نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
جبريل سعد افغان ولس، فلسطيني مسلمانانو او مجاهدينو او مسلمانو وگړو ته د نېكمرغې روژې د راتگ او پرې څو شېبې نېمكرغه ژوند مباركي وايم. د تېر كال وروستۍ روژه مو له ډېرو داسې خلكو سره په گډه ماته كړه او بيا مو اختر كړ چې اوس هغوی نه شته او دا را ښيي چې […]
جبريل سعد افغان ولس، فلسطيني مسلمانانو او مجاهدينو او مسلمانو وگړو ته د نېكمرغې روژې د راتگ او پرې څو شېبې نېمكرغه ژوند مباركي وايم. د تېر كال وروستۍ روژه مو له ډېرو داسې خلكو سره په گډه ماته كړه او بيا مو اختر كړ چې اوس هغوی نه شته او دا را ښيي چې يو ځل بيا مو د دې لړزاندې نړۍ په بې باوره او نيمگړي ژوند روژه راباندې راغله؛ نو موږ تر هغوی نېكمرغه يو. دا چې هغه وخت نه دوی ورته متوجې و او نه هم موږ؛ دې نېكمرغۍ، اصلاح او فرصتونو ته هم همدې ټكي موږ متوجې كړي يو چې هغوی مړه شوي، خو پر موږ په خير روژه راغله، په راتلو يې يو ځل بيا موږ د اصلاح خوا ته روان شوي يو او د فرصتونو دغه مياشت پر لاس راغلې ده، خو كه خدای مه كړه اوس لا پر وخت نشو متوجې، ښايي د هرې شېبې پر وتو او ورځ تر بلې دا هرڅه همداسې پر ژوند او په رڼو سترگو له لاسه ور كړو، د رژې تر بيا راتلو ژوندي پاتې نشو او بيا مو د تېر كال د مړو په كتار كې دا هره شېبه د تل لپاره له لاسه ور كړې وي. روژه د نېكيو او د يوې داسې كرهڼې لنډ موسم دی چې پر لاسته راوړنو مو يې دا نړۍ ښكلې او د تلپاتې ژوند هغې دوهمې نړۍ ته هم په همدې موسم ډېر څه كرلی شو. همداسې ديني، طبي او سائنسي څېړنيز ليدلوري او موندنې يې پر دې اتفاق لري چې موسمي مېوې الله تعالی د وخت پر غوښتنه حاصل ته رسوي، ترڅو روغتيا ته گټورې وي او له هر موسم سره د غوره روغتيايي چاپېريال او ودې را منځته كولو لپاره نوې گټورې مېوې حاصل ته رسوي. روژه هم د بدني، روحي او رواني روغتيا او د ايمان، عقيدې او اخلاقو د اصلاح لپاره خورا گټوره ده او اړوند گڼ فرصتونه رامنځته كوي. ښايي لامل دا وي چې يو خو شيطان تړل كېږي او انسانان يې تر ډېره له شره خوندي كېږي او بل په روژې نيولو او د روژې مياشتې شپه ورځ هرې شېبې له ديني لارښوونو سره سم تېرولو او تېرېدلو سره يو مؤمن يادې لارښوونې ټولې په عملي ډگر تجربه كړي، له هر اخيزو گټو يې برخمن شي او پر اغېز يې زياتر د تل لپاره يادې لارښوونې بيا په پام كې پاتې كېږي. دغه راز زموږ په ټولنه كې عام ډول د مېوو او نورو سوداگريزو راكړو وركړو موسمونه ځانگړي سېزن گڼل كېږي، ورته ټوله پاملرنه كېږي او تابيا ورته نيوله كېږي، ترڅو د میاشتو او كلونو گټه پكې په څو ورځو وكړله شي. روژه هم د دواړو نړيو د گډې سوداگرۍ همدغسې سېزن دی چې پكې يوه نېكۍ پر لس برابره ده. يو مؤمن چې په نورو مياشتو كې يوه نېكۍ لس ځله كوي، همغه ثواب يې په روژه كې پر يو ځل كولو تر لاسه كوي او د روژې پر وروستۍ لسيزه كې د قدر شپې په بركت دغه كچه زرو ته لوړېږي چې په نورو مياشتو كې زر ځله د يوې نېكۍ كولو ثواب د قدر پر شپه په يو ځل كولو سره ترلاسه كېږي. نو طبعاً يو مؤمن او مسلمان د روژې پر راتلو ډېر زيات خوشالېږي