نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
جبريل سعد موده وړاندې د اسلامي امارت مشرتابه عاليقدر أميرالمؤمنين حفظه الله د ديني جامعاتو او تخصصاتو د همغږۍ درې ورځني سيمينار د دعائيې وروستۍ ناستې ته په وينا كې د تل په څېر بياهم ديني عالمانو، چارواكو او مجاهدينو ته لارښوونې او سپارښتنې درلودې، د فرمانونو پر پلي كولو او د مشرانو پر اطاعت […]
جبريل سعد موده وړاندې د اسلامي امارت مشرتابه عاليقدر أميرالمؤمنين حفظه الله د ديني جامعاتو او تخصصاتو د همغږۍ درې ورځني سيمينار د دعائيې وروستۍ ناستې ته په وينا كې د تل په څېر بياهم ديني عالمانو، چارواكو او مجاهدينو ته لارښوونې او سپارښتنې درلودې، د فرمانونو پر پلي كولو او د مشرانو پر اطاعت يې ورته ټينگار وكړ او د خپلو خبرو په تنوع كې يې د اوس پر غوښتنه د اسلامي نظام، اسلامي امارت او د هغه د فرمانونو په ښه توگه د پوهاوي رامنځته كولو او پلي كېدو كې د ديني عالمانو پر رول، مؤثريت او شرعي مسئوليت خبرې وكړې او هغوی يې خپل دغه مسئوليت او رول ته متوجې كړل او ويې هڅول. نوموړي له خپلو وزيرانو او د اسلامي امارت له كابينې هم خوښي څرگنده كړه، ويې ستايل او د مجاهدينو په گډون ټول ولس ته يې د ځان په څېر د دوی د اطاعت او درنښت لارښوونه وكړه. أمير المؤمنين چې موږ لوستلی اورېدلی؛ د ديني او سياسي درايت او پوهې څښتن او د مجاهدينو، ولس، سيمې او نړۍ پر ملي او سياسي نبض او تبه پوه شخص دی او له اړوندو پرېكړو او څرگندونو يې دغه حيثيت ښه څرگندېږي. هغه چې د لوی ملاصاحب رح او تر دې ځايه پرې راغلي د اسلامي امارت فكري او جهادي مسير پر تقدس او سپېڅليتيا بشپړ باور او ورته ژمنتيا لري؛ هر وخت مسئولين، مجاهدين او ولس هم سپېڅلتيا ته را بولي او د غوره مواصفاتو پر لرلو په ځان كې د تقدس او سپېڅلتيا را پيدا كولو لارښونې، سپارښتنې او پرې ټينگار كوي. د اشغال پر وړاندې جهاد كې ياد مسير په ډېره ښه توگه تعقيب او رالنډ كړل شو او د هغه جهاد شهكارانو لا تراوسه اسلامي نظام ته هم پر خپل تقدس او سپېڅلتيا روح او سا ور كړې، ځكه نو أميرالمؤمنين څه په خوشې او چټي وټي له دوی خوښي نه ښيي، نه يې ستايي او نه يې د كومې بې پرواهۍ له مخې د داسې مطلق اطاعت او درنښت لارښوونه كوي، د هغه خوښي، ستاينه او د اطاعت او درنښت لارښوونه ډېره درنه، ارزښتمنه، له لوړې بيې برخمنه او ژوره ريښه لري. نو داسې هم نشي كېدای چې نوموړي دې دغه دروندوالی، ارزښت او بيه بې ځايه او هسې چټي وټي ټاكلې او پرې كړې وي، بلكې دا مانا چې پر كوم مسير، د كومو وينو او قربانيو په ور كولو او د كومو ارمانونو په تعقيب كې چې هغوی اسلامي امارت تر دې ځايه رارسولی دی؛ ډېر سپېڅلي او له تقدس څخه برخمن و چې دوی اوس هم ورته ژمن او همغه سپېڅلتيا او تقدس يې خوندي ساتلی دی، واك-ځواك وركې كوم تغير نه دی راوستی، هماغه تقدس چې د جهاد روح يې پرې ساته؛ اسلامي نظام هم پرې ژوندی ساتي، له أمله يې هم ترې خوښ او د ستاينې وړ او هم د اطاعت او درنښت وړ دي. د مجاهدينو او چارواكيو تقدس او