نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
جبريل سعد افغانان كټ مټ د نننيو فلسطينيانو او د غزې د مظلومو وگړو غوندې هره شېبه د مرگ په خوله كې د يوې ورځې ژوند تږي و او چې زموږ د اسلامي كلتور د اخترونو ورځې به را نږدې شوې؛ د وروسته په فكر كې يې نه و چې بيا به څه كېږي، خو […]
جبريل سعد
افغانان كټ مټ د نننيو فلسطينيانو او د غزې د مظلومو وگړو غوندې هره شېبه د مرگ په خوله كې د يوې ورځې ژوند تږي و او چې زموږ د اسلامي كلتور د اخترونو ورځې به را نږدې شوې؛ د وروسته په فكر كې يې نه و چې بيا به څه كېږي، خو چې همدا درې ورځې اوربند رامنځته شوی وای، همدې ته به يې سترگې ختلې وې او هغه هم د اخترونو په پلمه يوازې د څو شېبو لپاره له مرگونو، جنازو او وير لمانځنو څخه د دمې لپاره. خو ماتې خوړلي دښمن ته هم څه كمې او بې توله نه وې، بلكې د ارام سا اخيستلو څو حياتي شېبې يې گڼل كېدې، نو ځكه د اوربند د اعلان او پلي كېدو غبرگ ابتكارونه د اسلامي امارت په لاس كې و. په دې مانا چې كه دښمن اوربند اعلان كړی هم وای، نه ورته ژمن و چې پر غوښتنه يې پر ولس خپلې وحشي او جنايتكاره كړنې ودروي او نه يې خپله په درد ورته خوړه چې د هرڅومره امنيتي تدابيرو دننه په ارام كېناستلو سره هم د مجاهدينو له بريدونو خوندي پاتې شي، نو ځكه به دښمن هم اسلامي امارت ته د اوربند وړانديز كاوو، انتظار به يې يوست وړانديز شوی اختريز اوربند اعلان شي او ورپسې سمدستي به دښمن هم له خپله اړخه اوربند اعلان كړ، خو د بلواكۍ او لاسپوڅۍ پر اغېز هيڅ وخت ورته ژمن نه پاتې كېد، بلكې پر ولسي وگړو يې په همدې ورځو كې د اسلامي امارت له اعلان كړي اوربنده په گټې اخيستنې وحشتونه او جنايتونه ترسره كول. خو چې د اسلامي امارت اوربند په هغه صورت كې پر دښمن د بريدونو اجازه ور كړې وه چې پر مجاهدينو او د هغو په پلمه پر ولسي وگړو دښمن بريد تر سره كړي؛ دې تر ډېره د دښمن د نامرده او غدارانه جنايتونو او وحشتونو مخه نيولې وه. دښمن د دې اوربند لنډمهالې غځولو لپاره ځيني هڅې هم كولې او د مدني فعالانو، مېرمنو او ولسي خوځښتونو پر نوم ځيني ځانگړې پروژې يې هم پر كار اچولې، ترڅو د وخت په ترلاسه كولو د خپلو شومو موخو لپاره اوربند په خپله گټه را وڅرخوي، خو اسلامي امارت كټ مټ د فلسطين مقاومت د مجاهدينو د ننني دريځ په څېر پر تلپاتې اوربند، اشغال پای ته رسېدو او د جگړې پر درېدو پرلپسې ټينگار درلود. په دې ډول د اسلامي امارت دريځ يا هماغه اختريز اوربند و يا روان تلپاتې اوربند چې د برياوو پېلامه شول او په لړ كې يې اوس د۱۴۴۵سپوږميز كال لوی اختر د غوره امنيت او بشپړې خوښۍ، خوشالۍ او سوكالۍ د جوړه اخترونو درېيم كال بشپړ كړ. كه څه هم د بغاوتگرو او داعشي فتنه گرو پر نوم او كارولو د دښمن مثلث(د سيمې او نړۍ استخباراتي پروژو)به هڅه كړې وي د پخواني خوی له مخې چې ډېری افغانان يې ترخې خاطرې لري؛ بيا هم لږ تر لږه په دې