نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
﷽ ليکوال: مولوي عبد المؤمن حقاني د ژوند پیل، جهاد او علمي هڅې مرحوم الحاج قاري سيفالله د جهادي او علمي شخصيت مرحوم مولوي عشرت ګل زوی، د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د زرشاخ کلي له یوې روڼ اندې علمي او جهادي کورنۍ سره تړاو درلود، په ۰۱/۱۲/۱۳۶۱ هـ ش (مطابق: ۱۲/۴/ ۱۴۰۴ هـ ق […]
﷽ ليکوال: مولوي عبد المؤمن حقاني د ژوند پیل، جهاد او علمي هڅې مرحوم الحاج قاري سيفالله د جهادي او علمي شخصيت مرحوم مولوي عشرت ګل زوی، د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د زرشاخ کلي له یوې روڼ اندې علمي او جهادي کورنۍ سره تړاو درلود، په ۰۱/۱۲/۱۳۶۱ هـ ش (مطابق: ۱۲/۴/ ۱۴۰۴ هـ ق = ۲۱/۲/۱۹۸۳ز) نېټه کې په دار الهجرة د پاکستان K.P.K (خیبر پښتونخوا) اړوند د چارسدې ضلعې په جاړې کلي کې دې فاني نړۍ ته سترګې پرانستې. لومړنۍ زده کړې يې خپل کور کې له مرحوم پلار څخه کړي، او د قرآن کریم د حفظ سعادت یې په ۱۹۹۳ ز کال کې تر لاسه کړ. وروسته په ۱۹۹۷ ز کال کې د تجوید دوره بشپړه کړه، او بيا يې د امام ابو حنیفه رحمه الله تعالی دارالمعلمین کې په زده کړو پيل وکړ، چې په ۱۹۹۹ ز کال ترې فارغ شو. خو د علم لټون، د دهٔ د پياوړی عزم او د کلکې ارادې شمعې نه مړاوې کولې، په همدې لاره کې یې په ۲۰۰۷ ز کال د اسلامآباد نړیوال اسلامي پوهنتون د شرعیاتو او قانون له پوهنځي د فراغت ویاړ خپل کړ. د دې تر څنګ د پېښور نمک منډیي مدرسه کې یې دیني زده کړې تر وړې دورې پورې ورسولې؛ خو د امریکايي اشغال پر وړاندې سپېڅلي جهاد کې د زياتې بوختيا له امله بشپړول یې ورته ناشوني شول. په پنځو ژبو (پښتو، دري، عربي، انګلش، اردو) يې ليکنې او ژباړې کولی شوې. قاري سیفالله (رحمهالله) د یوې داسې جهادي کورنۍ غړی و چې د هجرت، قربانۍ او مبارزې ستړي مزلونه یې وهلي و؛ خو د ارادې غښتلتیا یې هېڅکله کمزورې نه شوه. د هغه پلار مرحوم مولوي عشرت ګل د کمونستي یرغل پر وړاندې له لومړیو ورځو په وسلهوال جهاد کې نه ستړې کېدونکې مبارزه ترسره کړې وه، او د جهاد ترڅنګ يې د هجرت په دیار کې د “حمایة الاسلام” په نوم یوه دیني مدرسه کې د استاذ او مدیر په توګه هم د علم رڼا خپرولو هڅې کولې، ترڅو د راتلونکو نسلونو ذهنونه د دیني بصیرت په نور روښانه کړي. د کورنۍ ټولو غړو يې د امریکايي اشغالګرو په وړاندې جهاد کې ونډه اخیستې ده، چې د قاري سيف الله یو ورور قاري محبالله اقبال هم د امریکايي اشغالګرو لخوا د اسلامي امارت په یوه مرکز د چاپې پرمهال په مخامخ جګړه کې له نورو څو تنو ملګرو سره یو ځای په شهادت ورسېد، انا لله وانا الیه راجعون. دغه کورنۍ د امت د یو قیمتي امانت په څېر د قربانۍ او استقامت بېلګه ده. د دوی علمي، فکري، او جهادي میراث باید د راتلونکو نسلونو لپاره یو روښانه منهج او د لارې مشعل وګرځي، تر څو د جهاد لار کې د قربانۍ او استقامت مثال وي او د اسلامي ارزښتونو لپاره یو تلپاتې بنیاد جوړ کړي. جهادي، سياسي او تعليمي خدمتونه: قاري صاحب د اسلامي امارت د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د