ځینو اصلاحاتو ته پاملرنه اړینه وي

مولوي فاروق غلجی دا چې د اوسنۍ زمانې د ژوند هر اړخ پېچلی دی، همداسې یې حکومتولي هم پېچلې ده اوهمدا وجه ده چې اوس د هرچا پر ژبه دا جمله زښته ډېره تکراېږي چې وایي: « خدای دې حکومت پورې د چا کارنه بندوي !»په دې لړ کې زیاتره کارپوهان فکرکوي چې دا ستونزه […]

مولوي فاروق غلجی

دا چې د اوسنۍ زمانې د ژوند هر اړخ پېچلی دی، همداسې یې حکومتولي هم پېچلې ده اوهمدا وجه ده چې اوس د هرچا پر ژبه دا جمله زښته ډېره تکراېږي چې وایي: « خدای دې حکومت پورې د چا کارنه بندوي !»په دې لړ کې زیاتره کارپوهان فکرکوي چې دا ستونزه په افغانستان کې لاډېره زیاته ده. د مثال په ډول که څوک غواړي چې د یو کوچني روزګار لپاره له حکومتي ادارو یو داسې جواز ترلاسه کړي چې پنځه زره افغانۍ یې رسمي قیمت وي، نو پرته له شکه چې د ډېرو منډو، کرایو ، رشوتونو او سوغاتونو له کبله به يې پنځه – شپږزره افغانۍ نورې هم لګېږي. د داسې لالهاندۍ یوه وجه که د کاري لوایحو پېچلتیاوې نو دویمه یې حتماً د دفتري مامورینو زیاتوالی یا تشکیلاتي پاړسوب هم دی . بناءً پردې اوسمهال د فردي کارونو او تکلفاتو زیاتوالي ، د نړۍ چټک پرمختګ او د وختونو تنګون ته په کتو لازمه ده څو هغو دفتري لوایحوته یو ځل بیا ښه په  غور سره کتنه وشي، کومې چې زیاتره یې نیمه پېړۍ مخکې ترتیب شوې. دا اړتیا ځکه اوس راپېښه ده چې دفتروکې کمپیوټر او د ثبت او سجل ډېر نور وسایل هم را پیدا شوي او ورځ تربلې پسې زیاتېږي. دغه راز تشکیلاتي پړسوب او د کارکوونکو زیاتوالی هم ځکه ډېره لویه ستونزه ده چې له یوې خوایې پر حکومت د لګښتونو پېټی دروند کړی اوله بلې خوایې عوامو ته مشکلات جوړ کړي، ځکه هغه کارچې پخوا به د پنځو کسانو په لاسلیک ترسره کېدی، اوس لسو پورې تړلی دی، نو ترڅو چې دلسو مامورینو لاسلیک اخیستل کېږي، حتماً به یوه میاشت وخت هم نیسي.

حقیقت دادی چې تشکیلاتي پړسوب د یو خپلواک افغاني او ملي حکومت له خوا نه دی جوړ شوی، بلکې دا اصلاً د شوروي او صلیبي یرغلګرو خپله اړتیا وه چې د اشغال پر مهال یې د یوشمېر افغانانو د غولولو، بوختولو او د ملت سترګو ته د خاورو پاشلو په موخه تر دې کچې پراخ کړ. البته په دې مورد کې د ځينو افغانانو نظر دا هم دی چې وایي حکومتي اداروکې باید ډېر کسان مصروف وي څو یو شمېر لوستو اشخاصوته د کار روزګار موقع برابره شي. خوکه سړی ژورسوچ وکړي دا نظر ځکه خام ښکاري چې بې ارزښته چاروکي د خلکو بوختول سراسر د ټول ملت په زیان دي. ځکه خو مناسب داده چې حکومت د خپل رعیت د بوختولو لپاره باید داسې ګټورې کارې پروژې منځ ته راوړي چې تولید او پیداوار ورسره زیاتېدلی او د هېوادوالو د بسیا کولو لامل ګرځي. نه دا چې هسې وختونه ضایع او بیت المال هم بې ځایه مصرف شي. لنډه دا چې پر یادو ستونزو غور کول او مناسبې لارې چارې ورته کتل زموږ د کړېدلي او بې وزله ملت یو مهم حق او د مسؤلینو سترمکلفیت دی.