نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
جبريل سعد د عوامو له اړخه رواجي او اطرافي ملايان او د تپليو نظامونو اړخ ته درباري ملايان تر بلې هرې لارې ډېر او اغېزمن كار كوي او په تېر كې يې د پرديو تپليو رژيمونو بې دينۍ او ديموكراسۍ خپرولو لپاره كړی هم دی. اغېزمن كار يعنی د ټولنې او نظام دواړو اړخونو ته […]
جبريل سعد د عوامو له اړخه رواجي او اطرافي ملايان او د تپليو نظامونو اړخ ته درباري ملايان تر بلې هرې لارې ډېر او اغېزمن كار كوي او په تېر كې يې د پرديو تپليو رژيمونو بې دينۍ او ديموكراسۍ خپرولو لپاره كړی هم دی. اغېزمن كار يعنی د ټولنې او نظام دواړو اړخونو ته تر بسې زيانمن او ډېر زر له دننه زيان رسونكی. دوی ښايي د دين، شريعت، ولس او اسلامي نظام پر وړاندې د خپل موقف يا دين دښمنۍ له مخې دغه رول نه ترسره كوي، بلكې پر بې علمۍ سربېره عام او ښكاره ډول د يو مشترك په توگه په عوامو او رژيمونو كې د خپل برحاله موقف په چارچوب او د خوندي ساتلو په ضمن كې يې ورته اړكېږي او ځان ورته اړ گڼي. د دغه موقف له مخې دوی زياتر د هغو شرعي پرېكړو په يو نه يو ډول مخالفت كوي او د هر مخالف څنگ ته يې درېږي چې د الله تعالی امر وي او رښتوني ديني عالمان يې لازمي بايد پلی كړي، خو اطرافي، رواجي او درباري ملايانو يې په اړه ناغېړي كړې او كوي يې او اوس يې پلی کېدل ياد موقف ته زيان رسوي. نو ځكه تپليو رژيمونو او ديموكراسۍ تپونكو هر وخت هڅه كړې په يوه ټولنه كې همدغه ډلې ملايان ځان ته پيدا كړي، د رښتونو عالمانو پر وړاندې يې په هره يرغليزه او دفاعي نقطه كې ځای پر ځای كړي او عوام هم پر همدې اطرافي، رواجي او درباري ملايانو ورمات او ور ټول كړي، خو رښتوني ديني عالمان، دعوتگر او اسلامي نظام بايد خپله ټوله هڅه وكړي چې هغوی په يو دغسې موقف كې را نه ولي او اړ يې نه كړي، بلكې د تېر په آئينه كې په كتو سره بايد ترې ټولنه وساتي. د تېر جمهوريت په وروستيو كې يوه ډله اطرافي او رواجي ملايان سربېره پر دې چې د خښينې اړوند ستر شرعي حكم څخه څرگند تجاوز كې يې د خښينې مشروط حرمت څخه د اختلاط محرمه استفاده كوله؛ په عين حال كې يې د يو تن مجاهد په حق كې بيا دومره افراط او زياتی كاوه چې د خښينې د حرمت ياد مشروط حكم يې هم لغوه كړی او په ټوله معنا او هر صورت يې خښينه د عامو مېرمنو په څېر نامحرمه گرځولې وه. دغه مجاهد چې د دوی خپلوان، رښتونی عالم او له كورنۍ او شاوخوا ټولو وضعيتونو خبر هم و؛ يو وخت يې هغوی له ناوړه اختلاطه منعې كړي و. اختلاط په دې پلمه و چې ټول خلك همداسې كوي او دلته(د سيمې يا كلي ځانگړی)رواج همدا دی، حال دا چې هيڅ هم نه و، بلكې لا څوك د دوی له دې پټ اختلاطه هم خبر نه و يا به دوی بل ډول ورته عيار او توجېه كړی و. دغو اطرافي او رواجي ملايانو مجاهد او رښتونی ديني عالم څخه غوښتل خښينه د نورو محرمو مېرمنو په سترگه وگوري او په كور كې يې يوازې د خپلې مېرمنې په شتون كې اوسېدل خلك ناروا گڼي. مجاهد ورته وويل: تاسې ته د خښينې د مشروط حرمت شرعي حيثيت معلوم دی چې ورته بد خيال هم د خپلې مېرمنې نكاح له منځه وړي. هغوی ويل: څوك ستا له دې ترتيبه څه خبر دي؟. همدارنگ له خپل هغه ورور سره يې د خپلې مېرمنې تگ روا نه گاڼه