ملګري ملتونه، بشري حقوق، ترهګر او…؟!!

سليمان سعيد هسې خو آن په جنت کې د آدم عليه السلام او ابليس عليه اللعنة او بيا په دنيا کې د قابل او هابل له وخته راهيسې د اسلام او کفر، حق او باطل، حزب الله او حزب الشيطان تر منځ دښمني شروع ده، په هره زمانه کې له هر پېغمبر او د هغه […]

سليمان سعيد

هسې خو آن په جنت کې د آدم عليه السلام او ابليس عليه اللعنة او بيا په دنيا کې د قابل او هابل له وخته راهيسې د اسلام او کفر، حق او باطل، حزب الله او حزب الشيطان تر منځ دښمني شروع ده، په هره زمانه کې له هر پېغمبر او د هغه له پيروانو سره کفارو ډېرې سختې جګړې کړې دي او دا لړۍ به آن تر قيامته روانه وي.

د نړۍ په تاريخ کې اکثره وخت کفارو په ښکاره ډول له مؤمنانو سره د دښمنۍ اعلان کړی، البته کله نا کله ځينې داسې خلک هم موجود وو، چې په ښکاره يې له مؤمنانو سره د دښمنۍ په اړه څه نه ويل، خو اصلاً د مؤمنانو تر ټولو لوی دښمنان همدوی وو او دغه ډول خلکو ته منافقان ويل کيدل.

مګر اوسنۍ زمانه کې اکثره کفارو د منافقت رنګ خپل کړی، ډېر لږ يې داسې دي، چې ښکاره له اسلام او مسلمانانو سره د دښمنۍ اعلان کوي، نور يې عموماً د منافقينو په شان، له مسلمانانو سره د دوستۍ او ورورګلوۍ تر شعار لاندې د اسلام پر خلاف خپلې دسيسې پر مخ وړي.

او په همدې موخه يې د ملګرو ملتونو، نړیوالو قوانينو، بشري حقونو او په دغه راز نورو نومونو يو شمېر ادارې رامنځ ته کړې دي، تر څو مسلمانان پرې دوکه کړي او دوی خپل ناوړه اهداف په اسانۍ سره تر لاسه کړي.

دا سمه ده چې د ملګرو ملتونو، ويټو هېوادونو، نړیوالو قوانينو او نورو ټولنو رامنځ ته کيدل به د کفارو د خپل منځي لانجو کشالو د حل او فصل لپاره اغېزمن وي او د هغوی د داخلي شخړو مخنيوی به کوي، مګر مسلمانانو ته يې يوه ذره خير نه رسيږي، بلکې بيرته په مجموع کې له همدغو قوانينو څخه د مسلمانانو پر خلاف کار اخيستل کيږي!

د همدغو درواغجنو ټولنو او قوانينو په موجديت کې د اسلامي نړۍ هېوادونه د کفارو له خوا اشغال کيږي، بنديزونه پرې لګوي، په يو او بل نوم مشکلات ورته جوړوي او درګرده لګيا دي د اسلام له منځه وړلو هلې ځلې کوي او خپل ناوړه پلاونه تطبيقوي. نو د دغو نړيوالو ټولنو او قوانينو يې موږ ته څه فايده؟؟!!

ډېر د شرم ځای دی چې زموږ يو شمېر ناپوه او بې عقله مسلمانان هم ورسره لګيا وي او د هغوی اصطلاحات ورسره زمزمه کوي!

دا هر څه؛ ښه دي، که بد، د هغوی خپل منځي چارو پورې اړه لري، زموږ يې پرې څه؟ موږ ته يې څه فايده؟

ځانونه مسلمانان بولئ، خو د اسلام له احکامو ځان نه خبرئ! که رښتيا مسلمانان ياست او په الله تعالی او د هغه په رسول صلي الله عليه وسلم ايمان لرئ، نو لږ قرآن کريم ته سر ورښکاره کړئ، ويې لولئ، په معنی يې ځان پوه کړئ او د الله تعالی له احکامو ځان خبر کړئ، بيا به پته درته ولګيږي چې نړيوال قوانين د کومو موخو لپاره وضع شوي او نړيوالې ټولنې څه غواړي؟

الله تعالی په قرآن کريم کې په ډېر صراحت سره؛ څو څو ځله فرمايلي، چې کفار تر هغه له تاسې نه راضي کيږي، څو چې د هغوی باطل قوانين مو نه وي منلي او د اسلام له دين څخه بېزاره نه شئ. (نعوذ بالله من ذلک). نو بيا ولې تاسې له هغوی سره مشترکات پالئ، ولې د هغوی په قوانينو باور کوئ او ولې ځان له هغوی سره يو شان بولئ؟!!