کندهار په معارف ریاست کې دنده ترسره کړې وه، کله چې امریکايي یرغلګرو په افغانستان وحشيانه يرغل وکړ؛ نو د امت دا دردمن بچی هم د خپلو اسلافو د لارې وفادار پاتې شو، او له همغه پیله یې د یرغلګرو پر ضد د جهاد سنګر ته مخه کړه. په دې دوران کې نوموړي د اسلامي امارت بېلابېلو برخو کې ارزښتناک خدمتونه ترسره کړل، چې څو یې د بېلګې په توګه یادوو: د ۲۰۰۹م کال راهیسې د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون د متخصصینو کمېټې غړیتوب. د سیاسي دفتر مطبوعاتي کمېټې فرهنګي څانګې فعال غړیتوب. د با احساسه محصلین ویبسایټ له مؤسسینو او قلموالو څخه و. د تعلیم او تربيې کمېسیون د غړو له ډلې څخه و. د اسلامي امارت تر فتحې وروسته، د معارف وزارت د آی ټي ریاست مسؤول او رئیس. قلمي جهاد او فکري بصیرت: قاري صاحب (رحمهالله) نه یوازې د سنګر مجاهد و، بلکې د قلم، فکر، او تحلیل په میدان کې یې هم بېساری دریځ درلود. د اشغالګرو د فکري یرغل پر وړاندې، د بېلابېلو نشراتي رسنیو (بااحساسه محصلین، نن ټکی اسیا، الاماره او نورو ویب پاڼو) له لارې یې فکري، تحلیلي، او اصلاحي لیکنې خپرولې، چې هدف یې د اسلامي ارزښتونو دفاع او د اسلامي مبارزې فکري بنسټونو پیاوړي کول و. د امریکايي اشغال پرمهال قاري صاحب فرهنګي برخه کې د اسلامي امارت د صف د یووالي ساتلو او په ټولنه او نړۍ کې د استخباراتي کړیو، همداراز د جهاد او اسلامي نظام د مخالفینو لخوا د اسلامي امارت په اړه د خپاره شویو شبهاتو له منځه وړلو او د حقايقو رابرسېره کولو کې خپلې نهٔ هېرېدونکې هڅې کړې. د قاري صاحب قلمي جهادي هلې ځلې یوازې په افغانستان پورې محدودې پاتې نه شوې، بلکې د اسلامي نړۍ مسلمانانو سره یې هم د رسنیو له لارې خپلې ارزښتناکې مشورې، نصيحتونه او تجربې شریکې کړې. د بېلګې په توګه: کله چې د سوریې مجاهدین د فتحې درشل ته نږدې شول، قاري صاحب رحمه الله د نټ له لارې د سوریې مجاهدینو سره د افغانستان د يو مجاهد په صفت په یو لیک کې د سترو فتوحاتو او پرلهپسې بریاوو د مبارکۍ ورکولو په ترڅ کې، د سوریې مجاهدینو سره د اسلامي امارت د بریا تجربې شریکې کړې، چې لله الحمد د سوریې تر جهادي مشرانو پورې ورسېدې. دا لیک په عربي رسنیو کې تر رسنیز کېدو وروسته، د سوریې او نورې اسلامي نړۍ د مجاهدینو او ولس لخوا د مثبت غبرګون او ستاینې سره مخ شو. د دې اوږدې عربي لیکنې ځینې مهم ټکي په پښتو لنډیز سره په لاندې ډول دي: ۱- تر بشپړې فتحې پورې چټک پرمختګ ته دوام ورکړئ، په ځانګړي ډول دمشق ته، موږ ته په تجربې ثابته شوې ده چې یو ځل د دښمن د ماتې بهیر پیل شي بيا نه اودرېږي، په ځانګړي ډول که له مخکې ښه چمتووالی او د پرلپسې پرمختګ پلان ولرو. ۲- د کوچنیو مسایلو پر ځای پر سترو هدفونو تمرکز وکړئ! لکه: د نوي نظام اصول ټاکل، د مشرانو ټاکنه، د عمومي سیاستونو تنظیم، تر ټولو مهم د نظام ثبات د کوچنيو اخلاقي مسایلو څخه مه قرباني کوئ. لومړی فتحه، بیا مدیریت. لنډه دا چې قاري صاحب د امت د معاصر وضعیت ژور درک درلود، د اسلامي نړۍ سیاسي، فکري، او کلتوري مسایل یې له ژور لیدلوري څېړل، او د