نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
س.سعيد غلجی الحمدلله؛ د صليبي يرغلګرو له ماتې وروسته داسې يو سپېڅلی قوي اسلامي نظام پر ټول هېواد حاکم شو، چې په اوسنۍ زمانه کې يې قائمېدل بې له شکه يوه ستره الهي معجزه ده. فکر وکړئ! په نشت امکاناتو له ټولې نړۍ سره ډغره وهل، هغوی ټولو ته شکست ورکول او بيا داسې يو […]
س.سعيد غلجی الحمدلله؛ د صليبي يرغلګرو له ماتې وروسته داسې يو سپېڅلی قوي اسلامي نظام پر ټول هېواد حاکم شو، چې په اوسنۍ زمانه کې يې قائمېدل بې له شکه يوه ستره الهي معجزه ده. فکر وکړئ! په نشت امکاناتو له ټولې نړۍ سره ډغره وهل، هغوی ټولو ته شکست ورکول او بيا داسې يو سوچه اسلامي نظام حاکمول، چې د ټولو کفارو په سترګو کې ازغی وي، دا کار له الهي نصرت او لورېينې پرته هيڅکله امکان نه لري، ځکه همدا اوس نژدې ټوله نړۍ زموږ پر خلاف دسيسې جوړوي او له ډېرې غصې راته ګوتې چيچي، خو دا د نړۍ مجبوريت دی، چې موږ سره ظاهراً څه نا څه تعامل کوي. کفري نړۍ سره خو مو هسې تر قيامته دښمني ده، خو پر اسلامۍ نړۍ هم داسې بې دينه خلک حاکمان دي، چې تر کفارو لا بدتر دي. ټولې نړۍ لاس راته يو کړی، په هره برخه کې يې بنديزونه راباندې لګولي، خپله ملي شتمني يې را څخه کنګل کړې، شپه ورځ زموږ پر خلاف درواغجن او زهرجن تبليغات کوي او مختلفې دسيسې، پلمې او بهانې راته جوړوي. له فتحې وړاندې به مو اورېدلي وي، چې شپه ورځ به په رسنيو کې تبليغات کېدل، چې که صليبي يرغلګر ځواکونه له افغانستانه ووځي او د کابل مفسده اداره نسکور شي، نو کابل به يو ځل بيا لوټه، لوټه شي، داخلي جګړې به پيل شي او د وينو رودونه به وبهيږي. دغه راز؛ د اسلامي امارت تر منځ د اختلافاتو په هکله يې څومره پراخ تبليغات وکړل، هره ورځ به يې ويل چې حقاني شبکه، د کوټې شورا، د پېښور شورا، د فلاني ډله او د فلاني ډله، خو دغه تول درواغجن تبليغات يې په صفر کې ضرب شول. الحمدلله؛ اسلامي امارت هماغسې واحد صف پاتې شو، الله تعالی يې فتح په نصيب کړه او په ټول هېواد کې داسې مثالي امن حاکم شو، چې تر اوسه ټوله نړۍ له حيرانتيا څخه جام پاتې. هو! لامل یې دا دی، چې اسلامي امارت واحده رهبري لري، تر منځ يې هيڅ ډول اختلافات نشته، دلته خلک د مادياتو په سر نه دي سره راټول، بلکې د اللهي رضا او خپل اسلامي مکلفيت پر اساس په يو صف کې راغونډ شوي او د بريا اصلي راز او رمز یې اطاعت دی. لکه څرنګه چې امير المؤمنين حضرت عمر فاروق رضي الله عنه فرمايلي دي – ژباړه: «اسلام نشته مګر په جماعت (اتحاد) سره، جماعت نشته مګر په امارت سره او امارت نشته مګر په اطاعت سره» الدارمي يعنې د مسلمانانو کاميابي په اتفاق کې ده، خو اتفاق له امارت پرته ناممکن دی او همدغه شان چې اطاعت نه وي، نو امارت هم ناممکن دی. امارت دا معنی، چې مسلمانان په يو واحد صف کې د الله تعالی په کتاب سره راغونډ شي، يو يې امير وي او نور ټول يې بې چون، چرا اطاعت وکړي. نو دا دی موږ په خپلو سترګو د امارت او بيا د اطاعت برکت وليد! د همدې په برکت زموږ ګران هېواد د صليبي يرغلګرو له ناپاکو قدمونو ازاد شو، افغانانو د عزت او ازادي ژوند وموند او په ټول هېواد کې اخوت او امنيت قائم شو. عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله د عمومي عفوې په کولو سره، د کفارو د ټولو دسيسو مخه ونيوله او هاغه لوی، لوی مجرمين يې هم وبښل چې مجاهدين به يې له شهادت وروسته په ټانګونو او رينجرو