سپېڅلتيا چې د جهاد او اسلامي نظام روح او ژوند دی؛ د پنځېدنې او له خپل دغه حيثيت سره سم ځای نيولو لپاره يې د امير المؤمنين دغه لارښوونې او سپارښتنې د هغو له غوښتنو سره سم پر ځای كول مهم دي او پر همدې موخه هغه او ځيني دغه مشران هم د دغې سپېڅلتيا او تقدس د پنځېدو او پر مټ يې د هماغه مسير په ښه ډول تعقيبولو لپاره ځان ته د كشرانو پر را نږدې كولو ټينگار لري. د ديني، فكري، فرهنگي، جهادي او تاريخي اړخونو په درلودلو سره د ياد مسير تقدس پېژندنه د هېواد په اړه د سياسي درايت پر ملتيا ديني پوهې، د لرغوني اسلامي او جهادي افغانستان او افغانانو له تاريخي او فرهنگي شالد سره بلدتيا، دلته د هر قشر پر نبض جلا پوهېدنې او په پوهاوي ترسره كولو كې يې د يو داعي په څېر مهمو خويونو ته ته اړتيا لري او كه له يوې خوا دا د ديني عالمانو او پوهمينې طبقې ځانگړنه ده چې بايد ويې لري، له بلې خوا په اسلامي او افغاني ټولنه كې تر بل هرچا د وجاهت څښتن او په درنه سترگه هم همدوی كتل كېږي او له نظام او ولس دواړو سره پر اړخ لرلو تر ټولو قشرونو ور پراخه طبقه ده، نو ځكه په دې تړاو ډېر مسئوليت هم د ديني عالمانو او پوهمينې طبقې او رول يې هم مهم او اغېزمن دی. دوی به هر قشر ته خپل ځای ور پېژني، اسلامي نظام او منونكي، غوښتونكي او پرې پلي كېدونكي ولسونه به سره نږدې كوي، د ولس غږ به چارواكو او په نظام كې اړوندو مراجعو ته رسوي، د اسلامي نظام پر پرېكړو او سياستونو به ولس ته قناعت ور كوي، د دواړو ستونزې به ور په گوته كوي او د اصلاح به يې په هره بيه هلې ځلې كوي، مسئولينو ته به د ولس او ځوانانو له منځه اهليتونه او د نظام په ليكو كې ناأهلۍ ورپېژني او… په ټوله كې اوس تقريباً د هرڅه په اړه دوی مسئوليت لري چې تر ټولو يې لومړی د ياد مسير تعقيبول، د مشرتابه لارښوونې او سپارښتنې عملي كول او بيا اخلاص، د نيت اصلاح او له الله تعالی څخه يې توفيق او مرسته مهمه ده چې د مطلوبې سپېڅلتيا او تقدس عنصر را منځته كوي. د اسلامي امارت او مشرتابه ستايليو مشرانو په مسير او قاموس كې د ځان ښودنې او شعارونو په نوم څه نه شته. د امام ابوحنيفه رح خلكو خپل منځ كې ستاينه كوله چې هغه ټوله شپه پر عبادت بوخته تېروي، امام صاحب يې له اورېدلو وروسته بيا نه ويده كېده، ترڅو داسې نه چې پر څه ستايل شوی، هغه په ده كې نه وي، نو د ستاينې او ترې له خوښۍ څرگندونې وروسته به مجاهدين لا زيات اطاعت او سپېڅلتيا ته متوجې كېږي او بيا د مسلمان حاكم او مشر اطاعت او درنښت بايد هغسې وي لكه د مور-پلار فرمانبرداري چې له څو صورتونو يې يوازې يو صورت بشپړه او غوره فرمانبرداري او اطاعت گڼل كېږي او هغه دا چې په هر څه كې د مور، پلار او مشر خوښي، خوشالي، هوساينه او اطاعت ووينو؛ نو كه ممكن وي او پر خپل سر يې ترسره كول كومه ستونزه نه را منځته كوي او نه هم کومه سرغړونه گڼل كېږي، بلکې په یقیني توگه د دوی په تبه جوړ وي، نو له وينا، امر او فرمانه يې هم مخكې مخكې مو ترسره او ورنغد كړی وي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.