امیرالمؤمنین، چې زه یې پیژنم؛ څلورمه برخه

مهاجرفراهي ١٤٤٤/٩/٢٩/سپوږمیز ١٤٠٢/١/٣١/ لمریز ——— *په تېر پسې* څو ورځي وړاندي مي زړه نازړه یوه لنډه لیکنه تر دې عنوان لاندي وکړه ” امیرالمؤمنین، چې زه یې پیژنم ” ما داسي هیڅ نه وه انګېرلي چې دا څو کرښې لیکنه به د درنو لوستونکو د دومره تاوده هرکلې سره مخ کېږي. ډېرو ملګرو او د […]

مهاجرفراهي

١٤٤٤/٩/٢٩/سپوږمیز

١٤٠٢/١/٣١/ لمریز
———

*په تېر پسې*

څو ورځي وړاندي مي زړه نازړه یوه لنډه لیکنه تر دې عنوان لاندي وکړه ” امیرالمؤمنین، چې زه یې پیژنم ” ما داسي هیڅ نه وه انګېرلي چې دا څو کرښې لیکنه به د درنو لوستونکو د دومره تاوده هرکلې سره مخ کېږي.
ډېرو ملګرو او د امیرالمؤمنین حفظه الله مینوالو راسه اړېکه ونیول زه یې د دې لیکنو دوام ته تشویق او زیات وهڅولم، که څه هم ځینې معاندینو د دې لیکنې په اړه مخالف او بېځایه اندونه لرل.
اوس چې ملګرې ددې لړۍ د دوام او غځېدا غوښتنې لري، نو ما مناسبه وګڼل ددې لپاره چې لوستونکې د مشرتابه په اړه پوره معلومات ولري، لږ وړاندي ولاړسم او دده د پیدایښت، کورنۍ، تعلیم،تدریس، په تېر امارت کې پر دندو او تر زعامت مخکې پر بیلابېلو فعالیتونو رڼا واچوو، دامعلومات به د مشرتابه د شخصیت پیژندنې په برخه کې له محترمو لوستونکو سره لا نوره مرسته وکړي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین خپل نوم مولوي (هبة الله) اخونزاده د مولوي محمد خان اخونزاده زوی او د مولانا خدای رحیم صاحب لمسی د کندهار ولایت د پنجوایې ولسوالۍ د ناخونې اوسیدونکی، چې د نن څخه اووه پنځوس کاله وړاندي د رجب المرجب (خدای تعالی) د میاشتې پر پنځلسمه کال ١٣٨٧/ سپوږمیز چې د ١٣٤٦/٧/٢٧/لمریز کال سره سمون خوري دنیا ته سترګې وغړولې.

لکه څنګه چې یې له نومونو نه ښکاريږي د دوی کورنې یوه علمي، متدینه او دین پاله کورنۍ وه. د دوی کورنې له آره د کندهار ولایت د تخته پول په سیمه کې اوسیدله چې بیا کلونه وړاندي همدلته د کندهار د پنجوایې د ناخونې کلې ته را وکوچېدل.
د دې لپاره چې ګران لوستونکې د لوستلو په وخت کې له ستونزو سره مخ نشي او په پوره ډول د هغه القابو په اړه چې د ځېنو نومونو وړاندي او وروسته راوړل کیږي،
غواړم تاسو ته د یو څو نومونو په اړه وضاحت وړاندي کړم، زموږ په افغانې ټولنه کې دا څو نومونه یا القاب ډېر مشهور او د پوره درناوي او احترام وړ دي.
لومړی د طالب کلمه ده دا ویېي چې اصلا د عربې ژبې توری او له طلب نه را اخیستل شوی او معنا یې ده د یو شي طلب او لټول او طالب چې د فاعل صېغه ده یعنې طلب کوونکی چې په اصطلاح کې یې اطلاق پر هغه چا کیږي چې د علم طلب او زده کړه کوي.
ملا هغه چاته ویل کیږي چې لا یې د علم دا سفر پایته نوي رسولی او مولوي بیا هغه څوک دی چې د وخت مروجه علوم یې پایته رسولي وي وړه او لویه دوره یې کړي وي او د پګړۍ تړلو ویاړ ورپه برخه شوی وي.
شیخ بیا هغه چاته ویل کیږي چې نورو ته د احادیثو تدریس کوي چې عبارت دي د احادیثو د شپږو مشهورو کتابو نه چې په صحاح سته سره هم پیژندل کیږي.
اخونزاده یا اخونزاده خېل بیا هغه چا یا کورنۍ ته ویل کیږي چې پلار او نیکونه یې علماء او ملایان تېر شوي وي.

وړاندي مو وویل چې د هبة الله اخونزاده حفظه الله والد محترم مولوي صاحب محمدخان نومېدی، نوموړی خپل د سیمي یو عابد،مصلح، متدین، متورع او عامل عالم وو، هغه همېشه د خلکو د اصلاح کوشش کاوه.
کله چې په ١٣٥٧/ لمریز کال کې د کمونیستانو لخوا د وخت پر حکومت کرغېړنه کودتاه وسوه نو مولوي صاحب محمدخان د لومړنیو علماؤ څخه وو چې مسلمانان یې د دوی مخالفت ته وهڅول او کله چې د وخت د حکومت چارواکې د ده په کوششونو او مخالفت خبرېږي نو دده د ټینګولو لپاره پلان جوړوي او کلې ته راځي، دده دنیولو په موخه د ده مدرسه کور او کلی تلاشي کوي خو الله تعالی جل جلاله ده ته نجات ورکوي او د کندهار سویل خوا د رېګ سیمي ته ځې او هلته د نورو مجاهدینو او علماوو سره ملګری کېږي او د کمونیستانو په خلاف خپلو فعالیتونو ته نور هم پراختیا ورکوي.

*نوربیا*