نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
جبريل سعد موږ له فكري اړخه څومره بې درېغه او زيات ځپل شوي يو؟ ! په فكري او معنوي لحاظونو مو د ملا تير غوټ مات دی او لا تر وژونكي حده رسېږو، خو لا مو خيال هم نه دی چې پر موږ هم اوس څه لا شوي دي؟. كه كوم د جمات ملا صيب، […]
جبريل سعد موږ له فكري اړخه څومره بې درېغه او زيات ځپل شوي يو؟ ! په فكري او معنوي لحاظونو مو د ملا تير غوټ مات دی او لا تر وژونكي حده رسېږو، خو لا مو خيال هم نه دی چې پر موږ هم اوس څه لا شوي دي؟. كه كوم د جمات ملا صيب، ديني عالم، پخوانی جهادي قوماندان، د تېر جهاد او اوس كوم مجاهد، د نظام چارواكی، طالب او محصل، پوهمينه طبقه او همدا راز كوم قومي مخور، سپين ږيری، جگړو او يرغلونو سيقل كړی د پاخه ذهن او صلب فكر او عقيدې څښتن، د فكر او معنوياتو د جگړې ماهر راته وايي او لا ساده پاده پلار، مور، نيكه انا او كوم خواخوږی به مو راته وايي: يره ! تېر امريكايي او صليبي اشغال راغلی د وسلې پر زور او پر الوتكه او ټانگ سپور و، خو كار او كانې يې تر وسلواله جگړه او مرگونو-ويرونو زموږ پر فكر او ذهنيت زښته زياتې وكړې او د خام ذهنيت لرونكې طبقه چې فكري پختگي يې نه لرله يا يې كمه وه؛ په ځانگړې توگه پكې تر بريد لاندې نيول شوې چې بيا د همدې خام ذهنۍ او نه پختگۍ له امله تر نورو ډېره همدا طبقه ځپل شوې ده او اوس ډېر زيات كار ته اړتيا لري لكه مغز مينځنه، له پرديو ميكروبونو پاك چاپېريال او پوهنيز نصاب او نظام ورته را منځته كول، پر ديني او افغاني غوره عقيده او كلتور يې بيا له سره روزنه، تربيه او جوړونه، له پخواني فكر او كړو وړو يې بشپړ اړول او لرې ساتل، تر پرلپسې څارنې او پاملرنې لاندې يې نيول او داسې نور… چې دا كار بيا بې خرته ستړياوې، بيې او وخت هم اخلي چې څه به كېږي. نزاكتونو او مصلحتونو ته پر پام له دې ډول خواله سره لازمه او ضروري نه ده چې هغه دې پرې موږ يا بل نږدې خپلوان، ملگری او څوك پر غوږ نه وهي، بلكې ښايي همدا موږ ته وايي چې يره وله سخت يې وځپلې يا يې پلانكی سخت وځاپه او دا بيا كرار زموږ له ځواب، مناقشې او پرې د خواله اوږدېدو او پای ته رسېدو سره مالومېږي چې هغوی څوك ښيي؟ !. كه زموږ ځواب دا وي چې: ولاكې درسره ومنم، يرغل او اشغال موږ نه يو ځپلي، طالبان يې وژل او بيا چې ته وايې پر فكر او ذهنيت يې كار او كانې را وكړې؛ پر تا به يې كړې وي چې له فكر او ذهنه يې خلاص كړی يې. امريكايانو د چا سر ور مات كړی او فكر او ذهنيت كې يې گوتې وروهلې دي؟. له دماغ څخه خلاصه ! نو خو اوس به د ټولو سرونه كولي، پړسېدلي او داغ داغ و او تر سپوږمو او غوږونو به يې ماغزه بهېدل(؟ !)، دا ته ډېر پوه نه يې، پر څه چټياتو راته سر يې؟ داسې بې عقلې خبرې به چا كړې وي؟ او… دا دی لمونځ-اودس كوو، كليمه وايو او شكر دی مسلمان يو او كه وايې چې په مدرسه لوستلو سړی تكړه كېږي او د امريكايانو په وخت كې چا مدرسه نه لوسته، نو امريكايانو خو خواري راسره وكړه او چا چې د امريكايانو پر وخت لېسه او پوهنتون لوستل؛ دومره پرمختگ يې وكړ چې اوس په اروپا او امريكا كې دي. د پلانكي د زوی نوم لا ساده گل دی چې هيڅ يې نه لوستلي او نه پر پوهېږي، خو تې بيا گوره په جمهوريت كې يې څو افغانۍ معاش و؟ اوس هم په اروپا او امريكا كې ډالرې دي او دی دی او… ښه ! نو نه دې دي پر زړه چې دواړه جهانه يې را برابر كړي و. ژوند كه هر رنگ(پر پردي ياخپل كلتور او عقېده د ځانځانۍ)و، خو په مزو چړچو كې و او مرگ خو هسې هم شته، بسلمان يو او خدای ج ته به ورځو. اوس ها او هغه پرمختگ هم نه شته، لا دغه او هغه هم دي او خلك اروپا او امريكا ته ځي چې پرمختگ وكړي، بيا راشي هېواد ته كار وكړي او…، نو پر ځان شك پكار دی چې هغوی د فكر او ذهنيت ځپلي همدا موږ ښيي او بايد له ځواب ور كولو وړاندې موږ هم د فكر او ذهنيت ځپلتيا په اړه هراړخيز