د نړيوالو ټولنو او تړونونو تاريخ مطالعه کړئ، ايا تر اوسه يې يوه ذره خير اسلامي امت ته رسېدلی؟!

موږ او دوی خدای تعالی سره بېل کړي يو، حق او باطل هيڅکله نه شي سره متفق کېدلی، نو هسې ځان او امت مه دوکه کوئ، که مسلمانان ياست نو د اسلام احکام مطالعه کړئ، خپل صف وپېژنئ او خپل دښمنان وپېژنئ!

هغوی د «ترهګر» اصطلاح د اسلامي امت مجاهدينو ته کاروي، خو زموږ ځينې ناخبره، غافل او تش په نوم مسلمانان هم ورسره لګيا وي، لکه طوطيان؛ د هغوی شعارونه او اصطلاحات ورسره تکراروي.

ډېر د افسوس ځای دی چې د کفارو او مسلمانانو له خولو يو شان خبرې راوځي!

دا سمه ده، د اسلامي نړۍ مشران او حاکمان بايد د اسلام د حدودو په داخل کې، د اسلامي امت د ګټو لپاره يو څه راشه درشه ورسره وپالي، له سياسي لارې دې د خپلو سپېڅلو اهدافو د تحقق لپاره هلې ځلې وکړي، مګر د هغوی په قوانينو باور کول او له هغوی سره يو ځای د «نړيوالو اصولو!» د تطبيق لپاره مبارزه او «ګډ کار!» کول نه عقل مني او نه نقل!

مهمه دا ده چې اسلامي امت بايد خپل دوست او دښمن وپېژني، کله چې اسلامي امت خپل مسلمان هېواد دښمن ګڼي، خو امريکا، برتانيا، جرمني، روس، چين، هند او نورو باطل پرستان خپل دوستان، ملګري او نړيوال شريکان بولي، نو ايا دغه امت به ښه ورځ وويني؟!

ځکه خو تر هر څه مخکې لازمه ده چې علماء، استادان او ټول پوه او هوښيار اشخاص؛ خپل امت ته دوست او دښمن وروپېژني، افکار يې اصلاح او د اسلام او کفر تر منځ توپير ورته بيان کړي. کله مو چې خپل دوست او دښمن وپېژاند، بس همدا زموږ د کاميابي پيل دی!

کله مو چې زور وموند، زور قالب نه لري، بيا به نړيوال قوانين د مسلمانانو په لاس کې وي او الهي اصول به تطبيقيږي.

مګر اوسنۍ نړۍ د يو ځنګل مثال لری، هر زورور کمزوری راڅملوي او يوازې هغه څوک خوندي دی چې زور ولري، دغه تش په نوم نړيوال قوانين يوازې د کمزوريو ملتونو د دوکه کولو لپاره ايجاد شوي، قانون داسې دی لکه د غڼې جال، زورور ترې تيريږي او کمزوري پکې نښلي.

نو که اسلامي امت همداسې بې اتفاقه او د غفلت او جهالت په خوب ويده وو، نو همداسې به له نړيوالو قوانينو سره سم، اسلامي هېوادونه اشغاليږي، استعمار به ټول امت لاندې کوي، واک او اختيار به يوازې له کفارو سره وي، ويښ او بيدار مسلمانان به د «ترهګرو!» په نوم زندانونو ته اچول کيږي، بې عقل او له دينه ناخبره وګړي به د «روشن فکرانو!» په نوم حاکمان وي او مسلمانان به ورځ تر بلې د ذلت ژوند کندې ته غورځيږي.

نو رابيدار شئ! ويده ملتونه راويښ کړئ او د اسلامي اخوت په روحيه د خپل پخواني برم او مجد په لور ګامونه واخلئ!