نړیوالو غونډو کې ګډون باید مشروط وي

فاروق غلجی  وړمه ورځ تهران کې د مسکو فارمیټ په نامه شپږمه غونډه ترسره شوه. دې غونډه کې چې روس، چین، ایران او پاکستان هم پکې ګډون کړی و، اسلامي امارت ته هم پکې بلنه ورکړي شوې وه، خو څرنګه چې اوس شکردی افغانانو بشپړه خپلواکي ترلاسه کړې او مشران همېشه د خپل ملت اوهېواد […]

فاروق غلجی

 وړمه ورځ تهران کې د مسکو فارمیټ په نامه شپږمه غونډه ترسره شوه. دې غونډه کې چې روس، چین، ایران او پاکستان هم پکې ګډون کړی و، اسلامي امارت ته هم پکې بلنه ورکړي شوې وه، خو څرنګه چې اوس شکردی افغانانو بشپړه خپلواکي ترلاسه کړې او مشران همېشه د خپل ملت اوهېواد ارزښتونه او ګټې په نظر کې نیسي، خپلو همدغو شرایطو ته په پام یې هلته د نه ګډون فیصله وکړه. موږ باید دا خبره له یاده ونه باسو چې یاد مجلس کې د نه ګډون پرېکړه هيڅکله ایران یا نورو هېوادو سره پر وچ ضد یا دوښمنۍ بنا‌ءنه ده بلکې حقیقت دادی هرهغه نړیواله غونډه چې د افغانستان په اړه او نامه د نړۍ په هرګوټ کې جوړيږي ،افغان چارواکو ته لازمه ده چې په هرصورت یې د بحث له اجندا ځان خبر او بیا هماغسې فیصله وکړي. په دې توګه به واضحه شي چې که مثلاً یاده غونډه کې زموږ د هېواد، خلکو او نظام اړوند کورنیو موضوعاتو باندې بحثونه کيږي بیا خو طبعاً ډېره بده ده چې بهرنیان وړاندیزونه او فرمایشونه کوي او زموږ هیئت چوپه خوله ورته ناست وي.
زیاتره داسې هم وي چې نه افغانانو ته د خبرو موقع ورکوي اونه یې د پرېکړه لیک متن کې غوښتنې پام کې نیول کيږي. په دې اساس نو هغه مجلس چې زیاتره بحثونه یې افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړولو، د ښځوحقونو او داسې نورو داخلي موضوعاتو باندې راڅرخي او بیا د افغان پلاوي خبروته کوم ارزښت هم نه پکې ورکول کيږي، بې له شکه چې هلته پکې ګډون سراسرعبث، بې ګټې او لا ډېرزیانمن هم دی. ځکه موږ باید په هرممکن صورت نړیوال قانع کړو چې افغان ځورېدلی ولس د همدغې خپلواکۍ لپاره د نړۍ له ټولو زبرځواکونو سره ډغرې وهلې، سرونه یې پکې ورکړي، کورونه یې وران شوي او هېواد یې په کنډواله بدل شوی خو له خپلو ارزښتونو، خپلې عقیدې او د خپل هېواد او ملي ګټو له مالکیته نه دي تېر شوی. مقصد دا چې دغه خپلواکي یې په خورا درنه او ډېره لوړه بیه ترلاسه کړي ده. له همدې کبله اوس د افغانستان هیڅ مشر ته نه مناسب ده اونه کولی شي چې ددې مجاهد او مېړني ملت ارمانونه، غوښتنې او ذوقونه له پامه وغورځوي او یا پټ په پټه پردیو سره سازش او جوړ جاړی وکړي. بلکې په کارده چې همداسې په زغرده ورته وویل شي چې له فرمایشاتو ورها خوا نور که اقتصادي معاملاتو کې هره موضوع وي افغانان چمتو دي چې ورسره ویې څيړي او تعامل ورسره وکړي . خو که افغانان باوري وي چې مثلاً یو مجلس فقط پر افغانانو د فشار اچولو لپاره جوړيږي، بیا نو زموږ حکومت او ملت له ګډونه معذرت غواړي