پارندې برېښنا بند؛ د باثباته پرمختګ پر لور ګام

لیکنه: ح.ن پنجشیر ولایت، چې د خپلو ښکلو منظرو او بډایه کلتوري میراثونو له امله مشهوره ده، له اوږدې مودې راهیسې انرژۍ ته د لاسرسي په برخه کې له سختو ننګونه سره مخ دی. پارندې بند په یاد ولایت کې د دغې سترې ننګونې اساسي حل لاره ده. د پنجشیر ولایت اوسېدونکو د دغه بند […]

لیکنه: ح.ن

پنجشیر ولایت، چې د خپلو ښکلو منظرو او بډایه کلتوري میراثونو له امله مشهوره ده، له اوږدې مودې راهیسې انرژۍ ته د لاسرسي په برخه کې له سختو ننګونه سره مخ دی. پارندې بند په یاد ولایت کې د دغې سترې ننګونې اساسي حل لاره ده. د پنجشیر ولایت اوسېدونکو د دغه بند له جوړېدو مخکې په دودیز ډول د انرژۍ د تامین لپاره د لرګیو او فوسیل څخه استفاده کوله، چې دا چاره نه یوازې د ځنګلونو د لمنځه وړلو سبب شوې، بلکې چاپېریال یې هم زیانمن کړی دی.
اسلامي امارت په پنجشیر ولایت کې د پارندې بند پروژه پیل کړه ترڅو له دې لارې له یوې خوا، د سیمې خلکو ته دوامداره انرژي تامین کړي او له بل پلوه، د ځنګلونو د بېرته احیاء کولو او د چاپېریال د خوندیتوب په برخه کې اساسي او عملي ګامونه پورته شي.
پارندې بند په هېواد کې د باثباته برېښنا د تولید او تامین په برخه کې د حکومت یو له هغو پرمختیايي نوښتونو څخه دی. دغه بند نه یوازې د انجنیرۍ په برخه کې یوه مهمه او ستره لاسته راوړنه ده، بلکې دا پروژه په یاد ولایت کې د ټولنیز او اقتصادي وضعیت او شرایطو په ښه کولو کې هم رغنده او اساسي رول لوبوي.
د پارندې بند ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:
دا بند د ۴۰۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، چې ۴۰۰۰ کورنیو ته برېښنا برابرولی شي.
دا بند د پنجشیر له سیند څخه تغذیه کېږي چې په راتلونکي کې به د اوبو د کمښت له ننګونې سره مخ نشي.
دا بند له عصري توربینونو څخه په ګټې اخیستنې سره، داسې جوړ شوی چې حتا د وچو موسمونو په جریان کې به هم د انرژۍ تولید وړتیا ولري.
د یاد بند په ګټې اخیستنې سره به د ډیزلي جنراتورونو څخه د استفادې، د لرګیو د سوځولو او د شنو خونو ګازاتو د تولید کچه په بې ساري توګه راټیټه او د چاپېریال ساتنې ترڅنګ به د شنو سیمو او ځنګلونو د له منځه وړلو مخه هم ونیول شي.
د دې بند په ګټې اخیستنې سره به د سیمې خلک دوامداره برېښنا ته لاسرسی پیدا او په سیمه کې به روغتیایي خدمتونه، تعلیم، ټکنالوژي او مخابرات هم ورسره وده وکړي.
د برېښنا شتون به په سیمه کې سوداګري او صنعتي فعالیتونه لا وهڅوي، چې له امله به یې خلکو ته د کار زمینه برابره او د کورنیو اقتصادي وضعیت به ښه شي.
دا بند به ټولنې ځواکمنې او ټولنیز یووالي او پرمختګ ته به لا وده ورکړي.
د پارندې بند به د ورته پرمختیایي پروژو او نوښتونو په تطبیق کې د یوې کامیابه تجربې په توګه وکارول شي.
د پارندې بند به په هېواد کې د انرژۍ سرچینې زیاتې او د انرژۍ د خوندیتوب کچه لوړه کړي.
د پارندې بند به د برېښنايي پروژو د تطبیق په برخه کې یوه کامیابه او عملي بېلګه وي چې ورته پروژې به په کم لګښت او کم وخت کې عملي شي.
لکه څنګه چې افغانستان د بیارغونې او پرمختګ پر لور ګام پورته کړی، دا ډول پروژې به د یوه زرغون او سوکاله راتلونکي لپاره هیلې را ژوندۍ کړي او دا فرصت په مساعد کړي ترڅو د ورته پروژو په تطبیق سره، له یوې خوا د خلکو په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې پام وړ مثبت بدلون رامنځته او له بل پلوه، د چاپېریال ساتنې په برخه کې لا اغېزناک او عملي ګامونه واخیستل شي.
