‏پر امارتي مشرانو د جائزو ختمول، که د بریالۍ دیپلوماسۍ د پیل سریزه

‏خالق یار احمدزی ‏ ‏تېره ورځ د امریکا د خزانې وزارت اعلان وکړ چې د اسلامي امارت پر دریو مشرانو هر یو خلیفه صاحب سراج الدین حقاني، حافظ یحیا حقاني او حافظ عبدالعزیز حقاني یې هغه جائزې او انعامات لغوه اعلان کړي، چې کلوونه وړاندې یې د دوی د نیولو او ترور په هدف وضعه […]

‏خالق یار احمدزی

‏تېره ورځ د امریکا د خزانې وزارت اعلان وکړ چې د اسلامي امارت پر دریو مشرانو هر یو خلیفه صاحب سراج الدین حقاني، حافظ یحیا حقاني او حافظ عبدالعزیز حقاني یې هغه جائزې او انعامات لغوه اعلان کړي، چې کلوونه وړاندې یې د دوی د نیولو او ترور په هدف وضعه کړي ؤ.
‏د عدالت لپاره د پاداش او عوض ورکولو په موخه د دغو جوائزو اعلان  په ۱۹۸۴ کې د امریکا د خارجه وزارت لخوا شوی ؤ، چې لمخې به یې په نړیواله کچه امریکا ته مهم کسان د پیسو،  امتیازاتو او ټاکل شویو سترو جائزو په مټ هدف ګرځول کیږي.

‏له دغه لیست وتل ځکه سخت مراحل لري چې د امریکا استخباراتي او امنیتي (ciaاو fbi) ارګانونه د بهرنیو چارو وزارت او د عدلیې وزارت به ټول دا تائیدوي، چې په نښه شوی فرد نور د امریکا لپاره هدف نه دی.
‏دیپلوماتیکې اړیکې، ملي منافع، سیاسي موخې او نور دلایل هغه څه وي، چې متهم کسان پرې لیست ته داخل یا خارجیږي.
‏دبیلګې په توګه یو له هغو کسانو چې امریکا تازه له دغه لیست څخه و ایست؛ د سوریې نوی واکمن احمد الشرع وه چې د ۲۰۲۴م په اوایلو کې پرې ایښودل شوې ۱۰ میلیوني جائزه لغوه اعلان شوه.

‏هو! د افغانستان لپاره، دا یواځې یو اعلان نه ؤ، بلکې تر شا یې د یو منظمې دیپلوماسۍ مقدماتي زرغون څراغ هم ؤ،  چې په څرګنده یې دا وانمود کوله، چې افغانستان په سیاسي دریځ کې هم د نوښتګرو ګامونو وړتیا لري او اسلامي امارت  کولای شي له نړیوالو سره د یوه خپلواک هېواد له آدرسه سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې په عادي روال پیل کړي.

‏داچې ولې تر څوکلن ځنډ وروسته دا اعلان وشو، پایلې به یې څه وي او لوري باید کومو نقاطو ته ځیر اوسي، دلته پرې یو څه شننه کوو.

‏امریکا له طالبانو سره د دوحې تر تړون وروسته او له افغانستانه د وتلو په تعقیب، افغانستان یو ډول اګنور کړ او د خیر او شر د ور رسولو په تړاو یې اوږده چوپتیا غوره کړه، یواځې یې پر دې بسنه کوله، چې څنګه خپل افغان نما بړیڅي خپلې غیږې ته ور وبولي، چې هم یې ښه پالنه کړې وي او هم یې د اوږدمهال لپاره په خپل فکر روزلي وي.
‏امریکا د همدې هدف لپاره په سلګونو میلیونه ډالر ولګول، چې څه برخه به یې په داخل کې د خپلو مخترعو مؤسساتو د پړسوب او کاریابي لپاره د بشري مرستو په نوم هم مصرفوله، ترڅو له یوې خوا افغانان د بې کارۍ په ګردابونو کې په خیالي خیراتونو اعتیاد وساتي او له بل لوري خپل راټول شوی فنډ بیرته د خپلو مافیایي بانډونو (مؤسسو) له لارې تر خپله صندوقه ورسوي، چې په عموم کې یې افغانانو او افغانستان ته د هیڅ درد دوا نه کوله.

‏خو امریکا دا ډیپلوماسي په انتخاباتو کې د رژیدلي جوبایډن په مشري د ډیموکرات ګوند تر پرځیدلو پورې اجراء کړه او نوي واکمن مشرتابه ته یې نور، تعمیل د زړه نا لیدلی بوج ښکاریده.
‏ نو یې د زورورو  د معمول په توګه لومړی د تېر واکمن لخوا د انخلاء پروسه تمسخر کړه او بیا یې د پاتې شویو امکاناتو د بیرته وصول تر څنګ، د بګرام  افسانوي ډګر ته د ورګرځ اخطاریزې اشارې تکرار کړې؛ چې په شخوند روږدو بړیڅو یې په ولولو هرکلي ته لاسونه وپړکول او ټرمپ یې د ترسیم شوې خیالګرې نړۍ معبر واکمن یاد کړ.