او خپلو دواړو نړيو او دنيوي او أخروي راتلونكي ته پكې پر ټول توان خوله تويوي او لاس پښې وهي. پر دې سربېره دا چې د روژې مياشتې په اسلامي تاريخ كې د پام وړ سياسي تحولات له ځان سره لرلي؛ له لسيزو راهيسې له سياسي او فكري كړاوونو او د هغو زېږنده ناخوالو او ننگونو سره مخ نننيو مسلمانانو هم هر وخت هغه يو غوره فرصت گڼلی او ورته ځانگړې پاملرنه يې كړې ده. په دې برخه كې د فلسطين او غزې د مسلمانانو او مجاهدينو وروستۍ څرگندونې، تلوسې او تابياوې موږ ته را ښيي چې په ښه هركلي كولو يې د روژې له بركاتو او گټو هيڅ مؤمن په هيڅ حالت هم نشي بې برخې كېدی. ښه هركلی يې په دې مانا او دا چې لكه څرنگه چې د اصلاح او فرصتونو مياشت ده؛ هغسې ورته پاملرنه، تلوسه، تابيا وشي او ترې گټه پورته شي. موږ د كندهار له پورې څنډو د پنجشېر او كونړ تر هغو او له بدخشان او بادغيسه د خوست تر پورې څنډو ټول٪۹۹افغان ولسونه مسلمانان يو، پاتې يوه سلنه وروڼه وگړي مو هم د افغانيت ترڅنگ پر اسلامي رنگ او فرهنگ باندې ښكلي دي او دلته د نږدې څلور نيمې لسيزې جگړه ييزې او سياسي ناخوالې هم موږ ټولو په گډه تجربه كړې، ټولو ته يې تاو رسېدلی او د هر وخت غليم مو په گډه مات كړی چې بيا مو دا دی اسلامي نظام را وستلی دی. اوس چې د دغې مودې سپېڅلي جهاد په ښمر كې د اسلامي نظام پر مټ او د هغه تر سيوري لاندې خپله ازادي او خپلواكي ساتو او پالو يې؛ دا هم د ياد جهاد برخه او د خپل ډول تسلسل يې دی چې د حكومتولۍ او ترې د هر ډول دفاع او ملاتړ په بڼه ترسره او پر مخ وړل كېږي. د نږدې څلور نيمې لسيزې جهاد برخه او تسلسل يانې څه؟ يانې دا چې پر مټ يې راغلی اسلامي نظام او حكومتولي، پرې پاللې او ساتلې ازادي او خپلواكي او ترې هر ډول دفاع او ملاتړ لكه چې د هغه جهاد په ښمر كې را له غاړې دی؛ هغسې فرض هم دی او ترې پر شاتگ پر هيڅ دليل روا نه دی چې خدای مكړه هماغه جهاد او قربانۍ به ټولې بې ځايه او بې گټې له منځه لاړې شي، بلكې لا پر داسې ناورين به واوړي لكه د شوروي پر وړاندې جهاد له بريا وروسته. ښه ! نو د دې يې د روژې له مياشتې سره څه تړاو؟ تړاو يې دا دی چې روژه د اصلاح او فرصتونو مياشت ده، د تاريخ په اوږدو كې يې له ځان سره سياسي تحولات هم لرلي او اسلامي حكومتولي او ترې دفاع او ملاتړ بيا د دين او سياست دواړو مركزيت هم دی او بشپړ٪۱۰۰افغانان يې نظام او ولس ته له وېش او توپير پرته مسئوليت لري، نو چې روژه د اصلاح لپاره غنيمت وگڼله شي او له را منځته كړيو فرصتونو يې پر ځای او بشپړه گټه پورته شي؛ د ياد جهاد دغه برخه او تسلسل به هماغسې په ښه توگه دوام پيدا كړي لكه په نږدې۴نيمو لسيزو كې چې ترسره شوی و، تر ډېره د سياسي تحولاتو پېلامه هم كېدی شي او په ټوله كې به د ځان له اصلاح او له فرصتونو په گټې اخيستنې سره په نظام كې هم اصلاحات راشي او له دغو فرصتونو به د نظام لپاره گټه پورته شي چې د جهاد په توگه يې د فرضيت او سپېڅلتيا په دليل زيات ممكن هم او ثواب يې هم د نږدې يو كال نور سپېڅلي جهاد دی او تر ټولو اړينه او مهمه همدغه اصلاح او له فرصتونو گټه اخيستنه هم ده. روژه چې تر ټولو