ورځو كې د خوښيو او د هغو د لمانځلو په شور كې د گران هېواد امنيت وننگوي. خو د اسلامي امارت امنيتي او استخباراتي ځواكونو يې په كلكې ژمنتيا او امادگۍ په بشپړ ډول مخه نيولې او ښايي د اختر له ورځو وروسته په تېره يوه اونۍ كې وژل شوي بغاوتگر د يادو هڅو برخه و چې پر خپل وخت له ماتې سره مخ او بيا له لومړي څرك سره يې ووژل شول. له دوی څخه د بغاوتگرې ډلې دوه سركرده قوماندانانو د اختر په درېيمه په يو انځوريز اعلان كې دلته خپل شتون منلی و چې ښايي همدې د اختر ورځو كې د گرانو هېوادوالو د خوښيو اخلالولو په رول كې ناكام شوي و، خو ترې سمدستي وروسته يوازې د يوې اونۍ په دننه كې يې د تېرې جمې پر ورځ سهار د بغلان نهرين ولسوالۍ كې د اسلامي امارت استخباراتي ځانگړو(واكنش سريع)ځواكونو لخوا د وژل كېدو خبر رسنيو خپور كړ. په هر رنگ؛ په گران هېواد كې د تلپاتې اوربند، سولې او سوكالۍ پر پخواني دريځ د اسلامي امارت ټينگار، په را وروسته كې يې ورته ژمنتيا او په ښه او بشپړ ډول يې د پلي كېدو لپاره د أمنيتي او استخباراتي ځواكونو هلې ځلې بې سارې دي. د گران افغانستان په څېر څلورنيمې لسيزې جگړو ځپلی، له هغه وروسته د سپېڅلي جهاد پر وچ زور له نړيوالې امپراتورۍ ازاد شوی او بياهم د سيمې او نړۍ د قسم خوړليو حريفانو او د هغو كورنيو لاسپوڅو نوك ته پر سوك ځواب ويونكی هېواد چې په دومره لنډه موده كې دا امنيت او ټېكاو را منځته او په سيوري كې يې هېوادوال دا ډول خوښي، خوشالي او له پخوانيو ناخوالو او كړاوونو بې فكري ولري؛ په نننۍ نړۍ كې بې مثاله دی. هغه مهال چې اسلامي امارت د تلپاتې اوربند او سولې دغه دريځ او پرې ټينگار يې درلود؛ كه څه هم هرڅوك يې پر گټو او غوره پايلو پوهېدل، تمه يې ورته درلوده او افغانانو بله لاره هم نه لرله، خو چې د ورسره هممهاله جگړې په سختو شرائطو او خونړيو پېښو كې د يوې شېبې اوربند هم د تلپاتې ژوند ارزښت درلود، څلورنيمې لسيزې راهيسې پرلپسې جگړې ته پر كتو بياهم د تلپاتې اوربند او سولې فكر او چانس ډېر كم ليدل كېد او له مادي پلوه شرائط هم د دښمن پر لور و؛ اسلامي امارت د تلپاتې اوربند په دريځ كې تر ډېره يوازې او په منزوي حالت كې و. زما په فكر يوازينی ټكی چې دغه دريځ غښتلی كړي، اسلامي امارت له دغې يوازيتوب او انروا وباسي او پرې له ټينگار سره برياليتوب ته هم ورسېږي؛ ژور ليد لوري او لرې ليد يې په پام كې نيول او د جگړې له تېرو او شته شرائطو او چانس څخه يې نظر قطع كول و. دا كه څه هم د ډېرو قربانيو، درنو بنديزونو او فشارونو سره د مقاومت او ډېر څه غوښتونكی چې يو ډېر تريخ غوړپ اټكل كېد او رښتيا ! پر ولس څه بدې او سختې شپې ورځې وې، خو د تلپاتې اوربند او سولې روانې اوسنۍ لړۍ لپاره بايد دغه بيه موږ ور كړې وای او له خپل دريځ سره سم تلپاتې اوربند او سولې ته رسېدلي وای چې لله الحمد دا نن ترې برخمند يو.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.