‏امریکایي واکمن د حقیقت له زاویې ځکه اګاه ؤ، چې له افغانانو سره یې د زور په ترازو کې ۲۰کاله حساب ورکړی ؤ او بریا ته د رسیدو په لار کې د ټولو رموزو له آزمویلو وروسته بیا هم ناکام را ختلی ؤ.

‏ دلته بیا اسلامي امارت چې پالیسي یې له لویه سره روښانه وه او ټولو ته یې د عمل په ډګر کې څرګنده کړې وه، چې  د متوازن سیاست په رڼا کې د نړۍ له هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي؛ نو امریکایي لوري هم د دیپلوماسي پیڅه ټینګه کړه.
‏د لومړي ځل لپاره یې د شناخته خلیلزاد تر څنګ خپل یو جګپوړی وفد کابل ته د مذاکراتو لپاره  راولیږه، چې افغان واکمنو د ښه نیت په توګه یو نیول شوی امریکایي بندي هم په لاس ورکړ؛ تر څو له یوې خوا دا ثابته شي چې افغانان له ټولو لوریو سره د هېوادنیو ګټو په رڼا کې مثبتې اړیکې غواړي او له بل لوري یې  د ګاونډي هېواد هغه متملقانه  پالیسي  تمسخر کړې وي،  چې له مخې یې د سپینې ماڼۍ د رضا لپاره بیګناه انساناند متاع قلیل لپاره،  پر امریکا وپلورل.

‏ د افغان حکومت د دې تعامل په نتیجه کې امریکا تیره ورځ د جائزو له لیسته د اسلامي امارت درې لوړپوړي مسؤلین  و ایستل او پرې لګول شوي جوائز یې لغوه اعلان کړل.
‏دغه مسؤلین کوم عادي خلک نه ؤ، بلکې امریکا او متحدینو ته یې د سر په کاسه کې وینې ور غوړپ کړې وې؛ هغوی یې په خپلو تر ټولو خوندي ځالو کې هدف ګرځولي ؤ او په پوره متانت سره یې په افغانستان کې د هغوی د شرارتونو د پنځیدو مخه نیولې وه.

‏ولې امریکا دغه اقدام وکړ؟

‏امریکا که څه هم په تبعید کې شته افغان نما مهرې ۲۰ کاله ازمویلې وې، خو  نور یې هم انتظار ورته وکړ او له هر اړخه یې وپړسول.
‏نړۍ چې  له پوره درې کلن انتظار وروسته، ولیدل چې د افغانستان جغرافیه ۱۰۰سلنه د اسلامي امارت تر  څرخ لاندې ده او د امارت مخالفو جبهاتو د نړیوالو له ټول سیاسي او استخباراتي ملاتړ سربیره بیا هم ونه شو کولای، چې د افغانستان فضاء متشنجه یا هم تر یوه حده د فعلي حکومت په څیر بدیل  وړاندې کړي.
‏د فعلي نظام  مخالفین  که په هر نړیوال ستیج را څرګند شوي، نه یواځې داچې له داخله ټکیدلي، بلکې پردیو ګټو ته د قوي ژمنتیا او د یوه ملي دریځ د نشتون له امله یې راټولیدل د لا نور درځ پایله ګرځیدلې ده؛ نو امریکا ته یې هم نور پړسول بې ګټې چاره بریښي.

‏داچې نړۍ او په رأس کې یې امریکا په سیمه کې د افغانستان له فعلي نظام سره د اړیکو له پراختیا او دیپلوماتیک اعتبار ورکولو  پرته بله هیڅ لار نه لري، نو کرار کرار هغه ګامونه اخلي چې لمخې یې د اړیکو د ګرمیدو برخه کې د نوي فصل پرانیسته وکړي.

‏ دا به په سیمه کې د هغو شریرو عناصرو،  هیوادونو او سازمانونو پر مخ درنه څپیړه وي، چې کلوونه یې مخامخ او د پردې تر شا هڅه وکړه، څو د فعلي نظام او نړۍ ترمنځ اړیکې سړې وساتي. 
‏دا چې سیمې او نړۍ ته د یوه اقتصادي څلور لاري په توګه د افغانستان جغرافیه مهمه ده، همداسې دا هم ټولو ته جوته شوې چې  یو بې پرې او خپلواک کابل کې هیڅ لوری تاوان نه ویني. 

‏وروستۍ خبره:

‏یهود او په لویه کې کفري نړۍ د  هر ګام تر اخیستلو وړاندې  څو اړخیزې موخې لټوي او بیا  عملي کار کوي، نو دلته  بیا په کار ده  چې د نړیوالو له هر ډول زرغونو څراغونو داسې سالمه استفاده وشي،  چې هم یې په مټ پر سیاسي مسیر مزل آسان شوی وي، هم مو خپلواکي نه ي مجروح شوې، هم له ټولو لوریو سره په اړیکو کې تعادل ساتل شوی وي  او هم په دغه یون کې سالم تر هدفه رسیدلي یو.