اسلامي نظام د تطبیق لپاره یې علمي او عملي هڅې کولې. شخصي ځانګړتیاوې: تواضع او د خلکو زړونو ته لار موندل قاري صاحب (رحمهالله) یو متواضع، حليم، مهربان او صمیمي انسان و، د تواضع له لارې یې د خلکو زړونه ګټلي وو، د دې حديث مصداق و چې رسول الله ـ صلی الله علیه وسلم ـ فرمایلي: «مَنْ تَوَاضَعَ لِلَّهِ رَفَعَهُ اللّه» يعنې څوک چې د الله لپاره تواضع اختیار کړي، الله به یې لوړ کړي. هغه له تکبر څخه ځان لرې ساته، تل به یې هڅه کوله چې له خلکو سره د عاجزۍ، محبت او اخلاص له مخې چلند وکړي. په کوچنیانو یې شفقت کاوه، د مشرانو یې درناوی کاوه، او د عامو خلکو سره یې داسې رویه درلوده لکه د خپلو خپلوانو سره، کله به چې چا د هغه ستاینه کوله، عاجزي به یې غوره کړه او خپل هر ښه عمل یې د الله توفیق باله، د هغه دې ځانګړتیا د خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای پيدا کړی و، او هر څوک به ورسره په مینه او اخلاص راڅرخېدل. همداراز، قاري صاحب به تل هڅه کوله چې د خپلې تواضع له لارې د خلکو زړونو ته لاره پیدا کړي، که څوک به ورسره ناست و، هغه به د مقام یا شتمنۍ له مخې نه ارزوه، بلکې د تقوا، اخلاص او ښو اخلاقو ته به یې ارزښت ورکاوه. دا صفت یې نه یوازې د ملګرو ترمنځ محبوب کړی و، بلکې عامو خلکو ته یې هم د ورین تندي او حسن تعامل درس ورکاوه. علمي بحثونه او فکري بصیرت قاري صاحب (رحمهالله) د استدلال او منطقي بحثونو مینهوال و، د علمي بحثونو او فکري مناظرو ځانګړی شوق يې درلود، اکثره ملګري یې علماء ول، چې علمي بحثونه به یې ورسره کول او استدلال به یې خوښاوه، همدې لپاره به یې ملګري خپل کور ته رابلل ترڅو په علمي مسایلو کې ژورې څېړنې وکړي. مجلسونه به يې د علم او معرفت په رڼا روښانه ول، دا چې ژوره فقهي مطالعه یې درلوده، په خپلو علمي مجالسو کې به یې د فقهاوو اقوال او نظریات وړاندې کول، او د معاصرو ستونزو په اړه به یې د فقهاوو نظریات تحلیلول. د هغه دا هڅه د دیني مسایلو د دقیق فهم په موخه وه. ترڅو علمي موضوعات وڅېړل شي او د دیني مسایلو په اړه ژور فهم ترلاسه کړي او د امت د ستونزو حل لارې ومومي، په دې توګه به یې خپل علمي افق پراخاوه. یو فکري، علمي، او جهادي مکتب قاري سيفالله (رحمهالله) یوازې یو شخص نه و، بلکې یو فکري، جهادي، او علمي مکتب و، چې ځانګړې ځانګړنې یې درلودې: په دیني علومو ژور مهارت – د فقهې، حدیث، تفسیر، او اصولو پراخ فهم. معاصر بصیرت – د امت ستونزو ته یې د اسلامي حللارو وړاندیزونه کول. د جهاد او علم یووالی – د علم، فکر، او مبارزې دریځ یې تل یو موټی ساتلی و. د امت دردمن شخصیت – د اسلامي ارزښتونو د ژغورنې لپاره یې ځان وقف کړی و. اجتماعي اصلاح – د ټولنې د ستونزو د حل لپاره یې نه یوازې نظریات وړاندې کول، بلکې په عمل کې یې هم د عدالت او اصلاح لپاره هلېځلې کولې. سیاسي درک – د امت د سیاسي وضعیت له ژور تحلیل سره یې تل هڅه کوله چې د امت د آزادۍ او عزت لپاره واضح او عملي لارې چارې ولټوي. د صبر او زغم بېلګه قاري صاحب به په مجلسونو کې هر ډول سختې خبرې په حوصله اورېدې، او په نرمه لهجه به یې ځواب