فکري جګړه او ځوان نسل

حمزه الیاس  د ملتونو د دایمي تسخیر او له جګړې پرته د هغوی د نیولو لپاره فکري جګړه تر عسکري جګړې ډېره مؤثره تمامه سوې ده. تاریخ ثابته کړې چي پوځي تسلط تر هغو دائمي نسي پاتې کېدلای؛ تر څو چې فکري فتحې د عسکري فتحې ځای نه وی نیولی. فکري تسخیر د عسکري تسخیر […]

حمزه الیاس 

د ملتونو د دایمي تسخیر او له جګړې پرته د هغوی د نیولو لپاره فکري جګړه تر عسکري جګړې ډېره مؤثره تمامه سوې ده. تاریخ ثابته کړې چي پوځي تسلط تر هغو دائمي نسي پاتې کېدلای؛ تر څو چې فکري فتحې د عسکري فتحې ځای نه وی نیولی.

فکري تسخیر د عسکري تسخیر په خلاف د تل او یا د اوږدې مودې لپاره وي، په تېرو دوو لسیزو کې چې صلیبيانو د امریکا په مشرۍ پر افغانستان یرغل کړي وو، دوی غوښتل چي افغانستان اشغال او افغانان د آزادۍ او ډیموکراسۍ په غولوونکو نومونو غلامان وګرځوي.

خو الحمد لله صلیبيانو ته په افغانستان کي نظامي ‏ماتې ورکړل شوه؛ خو له بده مرغه چې په فکري تسخیر کې یو څه کامیاب سول او افغانستان یې یرغمل کړ، دوی ولاړل؛ خو ځوان کهول یې تر خپل واک لاندې راوست. د صلیبيانو کلتور، رواج، عنعنات او فکري مزاج یې پاتي سو؛ نو له همدې امله نن ځوان کهول نه غواړي، چي اسلامي قانون ته غاړه کېږدي او پر ځان یې عملي کړي. تاسو به ډېره موده وینی، چې هلکان او نجونې مظاهرې کوي او د ”زموږ حق راکړئ، موږ د کار کولو حق غواړو“ شعارونه ورکوي.

اسلام هر چا ته په اسلامي چوکاټ کې خپل حق ورکړی دی، ‏ځوان نسل غواړي چي اسلامي امارت داسې حق ورکړي، څنګه چي مړې ډیموکراسۍ ورکړی و.

پرون ډیموکراسي پلوو غوښتل، چې د عاشقۍ نړیواله ورځ ونمانځي؛ خو الحمد لله چې د اسلامي امارت ځواکونو د دې کار مخنیوی وکړ.

‏دا ټول د صلیبیانو د فکري استعمار پاتي شوني، رواجونه، عنعنات او کلتور دی، چې دا شل کاله یې د افغانستان د ځوان نسل په سرونو کې ور پیچکاري کړی دی.

د یو ادنی خیرخوا په توګه که ووایم، له قلموالو او مبارزینو څخه مې دا هیله ده، چې شپه او ورځ خپل تاند قلمونه د فکري جګړې او د ځوان نسل له استعمار څخه د خلاصون لپاره وکاروي؛ تر څو راتلونکي نسلونه له فکري غلامۍ څخه آزاد سي.

په همدې هیله.