پسې کشول، د هغوی د مبارکو جسدونو بې عزتي يې کوله، له صليبي يرغلګرو وړاندې به يې د خپلو هېوادوالو پر کورونو نيمه شپه چاپې وهلې، په زندانونو کې يې مجاهدينو ته له انسانيته لرې تعذيبونه ورکول او د اسلام او مسلمانانو د ارزښتونو او مقدساتو سپکاوی به يې کاوه. هو! اسلامي امارت دوی ټولو ته بښنه وکړه، د خپلو مجاهدينو زړونه يې هماغسې زخمي پرېښودل، خو د ملت زخمونه يې ټکور کړل او په خپلې دغې سترې قربانۍ سره يې په هېواد کې د تل لپاره جګړې ته د پای ټکی کېښود. بيا د اسلامي امارت له حاکميت وروسته هماغو مجاهدينو او علماؤ د هېواد د ابادۍ او د نظام د تقويې او استحام جهاد پيل کړ. دا دی وينو چې په هره برخه کې بنسټيزې هڅې روانې دي، اوس په رسنيو کې د چاپو، بمبارونو، وژنو او ځورونو خبرونه نشته، اوس چې رسنۍ ګورې، نو يا به چېرته پر کوم سړک کار پيل شوی وي، يا به د کانال د جوړېدو خبر په مخه درځي او يا به د فابريکو له جوړېدلو خبرېږې. نو پر دغه حالت شکر اېستل پکار دي، چې الحمدلله؛ نور جنګ جګړې ختمې شوې، هېواد مو له صليبيانو ازاد شو، ټول هېواد کې اخوت او امنيت دی، د ټولو هېوادوالو عزت او حقوق خوندي دي او دا دی وينو چې د هېواد په ګوټ، ګوټ کې په خپله بودجه او خپلو مټو د بيا رغونې، پرمختګ او ابادۍ بنسټيزې چارې روانې دي. او دا هر څه يوازې په دريو کالو کې! فکر وکړئ، درې کاله وړاندئ څه حال ؤ!؟ نو که په نظام کې کومې جزئي ستونزې وي، بايد صبر پرې وکړو، نه دا چې د يوې ستونزې له امله پر ټول نظام خط را کش کړو، بلکې د نظام د لا زيات پرمختګ او استحام لپاره بايد له خپلو مسؤلينو سره په پوره اخلاص همکاري وکړو. متل دی چې له يوه لاسه ټک نه خيژي، همدغه شان؛ نظام هم په يوازې ځان هيڅکله ټول کارونه نه شي کولی، نو بايد ولس هم له خپل حکومت سره په ګډه کار وکړي، ملاتړ يې وکړي او په هره برخه کې ورسره تر خپله وسه همکاري وکړي. همدغه راز؛ چارواکو، مسؤلينو او منسوبينو ته هم لازمه ده، چې يوازې معاش او امتيازات هدف ونه ګڼي، ځکه چې مسؤليت يو دروند الهي امانت دی، بايد هر فرد تر خپل معاش زيات کار وکړي، په چارو کې دې ښه اخلاص کوي، له واک څخه بايد ناوړه استفاده ونه شي، په دولتي چوکاټ کې خپلوي ونه پالل شي، د ولس ستونزو ته رسيدګي وشي، غږ يې واورېدل شي او خلاصه دا چې بايد د ولس په زړونو حکومت وشي، نه په سرونو! او پر نظام د شکر اداء کول همدې دې ته وايي!ٔ نو که د دې سترې اللهي لورېينې (اسلامي نظام) قدر مو وکړ، الله تعالی به دې نظام ته لا زيات استحکام او دوام ورکړي، هېواد به مو پرمختګ وکړي، د ځورېدلي ولس ستونزې به حل شي او په ټوله کې دنيا او آخرت به مو جوړ شي، خو که د دې سپېڅلي نظام قدر مو پر ځای نه کړ، خدای مه کړه ډېرو بدو ورځو سره به مخ شو. ځکه دا نظام د ډېرو پاکو شهېدانو د سر په قربانيو او مقدسو وينو منځ ته راغلی او د هغوی قربانۍ الله تعالی جل جلاله ته خورا زيات ارزښت لري، نو که بيا هم چا له دې نظام سره خيانت وکړ، رعيت وي که حکومت، نو بې شکه چې د دنيا او اخرت له سختې رسوايي او لويو عذابونو سره به مخ شي. لکه الله تعالی جل جلاله چې په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمايي – ژباړه: «که چېرې شکر وباسئ، نو پر تاسې به لا زياته پېرزوينه وکړم او که د نعمت نا شکري وکړئ، نو زما سزا ډېره سخته ده». سورة ابراهيم ومن الله التوفيق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.