايا د رسميت پېژندنې تر وخته کرار کښېنو؟

سليمان سعيد غلجی که د نړیوالو درواغجنو تبليغاتو، چلونو، مکرونو، تصوراتو او خيالي رنګينيو ته د غوږ نيولو پر ځای، موجوده حقيقت او واقعيت وڅېړو، نو د لمر په شان روښانه معلوميږي چې نه په نړۍ کې بشري حقوق شته، نه همدردي، نه ملګري ملتونه او نه کوم بل هيڅ قانون!! ټوله خبره فقط د […]

سليمان سعيد غلجی
که د نړیوالو درواغجنو تبليغاتو، چلونو، مکرونو، تصوراتو او خيالي رنګينيو ته د غوږ نيولو پر ځای، موجوده حقيقت او واقعيت وڅېړو، نو د لمر په شان روښانه معلوميږي چې نه په نړۍ کې بشري حقوق شته، نه همدردي، نه ملګري ملتونه او نه کوم بل هيڅ قانون!!
ټوله خبره فقط د زور ده، دا ټولې ادارې هسې تش په نوم دي، ظاهري حضور او تشکیلات لري، خو په عمل کې يې هيڅ څرګ نشته. قانون بيخي د غڼې جال حيثيت لري، چې کمزوري پکې نښلي او قوي ترې تېريږي، بلکې جال هم له ځانه سره شلوي!
د پورته خبرو د ثبوت لپاره په سلهاؤ دلايل موجود دي او ښايي هر عاقل انسان به د دوی دروغ، مکر او فريب ډېر ښه درک کولای شي. هغه خلک به ډېر زيات ساده وي؛ چې اوس هم د دوی په قوانينو، ټولنو او تشکيلاتو دوکه شي، ځکه د دوی ادعاوې او اعمال بيخي سره په ټکر کې دي او هر څوک يې په خپلو سترګو ويني.
په هر صورت؛ اوس دا دی موږ وينو چې دغه مکرجنه نړۍ د مصر کودتاچي حکومت په رسميت پېژني، د برما کودتاچي حکومت په رسميت پېژني، د شمالي کوريا مستبد نظام په رسميت پېژني، هر ډول فاسد، ظالم، مستبد، بې واکه او نا قانونه رژيمونه په رسميت پېژني ، په هر نوم او هر ډول باطلې نظريې مني، خو اسلام په هيڅ صورت نه شي زغملی!
دا دی د افغانستان اسلامي امارت باندې يې بنديزونه لګولي، په رسميت يې نه پېژني او د افغانانو مالي پانګه يې کنګل کړې ده، بس هسې ډول ډول پلمې او بهانې کوي، په يو او بل نوم بې ځايه نيوکې کوي، بېلا بېل شرايط وړاندې کوي او په دې توګه همداسې د بنديزونو او په رسميت نه پېژندنې ستونزو ته ادامه ورکوي.
د افغانستان اسلامي امارت به د يو نظام په حيث هڅه کوي چې زموږ مالي پانګه هم ازاده کړي، بنديزونه هم ختم کړي او د رسميت پېژندې لپاره هم سيمه ييزه او نړيواله اجماع برابره کړي، مګر تر هغه وخته موږ څه وکړو؟!
ايا کرار همداسې د بنديزونو ختمېدلو او د رسميت پېژندلو تر وخته؛ لاس تر زنې کښېنو؟!
تر څو به موږ دغې زورورې او ظالمې نړۍ ته؛ د عدالت په تمه ناست يو؟!
نو حقيقت دا دی چې دوی به هيڅکله زموږ خلاف له بنديزونو، سازشونو، دسيسو او پلانونو څخه لاس وانخلي، دا حقيقت الله تعالی په قرآن مجيد کې ډېر په صراحت سره بيان کړی، تر څو چې موږ د اسلام دعوه کوه، دوی له موږ څخه نه شي راضي کېدلی!
نو بايد چې دوی ته د بې ځايه انتظار پر ځای، خپله لاس په کار شو، هېواد اباد کړو، اقتصاد پياوړی کړو، پوځ منسجم کړو، د زده کړو بهير پراخ کړو او په مجموع کې د پرمختګ په لور هر اړخيز ګامونه واخلو.
کله چې موږ پرمختګ پيل کړ، اقتصاد مو پياوړی شو او زور مو وموند، خپله به مو همدغه اوسني ظالمان؛ له قيد او شرط پرته په رسميت وپېژني، بيا به هيڅوک پر موږ بنديزونه نه شي لګولی!
نو هر څه بايد د رسميت پېژندنې تر وخته معطل نه کړو، اوس چې له جګړو خلاص او الحمدلله د نړۍ په سطحه له قوي او مثالي امنيت څخه برخمن يو، همدا زموږ د کار وخت دی!
بايد چې د پرمختګ په لور ګامونه واخلو، ځان ورسوو او وخت غنيمت وګڼو. اوس بايد په لرې لرې اطرافي سيمو کې هم ډېر ژر د زدو کړو زمينه برابره کړو، تعليم عام کړو، ځکه چې همدا تعليم د پرمختګ لومړی شرط دی. همداراز د اقتصاد په ډګر کې بايد يوه شيبه غفلت ونه کړو، پرديو مرستو ته د تمې پر ځای، بايد خپله لاس په کار شو. ټول پانګوال او شتمن افغانان بايد په اخلاص، زړورتيا او الهي توکل سره په خپل هېواد کې په مختلفو برخو کې د کار، صنعت او تجارت فرصتونه برابر کړي، حکومت هم بايد دې برخې ته جدي توجه وکړي او خپلو داخلي او خارجي پانګوالو او تجارانو ته په هره برخه کې کافي اسانتياوې برابرې کړي او پانګونې ته يې وهڅوي.
ملت بايد کار وکړي، داسې نه، چې يو دهقان هم خپل پټي نه کري او رسميت پېژندنې ته منتظر وي، بلکې ملت او حکومت بايد په ګډه ټولو هغو هڅو ته دوام ورکړي چې د هېواد د پرمختګ لامل ګرځي. موږ به هغه وخت کامياب يو، چې له موجوده بحران، بنديزونو او ستونزو څخه د فرصت په توګه ګټه واخلو، په ملت کې د خودکفايي فکر پيدا کړو، خپل خواړه له خپلې خاورې لاس ته راوړو، صنعت او تجارت ته وده ورکړو او د وارداتو په پرتله صادرات زيات کړو.
د ايران د انقلاب شاوخوا درې څلويښت کلونه وشول، خو تر اوسه لا له بنديزونو نه دي خلاص، په يوه او بله پلمه بنديزونه او ستونزې ورته جوړوي، خو هغوی لګيا دي، کار کوي او د پرمختګ په لور ګامونه اخلي، دا دی نن په سيمه کې يو له قوي نظامونو ګڼل کيږي. همدغه شان جاپان، ويتنام، ماليزيا او نورو ټولو پرمختلليو هېوادونو اول همدغه شان ستونزې تېرې کړې او زغملې دي، خو د مايوسي او بې ځایه تمو پر ځای يې، کار کړی او ځان يې رسولی.
نو خلاصه دا چې موږ بايد له خپلو دښمنانو څخه د رحم هيله ونه کړو، خپله بايد لاس په کار شو، ځان ورسوو او هرې موقع څخه د فرصت په توګه ګټه واخلو!
له تنګسې وروسته اساني راتلونکې ده او بې له زحمته راحت نشته!
يا رب توفيق…!