امیرالمؤمنین، چې زه یې پېژنم

مهاجرفراهي ١٤٤٤/٩/٢٥سپوږمیز ١٤٠٢/١/٢٧/ لمریز ——— زه نه کوم چاپلوس او نه هم کوم متملق لیکوال یم چې د چا د خوښولو یا خپه کولو لپاره دا لیکنه کوم، بلکې دامي خپل د کمزورې ذهن لید او برداشت دی. که مي حقیقت لیکلی وو الله لره دي ستاینې وي او که مي ناسم لیکلی وو، الله […]

مهاجرفراهي

١٤٤٤/٩/٢٥سپوږمیز

١٤٠٢/١/٢٧/ لمریز

———

زه نه کوم چاپلوس او نه هم کوم متملق لیکوال یم چې د چا د خوښولو یا خپه کولو لپاره دا لیکنه کوم، بلکې دامي خپل د کمزورې ذهن لید او برداشت دی.
که مي حقیقت لیکلی وو الله لره دي ستاینې وي او که مي ناسم لیکلی وو، الله دي راته سمه لار وښیې.

هو زه د داسي یوه شخص په توګه د اسلامي امارت د قضایاوو په اړه خپل اند څرګندوم چې: کابو د عمر دوې برخې (دوه ثلثه) مي په دې سپېڅلې صف کې پوره شوي، ددې صف (امارت) منافع راته په زرګونو ځلې تر خپل شخصې ګټو لومړېتوب لري، ما دخپل خدای سره عهد کړی چې هیڅکله به په دې مقدس صف کې هغه کړنه نکوم چې ددې صف له علیا اهدافو سره په ټکر کې وي.

کابو دوولس کلونه وشوه چې د اسلامي امارت له اوسنې زعیم حفظه الله له شخصیت سره اشنا شوی یم او دده ویناوي مي په جلسو، مجلسو او مخامخ ناستو کې اوریدلي، داچې دی څه ډول شخصیت دی؟، مفکوره او لیدلوری یې څه دی؟، د حکومتولۍ په اړه یې طرز تفکر څه دی؟، اولس او ملت ته په کومه سترګه ګوري؟، د بیت المال سره یې چلند څنګه دی؟
تقوا، دینداري او دیانت یې په کومه کچه کې دی او داسي نورې پوښتنې.
هڅه به وکړم تر څو دې او نورو سوالونو ته ځواب ووایم.
لږ به مخکې ولاړسم؛ کله چې د اسلامي امارت د بنسټګر او لومړي زعیم ملا محمد عمر مجاهد نورالله مرقده د وفات خبر رسما خپور او د ځای ناستې د ټاکلو لپاره یې د لارښودي شورا لخوا مجلسونه او غونډي پیل سوې او په پایله کې یې شهید ملا اخترمحمد منصور تقبله الله د امیرالمؤمنین په توګه انتخاب او بیعت ورسره وشو، ددې ټاکنې سره سم نوي فتنو سر راپورته کړ.
د داعش ډلي څرګندیدل او نور اختلافات هغه څه وو چې د مجاهدینو تر منځ یې سخت تشویش او پرېشانې خپره کړل، زه خپله دومره سر ابداله وم او پر ځان و ډار سوم چې هسې نه اعصاب له لاسه ورکړم یواځي مي زړه ته په دې ډاډ ورکاوه چې دا سپېڅلی صف چې د لکونو حافظانو، تنکې ځوانانو او استشهادي مجاهدینو وینې پرې توی شوي هیڅکله به یې الله تعالی نه ضائع کوي.

که څه هم منصور صاحب شهید یو مدبر، له حالاتو اوسیاست سره پوره بلد شهصیت وو او تر یو حده وتوانېد چې حالات کنټرول کې واخلې خو بیاهم لویې ستونزي او مشکلات پر ځای پاتې وو.

د منصور صاحب له شهادت وروسته چې کله د رهبرې شورا په فیصله شیخ هبة الله اخونزاده حفظه الله د زعامت لپاره غوره او بیعت ورسره وشو څلور لویې ننګونې یې مخته پرتې وې
(١) د اسلامي امارت د صف وحدت او بیا انسجام
(٢) د داعش د فتنې په وړاندي کوټلې او رغنده مبارزه
(٣) په قطر کې د امریکایې لوري سره د مذاکراتې بهیر چارې
(٤) د اشغال په خلاف د جهادي چارو پیاوړتیا او ګړندي کول.

که د صف د وحدت په برخه کې منصفانه نظر وکړل شي نو په ډاډ سره ویلای سو چې شیخ صاحب حفظه الله په دې برخه کې فوق العاده کار وکړ حتا داسي کسان یې پخلا کړل چې د اسلامي امارت له سقوط او د اشغال له پیل نه ناراضه او له صفه وتلې وه، همداشان هغه خلک چې د منصور صاحب تقبله الله د زعامت په وړاندي یې ملاحظات لرل هغه یې هم ټول راخپل کړل.

د داعش په اړه یې د علماؤ نه تر نظر اخیستلو وروسته جدي اقدامات وکړل، د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان نه یې د دوی د شړلو لپاره د جنوب نه د شهید مزمل تر سرپرستۍ لاندي منظم قطعات ولیږل چې د داعش رېښې او سرچینې یې په دې سیمه کې وچې کړلې.
په قطر کې یې د امریکایې لوري سره د مذاکراتو جریان داسي رهبرې کړ چې د شریعت او خپل ملت ټولې غوښتنې یې د تړون په متن کې ځای پر ځای او په مقابل لورې یې ومنلې، په دې متن کې هیڅ داسي توری او کلمه نشته چې زموږ د راتلونکو نسلونو لپاره عار او د پېغور لامل وګرځیږي، او یا زموږ د هیواد د علیا منافعو پر خلاف وي.

څلورمه برخه یې چې د اشغالګرو او کابل ادارې د عسکرو په وړاندي عملې او مسلح جهاد او عملیاتونه وه هم په ډېره ښه توګه تنظیم او رهبرې کړل، په جګړو کې د اولسې وګړو د تلفاتو د مخنیوي لپاره لازم تصامیم ونیول شول، د زخمیانو او جګړې د قربانیانو د پالنې او تداوۍ لپاره هم پیاوړي او اغېزناک اقدامات ترسره شول او تر ټولو مهمه لا دا چې د دعوت،ارشاد،جلب اوجذب پروسه ډېره ګړندۍ شول او د دښمن له صفه لوی او کلیدي اشخاص راجلا او خپل عادي ژوند یې پیل کړ.

نوربیا…..!