ورکاوه، ترڅو د مقابل لوري قناعت حاصل کړي او غوسه یې سړه شي، که چا به ورته هرڅومره سخته خبره کوله، په ځان یې بده نه لګوله او نه به غوسه کېده. که به یو څوک په احساساتو کې شو او سختې خبرې به یې ورته وکړې، دهٔ به په سړه سینه، ښه اسلوب او نرمه لهجه ځواب ورکاوه، هم به یې قناعت ورکړ او هم به یې د هغه غوسه ختمه کړه. د رسول الله (صلیاللهعلیهوسلم) دا حدیث یې په عمل کې پلي کاوه: «لَیْسَ الشَّدِیدُ بِالصُّرْعَةِ، إِنَّمَا الشَّدِیدُ الَّذِي یَمْلِكُ نَفْسَهُ عِنْدَ الْغَضَبِ» (روه البخاري) ژباړه: پیاوړی هغه نه دی چې په زور سره خلک راوغورځوي، بلکې پیاوړی هغه دی چې د غوسې په وخت کې خپل نفس کنټرول کړي. د ضاله فرقو پر وړاندې کلک دریځ قاري صاحب (رحمهالله) د ضاله فرقو او خوارجو په وړاندې کلک دریځ درلود، هغه به په خپلو مجالسو کې د دې ګمراه ډلو زیانونه په مستند او مدلل ډول بیانول، ترڅو د دوی اصلي څېرې خلکو ته روښانه کړي او مسلمانان د هغوی له شر څخه په امن کې وساتي. قاري صاحب به د قرآن او سنتو په رڼا کې د دې ډلو انحرافات او بدعتونه په ګوته کول، او د اسلامي امت د یووالي او سلامتۍ لپاره به یې د هغوی په وړاندې د هوښیارۍ او احتیاط سپارښتنه کوله، د هغه رحمه الله دا هڅې د اسلامي عقیدې د ساتنې او د مسلمانانو د فکري او عملي انحرافاتو څخه د ژغورنې په لاره کې مهمې وې. د مشرانو عزت او پر کشرانو شفقت د خپلو مشرانو درناوی یې کاوه، د هغوی نصيحتونه يې اورېدل او د هغوی د تجربو ارزښت يې درکاوه، همداراز، پر کشرانو يې شفقت کاوه، هغوی ته به يې په مهرباني لارښوونې او نصيحتونه کول، او د دوی استعدادونه به یې روزل، ترڅو د امت لپاره وړ او صالح اشخاص ترې جوړ شي. ملګرتیا، وفاداري او صله رحمي قاري صاحب د ښو اخلاقو څښتن و، چې د ملګرتیا بنسټیز اصل دی، نرمخویه او د ښه تعامل څښتن و، چې ملګرو به ورسره د آرامۍ احساس کاوه، د خپلو ملګرو خير غوښتونکی او احترام کوونکی و، په خپلو وعدو کې ورسره تل صادق و، د ملګرو نظر ته یې په درنه کتل، که څه هم ځیني وخت به يې د چا له نظر سره توافق هم نه درلود؛ خو په نرمه لهجه به يې خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کول، ترڅو هغوی په خپلو کړنو کې اصلاح راولي. د هغه ورین تندی چې له اخلاص او مينې ډک و، د ملګرو زړونه خوشحالول او د ملګرتیا دوام یې تضمیناوه. په خپلو کړنو کې يې توازن او معقولیت درلود، چې د ملګرو لپاره د باور وړ ګرځېدلی و. هغه له خپلو ملګرو سره په فکري او نظري برخو کې یووالی درلود، چې د اړیکو پیاوړتیا سبب ګرځېده. هغه به خپلو ملګرو ته د هغوی د ښو صفاتو یادونه کوله، ترڅو په خپلو ښو کړنو کې ثابت قدمه پاتې شي. هغه به د خپلو ښېګڼو یادونه نه کوله، بلکې په پټه به یې خیر رسولو ته دوام ورکاوه. د ملګرو د خپلمنځي اختلافاتو په صورت کې به يې د حل مناسبې لارې لټولې، ترڅو یې ترمنځ اړیکې پیاوړې پاتې شي. قاري صاحب (رحمهالله) خپلو ملګرو سره وفادار و، د دوی احوال به یې اخیست، او د ضرورت پر مهال به یې ورسره مرسته کوله، د جهاد په دوران کې به يې د خپلو ملګرو په غیاب کې د هغوی