واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو راوروسته د افغانانو هيلې ټوکېدلي دي

حمزه حسیني هغه مهال چې ګران افغانستان د اشغالګرو او د هغوی د لاسپوڅو په واک کې و، د غلا، غصب او اخلاقي زورونو قضيې دومره ډېرې شوې وې چې په رسنيو کې يې په نشرېدو د هر مؤمن او مسلمان زړه ته د شرم جټکه ورکوله، خو لله الحمد د الله تعالی په کامل […]

حمزه حسیني

هغه مهال چې ګران افغانستان د اشغالګرو او د هغوی د لاسپوڅو په واک کې و، د غلا، غصب او اخلاقي زورونو قضيې دومره ډېرې شوې وې چې په رسنيو کې يې په نشرېدو د هر مؤمن او مسلمان زړه ته د شرم جټکه ورکوله، خو لله الحمد د الله تعالی په کامل نصرت د يرغلګرو او داخلي مفسدينو ټغر ټول او هيواد ګواکې د هوساينې نوې سا واخيسته، اوس چې د ټولو بدبختيو عروج له خاورو سره خاورې شوی يو شمېر نړېوالې او داخلي مغرضې کړۍ په خورا ډېره سپين سترګۍ هغه څه ته انعکاس ورکوي چې له حقيقت څخه په ډېر لرې واټن کې دي.

تازه تش په نوم د بشري حقونو څار ډلې ويلي، چې افغانان د طالبانو د ظلم او د لوږې تهديد تر منځ ایسار دي، خو په دې د ټولو سر خلاص دی چې افغانان د پخوا په پرتله اوس ارام، هوسا، په امن او خوشحالۍ کې شپې ورځې سبا کوي، نه د بي ۵۲ بوګنونکي اوازونه شته، نه د ډرون وحشي بريدونه او نه هم د ظالمانه چاپو وېره شته، ټول هيوادوال د څلوېښت کلنې جګړې له ناخوالو کرار شوي او د سکون فضا په ټول هيواد خپره  ده.

هوکې! دومره بدلون راغلی چې غربي کلتور کډه کړې او پر ځای يې اسلامي او ملي ارزښتونه عملي شوي، د ديمکراسي بې حيايي له منځه تللې او یوازې الهي نظام تطبيق شوی، د درواغو او نمايشي چيغو خوله ګونګۍ شوې او پر ژمنو ولاړو زمزو ارتقاء کړې ده، افغانانو کابو شل کاله د غربيانو د تپل شوي تش په نوم نظام ننداره وکړه، دهغوی ظلم، بې انصافي او بې عدالتي مشاهده کړې ده، ان شآء الله تعالی اوس څوک د غربي او کفري هيوادونو او تش په نوم بشري حقونو ډلو په بې هوده خبرو نه تېروځي.

البته! د لوږې تهديد هومره هم نه دی لکه څومره چې کفري هيوادونه پوښښ ورکوي، که وي هم دا د دوی تر ظالمانه پرېکړو پورې تړاو لري، ځکه همدا تش په نوم بشر دوسته امريکا ده چې زموږ پر شتمني يې خېټه اچولې ده، همدوی دي چې د تور لېست او خړ لېست بنديزونه صادروي، که دوی له خپلو شومو کړنو لاس په سر شي نو زېری درکوم چې په څو کلونو کې به افغانستان د اقتصاد له پلوه يو رسېدلی بډای هيواد او د سيالو هيوادونو په قطار کې به ځان ځايې کړي ان شآء الله.

هو د بشري حقونو د څار ډلې د مشرې مېرمن ګروسمن دا غوښتنه چې ويلي يې دي، هغه هيوادونه يا په اصطلاح حکومتونه چې له دوو لسيزو را په دېخوا افغانستان کې دخيل وو، باید له افغانستان سره اوس هم بشري مرستې وکړي، د هرکلي وړ دي خو باید يادې بشري مرستې هم د افغانستان اسلامي امارت د حکومت په چارچوب او نظارت کې په اړمنو وګړو ووېشل شي، مونږ افغانان د نړيوالو له هغو ټولو پرېکړو هرکلی کوو چې د هيواد د بهبود او هوساينې څرک ترې څرګنديږي، البته هغه څه چې نفرتونه خپروي او د افغانانو په منځ کې تفرقه ايجادوي قابل د قبول نه دي.