سپېڅلی فرض دی، الله تعالی ته يوه مستقيمه لاره ده، په كال كې يو ځل راځي چې ښايي بل كال موږ مړه يو او پرې را نشي او له سلگونو او زرگونو نورو ارزښتونو او ښېگڼو هم سرشاره ده. دا د دې غوښتنه كوي چې په ټوله پاملرنه او د هرې شېبې په توجه يې ترسره كړو او پالنه يې وكړو چې دا بيا په ځان كې د بشپړې اصلاح راوستل، هرې شېبې ته يې تيارۍ او تابيا نيول او له ورپكې فرصتونو يې عملي گټه اخيستل غواړي او په همدې ډول روژه د اصلاح او فرصتونو مياشت گرځي. انسان خامخا تېروتنې او نيمگړتياوې لري او رښتونی مؤمن يې له لرلو انكار هم نه كوي، نو په روژه كې يې د اصلاح او نېك خويه جوړېدو فرصت په راتلو لومړی له خپلو ټولو گناهونو توبه په كار ده او بيا د توبې له شرطونو يو دا هم دی چې د زړه له تله وشي، كله هم بيا په گناهونو كې د ككړېدو فكر په زړه كې پاتې نه شي او كوم گناهونه چې د خدای ج او كوم ساكښ په حق او يا بيت المال پورې اړه ولري او اداينه يې زموږ په توان كې وي، هغه به اداء كړو، كه مو په توان كې نه وي بيا به يې د خطا په توگه منو او بښنه به ترې غواړو او چې دا ډول په اخلاص توبه مو وكړه؛ طبعاً نېك خويه كېږو، نېكۍ راته اسانه كېږي، موږ پرې اموخته كېږو او تل يې د كولو هڅه كوو چې بيا د روژماتي، پسېمي او د سهار له لمانځه تر لمر ختلو پورې د دعا قبلېدو ځانگړو وختونو كې د دعاگانو پابندي هم كوو او د سهار له لمانځه تر لمر راختو پورې خوب په څېر مكروه او يوازې له مادي پلوه زيانمن كاره هم ډډه كوو او دا د اصلاح او د روژې له فرصته د گټې اخيستنې يو مثال دی. همداسې د نفلي او مالي عباداتو او صدقو، خير ښېگڼو، تلاوتونو، ټوله مياشت او د دعا قلېدو په ځانگړو وختونو كې د دعاگانو، تهجدونو، مسلمانانو ته د روژماتي او د كور او ژوند اړينو توكو د مرستو، د راتلونكي لپاره پر ښو كړنو او پلانونو د غور، د نورو د حقونو وركولو، پراخ لاسۍ او ډېرې نورې د اصلاح لارې او روژه كې يې گڼ فرصتونه شته چې گټه ترې پورته شي او له ټولو فكري، عقيدوي، اخلاقي او عملي بې لاريو او سستيو سره د تل لپاره مخه ښه وكړی شي. دغه لارې چارې په نامستقيم ډول په نظام كې هم د اصلاح لامل كېدی شي. د دې ترڅنگ اسلامي نظام او چارواکو باندې يې خوښي، پرې د خدای شکر ادا کول او ورته نېكې دعاوې کول د هغوی د اصلاح مستقيمه لاره ده. همداسې په حکومتولۍ کې له ټولو بې غوريو، خيانتونو، بې ځايه لگښتونو او گمارنو، له شرعي لارښوونو او د مشرانو له سپارښتنو د سرغړونو، وظيفوي غفلتونو، انډيوالي او چاپلوسي، واسطو او په ترڅ كې يې را منځته شويو هرډول بې عدالتيو او خيانتونو څخه توبه وكړله شي، كومې دندې او مسئوليتونه چې د همدې بې عدالتيو په ترڅ كې څوك ورته رسول شوي او يا رسېدلي؛ د يو غوره فرصت په توگه همدې روژه كې ترې لاس واخلي او له همدې فرصته يې په گټې اخيستنې ورته د پای ټكی كېښودل شي او داسې نور… دا هم د اسلامي نظام او د مخلصو چارواکو د اصلاح مهمه مستقیمه لاره ده چې په بشپړ باور به مو روژه يو ځل بيا هم د يو ستر سپېڅلي سياسي تحول او اصلاح شاهده وي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.