واک ته د رسېدو سره سم، اسلامي امارت په هېواد کې ګڼ شمېر ملي، پراختیایي او بنسټیزو پروژو تطبیق ته مخه کړې، چې د دغو پروژو له جملې څخه یوه یې هم د پارندې برېښنا بند پروژه ده. د نوموړې پروژې د تطبیق چارې د ۱۳۹۲ لمریز کال د غويي په ۲۸مه پیل؛ خو د یو شمېر تخنیکي ستونزو له امله ټکنۍ شوې. په تېرو درې کلونو کې اسلامي امارت د پارندې بند د جوړولو له ټولو پړاوونو څخه په بشپړه توګه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه او د تخنیکي متخصصینو او انجنیرانو په ګمارنې سره د یادې پروژې تخنیکي ستونزې حل او هڅه یې وکړه ترڅو د تطبیق پرمهال کیفیت او معیار په جدي توګه په پام کې ونیول شي. د شته معلوماتو له مخې، د دغې مهمې پروژې چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
اسلامي امارت د خپل پرمختیايي پالیسیو په رڼا کې، په هېواد کې د انرژۍ تامینولو او پراختیا ته لومړیتوب ورکړی او د دوامداره انرژۍ د تامینولو په برخه کې، مسئولینو د پنجشیر پارندې پروژې په څېر د ګڼ شمېر نورو پروژو د تطبیق لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی دی. اسلامي امارت د پرمختیايي پروژو د تطبیق په ټولو پړاوونو کې هڅه کوي ترڅو شته منابع په یقیني او موثره توګه وکارول شي، په ټولو تدارکاتي پړاوونو کې د منابعو د ضایعاتو او فساد مخنیوي وشي او چاره په سمه او ټاکلې موده کې ترسره شي.
سربېره پردې، د کوچنیو او لویو پراختیایي پروژو د ښه تطبیق لپاره اسلامي امارت په هېواد کې د غیر دولتي سازمانونو او تمویلوونکو ادارو ترمنځ سالمه همغږي رامنځته کړې ترڅو له دې لارې د ملي پراختیا اهدافو ته لاسرسی اسانه او شته منابع په سمه او منسجمه توګه وکارول شي.
د دې لپاره، چې د دې سترې پروژې د ساتنې او مراقبت په برخه کې د خلکو ملاتړ ترلاسه شي، اسلامي امارت د عامه پوهاوي کمپاینونه هم په لاره اچولي ترڅو له دې لارې د دغه بند د ګټو او اغېزو او همدارنګه د چاپېریال ساتنې او د سیمې د خلکو پر ټولنیز او اقتصادي ژوند باندې یې له مثبتو اثراتو خلک خبر شي.
همدارنګه، اسلامي امارت د دغه بند د جوړولو پرمهال د سیمې خلکو د ښکېلتیا له لارې هڅه کړې چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. دې چارې له یوې خوا د خلکو اقتصادي ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کړی او له بل پلوه، د پروژې په وړاندې د مالکیت او مسئولیت احساس هم د خلکو ترمنځ پیدا شوی ترڅو د سیمې خلک د دغه بند د ساتلو او ګټې اخیستنې په برخه کې له پوره دقت او احتیاط څخه کار واخلي.
اسلامي امارت د سیمې له خلکو سره په همغږۍ د دغې پروژې د امنیت په تامینولو کې هم مهم او رغنده رول لوبولی دی. د یوه باثباته او خوندي چاپېریال په رامنځته کولو سره، حکومت هڅه کړې د احتمالي خطرونو کچه په بې ساري توګه راټیټه کړي او هر هغه خنډ چې د پروژې د پرمختګ مخه نیسي هغه هم له منځه یوړل شي.
د پارندې بند پروژې په تطبیق کې اسلامي امارت څو اړخیزه ونډه ادا کړې، چې په کې د مالي منابعو برابرول، د طبیعي منابعو ښه او سالم مدیریت، د زېربناوو پراختیا، د ټولنې ښکېلتیا او د امنیت تامینول شامل دي. پورته ذکر شوي نوښتونه د دغې مهمې پروژې په بریالي پلي کېدو کې مهم رول لوبولی، چې د دولت او خلکو د ګډو هڅو او ښې حکومتولۍ له لارې په افغانستان کې د پایداره پراختیا د ظرفیت ښودنه کوي.#