کورنیو ته پاملرنه کوله، چې کوم ملګری به يې د جهادي خدمت لپاره په سفر ولاړ، د هغه د کور حال به يې اخیست او د اړتیاوو پوره کولو کې به یې تر خپلې وسې هڅه کوله، که څه هم ملګري به ورته د خپل کور په اړه سپارښتنه هم نه وه کړې، د هغه دا چلند د اسلامي اخوت او وفادارۍ یوه روښانه بېلګه وه، چې د ملګرو تر منځ یې د باور او محبت فضا رامنځته کوله. قاري صاحب (رحمه الله) نه يوازې د ملګرتيا او وفادارۍ په ارزښت ښه پوهېده، بلکې له خپلو خپلوانو سره يې تل صله رحمي کوله، د خپلو خپلوانو ملګرو او مجاهدينو د احوال پوښتنه يې لازمي ګڼله، د هغوی په خوښيو او غمونو کې شريک و، او تر خپلې وسې يې د هغوی د ستونزو په حل کولو کې هڅه کوله. مېلمه پالنه – د اخلاص او ورورولۍ ښکلی مثال قاري صاحب (رحمهالله) د مېلمه پالنې صفت کې ځانګړی مقام درلود، هغه به مېلمنو ته د تود هرکلي ترڅنګ، د عزت اخلاص، او محبت ډک استقبال کاوه، د ده کور به د هر راغلي ميلمه لپاره د شفقت ورورولۍ او سخاوت یوه ښکاره نښه وه، هم به يې د مېلمنو فزيکي ارامتیا ته پام کاوه او هم به يې د هغوی زړونه په نرمو خبرو، اخلاص او صميمت تسخيرول. د جهاد سختو کلونو کې چې ډېرو خلکو د امنيتي اندېښنو له امله مجاهدينو ته د مېلمستیا دروازې تړلې وې؛ خو د قاري صاحب کور بيا تل د هغوی لپاره پناه ځای و، د ده کور د ميلمه پالنې، ورورولۍ او ايثار يوه داسې روښانه نمونه وه چې د هر مسافر او مجاهد زړه ته يې تسل ورکاوه، نه يوازې دا چې دهٔ به مېلمنو ته پخپله درناوی کاوه، بلکې د کورنۍ هر غړی يې د مېلمنو خدمت ته چمتو ولاړ و. د سفر غوره ملګری قاري صاحب (رحمهالله) د سفر پر مهال یو غوره ملګری و. د سنګر او حج په سفرونو کې یې په خپلو ملګرو پوره پام کاوه، د ملګرو آرامتیا لپاره به يې پخپله منډه تړله کوله، او د کشر په څېر به يې په اخلاص د ملګرو خدمت کاوه. ما سره یې په سنګر کې ډېرې شپې او ورځې تېرې کړې، او همدارنګه د حج په مبارک سفر کې، سره له دې چې زموږ د استوګنې ځایونه یو له بل څخه لرې وو، قاري صاحب به زموږ د حال پوښتنه کوله او اړیکه به یې ټینګه ساتله، د هغه دا چلند د اسلامي اخوت او ملګرتیا یوه روښانه نښه وه، چې په هر حالت کې به یې د خپلو ملګرو ملاتړ او مرسته کوله. اصلاح او د خیر غوښتنه د خلکو اصلاح لپاره یې نه ستړې کېدونکې هڅې کولې، د خلکو هدایت ته یې کار کاوه، او د خیر لارښوونه یې مهمه ګڼله، د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) حديث دی: «مَنْ دَلَّ عَلَى خَيْرٍ فَلَهُ مِثْلُ أَجْرِ فَاعِلِهِ» (ژباړه: څوک چې د خیر لارښوونه وکړي، د هغه لپاره د عمل کوونکي په څېر اجر دی)، تل به يې هڅه کوله چې خلک نېکۍ ته وهڅوي او د بدیو څخه یې منعه کړي. نصيحت او مشوره: قاري صاحب (رحمهالله) خپلو ملګرو ته ډېر نصیحتونه او ارزښتناکې مشورې ورکولې، د شل کلن جهاد په دوران کې يې د خپلو مشرانو او ملګرو لپاره ارزښتناکې مشورې او لارښوونې وړاندې کولې، هغه په ځانګړې توګه په تخنیکي مسایلو، نظامي تکتیکونو او د دښمن له خطرونو څخه د ځان ساتنې په لارو چارو کې مهارت