چې له خپلې خور سره د خښينې په حيث تداوي ته ځي، خو هغه بل سره يې روا گاڼه چې خښينه يې نه، بلكې يوازې ورېندار او د خپلې مېرمنې په نه شتون كې ورسره ځي او همداسې يوازې د مشر توب په پلمه ورور سره د وريندارې د محرم په څېر اختلاط روا گڼل كېد او ناروا گڼل يې پر هغه د ناوړه تور لگونې پر معنا و او دا ځكه چې د ناروا والي دغه شرعي پرېكړه يې د ناروا گڼونكي شخصي پرېكړه گڼله، څو د شرعي حكم په حيث يې څوك ونه مني، ترې د عامې سرغړونې او اړوندې ناروا رواج كېدل لا زيات اسانه وي او د رښتونو عالمانو، دعوتگرو او اسلامي نظام هڅې همداسې شخصي پرېكړې وپېژندلې شي، نه د اسلام او شريعت د حكمونو په ډول چې همدا د تپليو رژيمونو او ديموكراسۍ موخه هم ده. د دوی په خبره(ستا ترتيب، شخصي نظر او پرېكړه)سره د اسلام او شريعت حكم له خپل اسلامي او شرعي حيثيته تش او د شخصي حركت بڼه وركړل شوه، څو عوامو ته هم له دې حكم مخالفت اسانه كړي، خو كه يې عوام د شرعي حكم په توگه وپېژني، هيڅ امكان نه لري. په هر رنګ؛ حجاب او پرده د الله تعالی امر دی او نه يوازې پړونی او دوديز ډولونه يې را نغاړي، بلکې د ژوند ټولو اړخونو او پکې ګټو او مصلحتونو ته يې پکې پاملرنه شوې ده، خو لوېديځ، پرديپال او د ديموكراسۍ پلونه له هغه پرته يواځي د اسلامي امارت د فرمان بڼه وركوي، څو هېوادوال يې په زغرده مخالفت ته وهڅوي، خو پتمن هېوادوال پوهېږي چې د امارت له فرمان پرته حجاب د الله۱۴۴۰كاله وړاندې امر دی او د اسلام د پينځو بناوو په څېر پرده كول فرض گرځوي چې ترې انكار او د كوم نظام، غورځنگ، ډلې او شخص خپل نظر او شخصي پرېكړه گڼل يې كفر دی. موده وړاندې د الله تعالی د دغه امر پلې كېدو په اړه د دېني عالمانو مشورتي غونډه راوغوښتل شوه، څو له هرڅه وړاندې د پردې د اهميت او شرعي حيثيت په اړه د عامه پوهاوي هڅه شوې وي، اهميت او حيثيت يې روښانه او بيا يې پلی كول د حاكم اسلامي نظام په توگه د اسلامي امارت رسمي دريځ ته وسپارل شي. داسې نه چې د يادو كړيو پر نغوته د امارت د فرمان په گڼلو او ترې په انكار سره خدای مكړه څوك له ايمانه ووځي. د پتمنو د پردې شرعي حكم پلی كېدو كې د اسلامي امارت دريځ يوازې نه دی، بلكې له وړاندې لا د ديني عالمانو پر پرېكړه تائيد شوی او په روانو نزاكتونو كې د پتمنو او متدينو ولسونو، د ولس ټولو قشرونو او دواړو جنسونو ته د منلو وړ و. په رسنيز ډگر كې غبرگونونه زياتر او په ځانگړې ملاحظات يې د اسلامي امارت پر اړوند رسمي دريځ باندې راڅرخي. خو سالم(پر ځای او وړ)انتقاد كه د يو چا حق دی، هدف يې هم بايد داسې څوك او ځای وي چې دا حق پرې ولري او په ياد انتقاد كې چې دا ډول هدف په نښه شي؛ خورا گټور پرېوځي، خو چې پر چا او كوم ځای حق نه وي، بيا هم وشي، هومره زيان هم لري. د غرب پر اصطلاح بشر(ټول بشريت رانغاړي، خو ترې هدف يواځي د خپلو موخو توكي وي)او پر افغاني اصطلاح مېرمن(د بشر دوهم جنس)ډېر توپير سره لري او بيا څومره چې د بشر دغه جنس حساس او نازك دی؛ اړوند زياتر موضوعات يې هم حساسيتونه لري، لكه د زدكړو او پردې موضوع يې، خو نه پوهېږم دا ډول هره موضوع كې د اسلامي امارت له پرېكړې وروسته يې پر وړاندې آن د هغه ځينې مسئولين هم ملاحظات وړاندې كړي، هو ! پكې پرتو نزاكتونو(حساسيت او نيمگړتيا)ته د پرېكړې د سرچينې او نورو د پام اړولو په موخه ملاحظات بايد د معياري سالم انتقاد په چوكاټ كې وي چې د گټې پر ځای زيان او د اصلاح پر ځای افساد رامنځته نكړي او هيڅ داسې اړخ او رنگ ونه لري چې اړوند لوېديځ سياستونه ناوړه استفاده ترې وكړي. د نجونو د ښوونځيو پرانيسته له شريعت او افغاني دود او كلتور سره پر سمه طرحه جوړولو چې مهم پكې همدا شرعي پرده ده؛ او بيا د اسلامي امارت د مشرتابه پر حكم پورې تړل شوې وه چې ښايي له دغه نزاكت سره هممهاله د پردې د پرېكړې موخه په عام تام پردې رعايتېدو د ښوونځيو محصلانو ته په ټولو مجالونو كې د پردې په رعايتولو كې اسانتيا رامنځته كول وي، څو داسې نه له نورو پرته يوازې پر همدوی د ښوونځي لوستلو له امله د پردې حكم پلی شوی او دوی يې رعايتولو ته پر اصطلاح زړه نازړه مجبورې شوې وي چې بيا ترې له ښوونځي او هلته تگ راتگ پرته په نورو مجالونو كې د پردې رعايتول پرې بوج، ورته ستونزمن او پاملرنه ورته نكوي ياهم د نورو لخوا يې نه رعايتولو ته وهڅولې شي. موده وړاندې د مېرمنو د يوې كرايي ډلې د پردې ضد لاريون هم د حجاب پرېكړه تر بل وخت لازمي كړه، خو ورپسې جوخت اقدام ښايي يو ډول تقابل رامنځته كړی وای او د اسلامي امارت اړوند تصميم هم وخت ونيو. كه بياهم لكه په كابل او ځينې نورو غرب ځپلو ولايتونو كې مېرمنې همداسې له لوېديځ فرهنگه پر اغېز بې پردې واوسي، د غربي هر اړخيز اشغال مهال تر بې پردگي(چې د هغه د اغېز او موخې په گڼلو سره تر يو حده ترې كركه هم كېږي)به اوس د پټو پارونو پر ملتيا او د اسلامي امارت لخوا قانوني حيثيت په سترگه كتلو سره لا زياته پراخه شي او بيا به يې اصلاح ناشونې وي. په داسې حال كې چې افغاني ټولنه له اسلام وړاندې لا د پردې له فرهنگ او له محتجبو پتمنو څخه اغېزمنه وه او دغه قدامت او له هغه راوروسته د ساتل شوي قداست پر اثر يې تر اوسه هم د نورې اسلامي نړۍ په پرتله زياته دود ده چې د بشپړتيا لپاره يې دعوت نه، بلكې د دغې پرېكړې او فرمان اړتيا وه، څو د اداري فساد سرچينو پسې د ټولنيز او اخلاقي فساد د سرچينې په توگه همدا د شرعي پردې نه رعايتول هم له منځه يووړل شي. د مېرمنو اړوند موضوعات د ذاتي حساسيت او نزاكت له امله څومره چې موږ ته د پام، ارزښت او اندېښنې وړ دي؛ تر دې زيات يې پردي، پرديپال او د ديموكراسۍ پلونه د خپلو موخو لپاره مهم گڼي. ښايي ځينې ملاحظات خپلو او ليدليو سيمو ته پر پام وي، خو فرمان او پرېكړه بيا د كابل او ځينې نورو ولايتونو د چاپيريال، وضعيت او اړوند راپورونو پر بنسټ وي چې پكې مېرمنې د لوېديځ فرهنگ پر اغېز غير شرعي ځان جوړونه كې ادارو ته مراجعه كوي او په ځانگړې د دستوري لاريونونو پر مهال د امنيتي مجاهدينو د پارونې په غرض يې لومړی گام همدا ډول ځان جوړول وي. ټولې شرعي پرېكړې د الله تعالی امرونه او پر موږ يې يوازې منل، عملي کول او پر امارت يې هم يوازې پلی كول دي، نو خواخوږي بايد په خپلو ملاحظاتو كې دا نزاكتونه په پام كې ولري او هڅه وكړي اړوندې مرجع ته لاره پيدا او ملاحظات وړاندې كړي، څو له لارې يې په گډه د يو خورا شوم هدف په مخنيوي كې بريالي شو.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.