ټاپي ته د ټاپو هیلو سترګې دي

‏ خالق یار احمدزی نن په هرات ولایت کې د ټاپي په نامه د ګازو د هغې لویې پروژې پرانیسته ده، چې افغانانو ورته تر دوه لسیزو زیات انتظار وکړ. دغه لویه اقتصادي پروژه نه یواځې دا چې افغانستان ورته په اقتصادي او تجارتي ډګر کې اړتیاوې لري، بلکې رسا سیاسي، امنیتي او نور هر […]

خالق یار احمدزی

نن په هرات ولایت کې د ټاپي په نامه د ګازو د هغې لویې پروژې پرانیسته ده، چې افغانانو ورته تر دوه لسیزو زیات انتظار وکړ.
دغه لویه اقتصادي پروژه نه یواځې دا چې افغانستان ورته په اقتصادي او تجارتي ډګر کې اړتیاوې لري، بلکې رسا سیاسي، امنیتي او نور هر اړخیز پیغامونه هم لري.
۲۴کلونه وړاندې ا.ا.ا له ترکمنستان هیواد سره د همدې پروژې د پیل هوکړه کړې وه، خو د هغه وخت سور سترګي ښامار چې په سیمه د خپلو ګټو خوندیتوب ونه لیده، نه یواځې د دې پروژې مخه یې ونیوله، بلکه افغانستان یې تر شل کلن ناورین لاندې هم ونیووه؛ چې بیا یې وخت پر وخت د خپلو بړیڅو په مټ د دغې او ورته پروژو د بیا پیل خیالي ژمنې ورکولې خو تر پایه یې د عمل جامه ور نکړه.

ددغې پروژې څو اړخونه:

۱_ یاده پروژه به ددې ادعا په ثبوت کې کره والی راولي، چې افغانستان نور د سترو نړیوالو قدرتونو د رقابت میدان نه؛ بلکې د اقتصادي څلور لاري حیثیت خپلوي او همدا پروژه به مرکزي اسیا به له سویلي سره ونښلوي.

۲_ تر قوشتیپې وروسته د ټاپي پروژه کولای شي، هغو ته چې د کار د نشتوالي له امله شکایت کوي، دا روحیه ورکړي چې ګواکې امارت په هیواد کې د بنسټیزو پروژو پیل او تر سره کیدو ته بشپړه ژمنتیا لري او کوم ګام چې اخلي، تر رسنیزو ژمنو ور آخوا یې د عمل جامه متینه ده.

۳_ د ټاپي په څیر لویې پروژه تر بشپړ امنیت پرته نه شي تر سره کیدای؛ نو بناً دا او دې ته ورته پروژې به د دښمنو کړیو هغه شوم تبلیغات یوځل بیا ناسم ثابت کړي، چې ګواکې افغانستان کې لا هم مختلفې ډلې فعالې او ا.ا.ا د هیواد په کنترول کې پاتې راغلی ده؛ دغه راز به ډیر هغه هیوادونه، اشخاص او افراد هم پانګونې ته لیواله کړي چې تر اوسه د ډمو رسنیو د تبلیغاتي ځرو له افواهاتو متأثره ول.

۴_ د ټاپي پروژه دا هم وانمود کوي چې ا.ا.ا خپل هیڅ کار نیمګړی نه پریږدي او خپلو ټولو هغو مشروع ارمانونو ته ځان رسوي چې د ولس د رفاه، اقتصادي ځواکمنتیا او ښیرازۍ سبب ګرځي.

۵_ ټاپي کولای شي د سیمې هیوادونو ته دا انګیزه ورکړي چې له افغانستان سره نور د یوه لوی سیال هیواد په توګه سیاسي او اقتصادي تعاملات وکړي او داچې افغانستان ته د جغرافیوي موقعیت له امله ټول ګاونډیان، سیمه او نړۍ اړتیاوې لري.

۶_ خو له دې ټولو سره سره مونږ ته هم د ټاپي د پروژې درس دا ده چې له سیاسي ځراکت څخه په استفادې سره له نړۍ سره د سیخ او کباب د سالم پاتې کیدو لوبه وکړو؛ ځکه افغانستان ته لا هم د لویې لارې په سر سور سترګي لیوان ناست دي او د هر ډول ناسالم رقابت له مخې یې پښې غوڅوي.

۷_ افغانستان ته دخپل اهمیت له کبله ور له غاړې ده ترڅو له سیمې او نړۍ سره د خپلو ګټو په رڼا کې تعاملات وکړي او د نورو فرمایشي سیاستونه تر هغې کچې ورسره وپالي چې د هیواد خپلواکي، د نظام مشروع قانوني پالیسي او ځمکنۍ بشپړتیا تر پوښتنې لاندې رانه وستل شي.

۸_ ښایي ټاپي د افغانستان لپاره یو ازمایښتي پیل وي که د میاشتو په تیریدو سره وضعیت په ښه ډول مدیریت شي؛ ښایي له سیمې سره د نورو لویو تجارتي تعاملاتو زیري هم له ځانه سره ولرو

۹_ لکه څنګه چې د ولایاتو د فتحې تاریخي ریکارډ په ذهن کې لرو، ښایي د سفارتونو د سپارلو لړۍ هم چټکه او تر نړیوالې رسمیت پیژندنې ور اخوا له نړۍ سره د لوړې کچې تجارتي او سیاسي اړیکو باب کې هم ژور بدلونونه راشي.

۱۰_ تر دې ټولو ور اخوا ولسونو ته هم سترګې دي چې د خپل نظام تر څنګ ودریږي، په کوچنیو مسائلو د خپګان ګریوان ونه شلوي او په هیڅ ډګر کې کې هم د هیواد د پرمختګ دښمنانو ته د نبوغ اجازه ور نکړي.