درلود. د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته که څه هم قاري سیفالله (رحمهالله) د معارف وزارت په چوکاټ کې ډېر بوخت او مصروف و، خو بیا یې هم خپلو جهادي ملګرو ته ځانګړې پاملرنه کوله، هر کله به چې کوم ملګري ته مهمه او سخته دنده وسپارل شوه، قاري صاحب به په پوره اخلاص او صداقت خپلې تجربې، مشورې، او معلومات ورسره شریکول، ترڅو هغه دنده په بریالیتوب، امانتدارۍ او اخلاص ترسره کړي. د هغه دا ځانګړتیاوې ښیي چې نه یوازې په علمي او اخلاقي برخو کې مخکښ و، بلکې په نظامي او اداري چارو کې یې هم ځانګړې وړتیاوې لرلې، چې د خپلو ملګرو لپاره یې د بریا او پرمختګ سبب ګرځېدې. ټولنيز خدمتګار قاري صاحب (رحمهالله) د علم او جهاد تر څنګ، د ټولنې د اصلاح لپاره هم نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کولې، د بېوزلو، یتیمانو او مظلومانو لاسنیوی یې د خپل ژوند مهم اصل ګڼلو، د تعلیم، اخلاقو، او ديني تربیې د عامولو لپاره یې هلې ځلې کولې، ترڅو راتلونکی نسل د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ وروزل شي. یوه تاریخي اړتيا: قاري صاحب (رحمهالله) یو داسې شخصیت و چې د علم، فکر او جهاد په ډګرونو کې یې بېساري خدمتونه ترسره کړي، د هغه د ژوند او کارنامو په اړه یوازې یوه عادي مقاله بسنه نهکوي؛ بلکې اړینه ده چې د هغه فکري او جهادي میراث د راتلونکو نسلونو لپاره د الهام سرچینه وګرځي. ای کاش! موږ د خپلو علمي او فکري شخصیتونو ارزښت د هغوی په ژوند درک کولی، دوی زموږ د ټولنې فکري او معنوي ستنې دي، او په ژوند کې يې قدرداني کول زموږ دنده ده؛ خو له بده مرغه موږ ډېری وخت دا ارزښت هغه مهال درک کړو چې هغوی زموږ له منځه تللي، او بیا یوازې د “ای کاش…” په څېر دردناک فریادونه کوو، دا زموږ لپاره یو درس دی چې د خپلو علمي او جهادي شخصیتونو په ژوند کې د هغوی قدرداني وکړو او د هغوی میراث وساتو. د فراق درد او وروستۍ شېبې: په دې فاني دنیا کې هر ژوندی د بقاء لپاره ټاکلې موده لري، او قاري صاحب هم د الهي تقدیر پر اساس، د ۱۴۴۶ هـ ق د شعبان میاشتې پر ۱۶مه، چې د ۱۴۰۳ هـ ش د سلواغې له ۲۷مې سره سمون خوري، د شنبې په ورځ، د کابل ولایت خوشحال خان مېنې اړوند قمبر څلورلارې ته څېرمه په خپل کور کې وفات شو. إنا لله وإنا إليه راجعون. د جنازې لمونځ یې د وفات په سبا ورځ د پغمان اړوند د زرشاخ کلي په پلارنۍ هدیره کې، د نوموړي د پخواني ملګري د بهرنيو چارو اداري معين ډاکټر محمد نعیم په امامت د زرګونو علماوو، مجاهدینو او عامو خلکو په ګډون اداء شو. له تدفین وروسته يې یو شمېر علماوو د جنازې ګډونوالو ته په خپلو ویناوو کې د تسلیت تر څنګ، د مرحوم قاري صاحب د ژوند او آند پر مهمو اړخونو رڼا واچوله او د هغه علمي هڅې او جهادي خدمتونه يې وستایل او د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو يې قدرداني وکړه. الله تعالی دې قاري صاحب رحمه الله ته جنت الفردوس نصیب کړي، او موږ ته دې د هغه د استقامت، علم، او بصیرت په لاره د تګ توفیق راکړي. آمين. اللهم اغفر له وارحمه، وأسكنه فسيح جناتك.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.