له دښمن څخه د خیر تمه بې ځایه ده!

سليمان سعيد غلجی په دې کې شک نشته چې نن سبا مسلمانان په ډېر کمزوري حالت کې دي، زور او ځواک نه لري او ټول واک له کفارو سره دی. ملګري ملتونه، امنيت شورا او دغه شان نورې ټولې نړیوالې ټولنې د کفارو ايجاد او د هغوی په کنټرول کې دي، مسلمان پکې هيڅ برخه […]

سليمان سعيد غلجی
په دې کې شک نشته چې نن سبا مسلمانان په ډېر کمزوري حالت کې دي، زور او ځواک نه لري او ټول واک له کفارو سره دی. ملګري ملتونه، امنيت شورا او دغه شان نورې ټولې نړیوالې ټولنې د کفارو ايجاد او د هغوی په کنټرول کې دي، مسلمان پکې هيڅ برخه او واک نه لري، مګر له دې سره سره بيا په ټوله اسلامي نړۍ يې منلې؛ چې د دغو کفري ټولنو له قوانينو او غوښتنو به هيڅ ډول سرغړونه نه کوي او همدا «نړيوال اصول» دي!
دا دی پر موږ او ټولو اسلامي هېوادونو يې ډول ډول بنديزونه لګولي او خپلې نامشروع غوښتنې راباندې تحميلوي، خو په دې خبره سوچ په کار دی چې موږ ته کومه لاره راپاتې؟ موږ څه وکړو…؟
نو ځواب يې دا دی چې موږ د خپلو ديني لارښوونو او خدای راکړي عقل پر اساس مجبور او مکلف يو چې د خپلې دفاع، خودکفايي او پرمختګ په اړه فکر او کار وکړو. الله تعالی او رسول الله صلي الله عليه وسلم په ډېر صراحت او بار بار پوهولي يو، چې کفار زموږ ابدي دښمنان دي، هيڅکله زموږ دوستان کېدلی نه شي او مسلمانان بايد له کفارو څخه د هيڅ خير تمه ونه لري، نو پس له دې هم چې موږ ځان له دوی سره ملګری ملګری کوو، دا زموږ بې عقلي ده. هغوی زموږ پرمختګ نه غواړي، بلکې هڅه يې دا ده چې د ژوند په هره برخه کې مو ښه وځپي او بالآخره وروستی ارمان يې دا دی چې په ګرده نړۍ کې يو مسلمان هم ونه ويني.
موږ بايد د ژوند په هره برخه کې پرمختګ وکړو، اسلام د وروسته پاتې والې نه، بلکې د پرمختګ، دنياوي او اخروي کاميابي او بشپړ برياليتوب دين دی. نو په هيڅ برخه کې بايد کفارو ته محتاج ونه اوسو، موږ د هغوی هيڅ نظريې او قانون ته اړتيا نه لرو، د خودکفايي او ځان بسياينې لپاره بايد کار وکړو. کله مو چې د نورو له احتياجه ځان خلاص کړ او په هره برخه کې د خود کفايي حد ته ورسېږو، بيا به کامياب او سرلوړی ژوند لرو.
خو په ياد ولرئ! چې له خودکفايي پرته د عزت ژوند نه شو کولی، کفار زموږ دښمنان دي او له دښمن څخه د رحم غوښتنه لوی حماقت دی. دا چې نن موږ څوک په رسميت نه پېژني، بنديزونه يې راباندې لګولي او زموږ شتمني يې کنګل کړې ده، لامل يې دا دی چې نه زور لرو او نه د دوی په غوښتنو او اصولو برابر يو. خدای مه کړه، که د هغوی د بې دينۍ او غلامۍ غوښتنې مو ومنلې، په هماغه ورځ مو په رسميت پېژني. خو دا چې موږ شل کاله د اسلامي نظام د نفاذ لپاره قربانۍ ورکړې دي او په هيڅ صورت له اسلامي ارزښتونو نه تېرېږو، بيا نو يوازې د زور لاره راپاتې…!
او د زور موندلو لپاره خودکفايي شرط ده، لومړی بايد خپله غله له خپل هېواده پوره کړو، تجارت او صنعت ته بايد پوره پوره توجه وکړو، په نظامي برخه کې بايد په خپلو پښو ودرېږو، مجهز، روزلی او قوي پوځ بايد ولرو. همداراز تر ټولو مهمه دا ده چې تعليم عام کړو، د ديني تعليم تر څنګ عصري تعليم فرض دی. الله تعالي فرمايي:( واعدو لهم…). او د اسلامي امت د اوسني زوال لومړۍ وجه همدا ده چې مسلمانانو عصري تخنيک ته شا کړې ده، مسلمانان تر هغه کامياب وو چې طب، تخنيک او نظامي برخې ته يې هم پوره پوره توجه کوله. هغه مهال به د اروپا ځوانان اسلامي نړۍ ته د تعليم او تخنيک د زدکړې لپاره راتلل، خو افسوس چې نن…!
نو خلاصه دا چې له دښمن څخه د خير تمه کول ډېر لوی حماقت دی، موږ بايد د بې ځایه هيلو پر ځای عملي کار وکړو او خپل ځان په خپله ورسوو، بايد پر دې خبره ښه سر خلاص کړو چې نه په نړۍ کې بشردوستي شته، نه قانون او اصول، دا ټول هسې درواغ او د اسلامي امت د ويده کولو او دوکه کولو لپاره ايجاد شوي. کله چې موږ دښمن؛ د دښمن په توګه وپېژاند او بيا مو د مقابلې لپاره تابیا ونيوله، بس همدا زموږ د کاميابي پيل دی!
ځکه خو د رسميت پېژندنې لپاره هم چندان هڅه او توجه نه ده په کار، بلکې موږ بايد ځان ورسوو او پرمختګ وکړو، کله مو چې پرمختګ وکړ، په رسميت پېژندنه خپله صورت نيسي!
البته که سياسيون مو د رسميت پېژندنې، بنديزونو ختمولو او نړيوالو سره د اړيکو جوړولو لپاره په حکمت او تدبير کار کوي، ډېر ښه ده، مګر ټول ملت او حکومت بايد د رسميت پېژندنې تر وخته لاس تر زنې پاتې نه شو، بايد کار وکړو، له وخت څخه استفاده وکړو او له هر فرصت څخه کار واخلو!
يا رب! توفيق…!