درك او معلومات ولرو او په ځانگړې فكري او تبليغاتي جگړه، څرنگوالی، څومره والی او اغېز يې وپېژنو. زموږ ځوانكي، ښځمن او نور چې فكري پختگي نه لرو او يا د پرديو لخوا د فكر او ذهنيت له انحراف سره مخ يو؛ له پوهې ورهاخوا ښايي د فكري او تبليغاتي جگړې پر نوم هم څه وي چې پرې فكر او ذهنيت ځپل كېږي، موږ يې هم ښكار شوي يو او هغه څوك چې دا ډول اشغال، ديموكراسي او پرديپالنه ښكلې ځلوي؛ همدا كار يې پر موږ كړی او تر موږ وړاندې يې ځپلی وي چې اوس موږ هم پرې تېرباسي او ځپي. ځكه دا حتمي او طبيعي هغه مهال وي چې لا له وړاندې پرديو او پرديپالو زموږ ضمير وېده، وجدان تړلی او ايمان يې را كمزوری كړی وي، خو پر ځان له شك راتلو سره سم او يا هم مقابل ته قناعت بښونكي ځواب په لټه كې مو حتمي ضمير، وجدان او ايمان هڅوي او ويجاړ او ځپلی فكر او ذهنيت له سر پړسېدنې، ماتېدنې او د ماغزو له را شېوه كېدو پرته پر يوه بله معنا پېژنو چې يوازې معنا وي، وجود يې هم يوازې په فكر، ذهن او د درك په پټو قواوو معلومېدلی شي او په ښكاره يې له ځيني اغېزو پرته هيڅ درك هم نه كېږي، لكه دا موږ ته چې نه كېږي او لا ځيني ترې تعبير هم نه شي كولی. دا بيا هغه وخت موږ ته ډېر زيات او تر بسې اسانه كېږي چې د فكري او تبليغاتي جگړې په اړه هراړخيز پوهاوی ولرو او د دې هم كه يوه داسې چاره وشي چې د عام فكر او ذهنيت په كچه ساده، اسانه او صفا سوتره وي چې د هرې طبقې او د هر څومره ټيټې سويې څښتن وگړي پرې پوهېدلی او ورسره زر شناخت او بلدتيا موندلی شي. په هر رنگ، دغه حضرات چې زموږ پر فكر او ذهنيت د تېر امريكايي او صليبي اشغال له كړي زښته زيات كار او كانو خاورې بادوي؛ نه يوازې دغه كار او كانې يې له نږدې ليدلې او ازمايلې دي، بلكې ژورې او تلپاتې اغېزې خو يې اوس ويني او ازمايي چې د اسلامي نظام تر سيوري لاندې په كور افغانستان كې د وروڼو افغانانو لخوا د خپلو اصيلو مذهبي، عقيدوي او كلتوري كړنو او لمانځنو پر وړاندې د فكر او ذهنيت له پلوه ځپليو خپلو مسلمانو افغانانو غبرگونونه ويني او ارزوي يې. په كور دننه او بهر دغه ډله او ډول افغانان د ځپلي فكر او ذهنيت پر اغېز يوازې د امريكايي او لوېديځ پرمختگ پر پلمه او پرته له دې چې اسلام او كفر، ختيځ او لوېديځ، افغانان او دښمنان سره تفكيك او جلا كړي؛ د خپل كور، كلي، مذهب، عقيدې، اسمان او ځمكې دښمنۍ ته يې كار ويلی او لكه چې اوس يې ډېر پوهېدلي هم دي؛ كه وپوهېږي دغه تش پر نوم پرمختگ يوازې پر يو كاغذي پاسپوټ او يوه د شنه رنگ پر ټاپه هم نه ارځي، كور، كلی او… پرېښودل خو لرې خبره ده. دا يوازې خواله او زما نظر نه دی، بلكې همدوی دي او همدې د فكر او ذهنيت د ځپنې پر اغېز يې په بهر كې په له شرمه ډكو ناندريو، افشاگريو، يو د بل پر وړاندې اعترافونو، شرمولو، له دې سره پرېكون او هغه سره يو ځای كېدنې، په تېر كې غولېدنې او پرې پښېمانتياوو او… د نړۍ له گوټ گوټ څخه چې دوی پكې پناه اخيستې ده؛ غوغاوې را ولاړې شوې دي او په كور دننه هم اسلامي امارت كنترول كړي او خير خيرت(امن او يووالی)يې راوستی، په كور دننه او بهر ته وتلي يې ټول يو شان د عمومي عفوې پر مټ د ملت له حسابه ژغورلي او لا يې كمېسيون هم را منځته كړی، څو بهر ته وتلي هم د افغان ورور په حيث بېرته په سوله ييز ډول، پر خوښۍ، له بشپړ سياسي او كلتوري تضمين سره او خپل كور هېواد او نوي افغانستان ته د راتگ او پكې پاتې ژوند تېرولو له احساس سره افغانستان او عادي ژوند ته را ستانه شي، خو همدا د فكر او ذهنيت ځپلتيا يې ده چې لاهم دلته ستونزې ورښكاري، اټكلوي يې، وېره ترې احساسوي او پرې د فكري او تبليغاتي جگړې ماشين ته اوبه ور كوي. اسلامي امارت خو لا د تېرې دورې پر مهال دريځ درلود چې: ضد مه كوه راسه داخل د حق پوځو كې-ځای دركوم راسه د سترگو په لېمو كې.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.