نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
قاري عبدالستار سعید د اسلام له راتګ وړاندې د انسانانو د تعارف او هویت کوډ قوم، ژبه، رنګ، سیمه یا نژاد و. اسلام دا ټول بتان مات کړل، انسانان یې د اسلامي اخوت په رشته سره وروڼه کړل او د بهترۍ معیار یې تقوا وټاکه. له دې سره قوم، ژبه، رنګ او نژاد ناچله سیکه […]
قاري عبدالستار سعید
د اسلام له راتګ وړاندې د انسانانو د تعارف او هویت کوډ قوم، ژبه، رنګ، سیمه یا نژاد و. اسلام دا ټول بتان مات کړل، انسانان یې د اسلامي اخوت په رشته سره وروڼه کړل او د بهترۍ معیار یې تقوا وټاکه. له دې سره قوم، ژبه، رنګ او نژاد ناچله سیکه شوه. د ملت ــ دولت له مرحلې وړاندې به که د نړۍ په هر کونج کې له چا وپوښتل شول چې څوک یې؟ دا یې نه ویل چې عرب، افغان، بنګالی، ترک یا نور. بلکې اول ځواب به یې دا و چې.«مسلمان» ځکه د هویت او تشخص معیار دین و، نه نور تشخصات. په اروپا کې د وستفالیا له تړون او د ملت ــ دولت د نظریې له تعمیم سره اروپایي استعمارګرو اسلامي خاورو ته هم د جاهلانه تعصباتو تخم راوړ. عرب یې د ترکانو خلاف تحریک کړل او د اسیا او افریقا ولسونه یې په قومي کرښو وویشل. له دې سره کرار کرار یو ځل بیا جاهلانه تعصباتو په اسلامي امت کې سر راپورته کړ. په افغانستان کې د جاهلانه عصبیتونو بحث په لومړي ځل کمونیستانو ګرم کړ، خلق او پرچم چې په دیني اخوت یې باور نه درلود، خپلمنځي سیالیو او تربګنیو یې له قومي تعصباتو سرچینه اخیسته. د کمونیزم له سقوط وروسته چې کمونیستان له بیلابیلو جهادي تنظیمونو په خاص ډول ( حزب او جمعیت) سره یو ځای شول، له ځانه سره یې دغه اور هغو مجاهدینو ته هم وروړ چې تر پرونه یې ځانونه یوازې مسلمانان بلل او په دیني اخوت یې باور درلود. له دې سره ځیني جهادي مشران په قومي تعصباتو کې ډوب شول، په همدې عنوان یې جګړې پيل کړې او کابل یې د همدې جګړو په اور کې لولپه کړ. خبره دې ته نږدې وه چې افغانستان هم په همدې کرښو سره وویشي. خو د الله تعالی فضل و چې د طالبانواسلامي تحریک راپورته شو، د اسلامي اخوت شعار یې پورته کړ او یو ځل بیا یې د قوم، ژبې، تنظیم، نژاد او سمت په نوم د جاهلي تعصباتو بتان مات او افغانان سره وروڼه وروڼه کړل. د افغانستان په وروستي تاریخ کې اسلامي امارت یوازینی خوځښت دی چې هیڅ ځای او هیڅکله ترې نه صراحتا او نه اشارتا د قومي، لساني یا نژادي تعصب قول یا فعل لیدل شوی دی. اسلامي امارت به مختلف النوع دښمنان لري، خو زما په نظر تر ټول بدترین دښمن یې شاید هغه وي، چې په دې پاک، اسلامي صف کې د تعصب خبره مطرح کوي. جاهلانه عصبیت هغه فتنه وه چې زموږ د مؤمن ولس پخوانی جهاد یې بدنام، د جهاد رهبران یې فاسد او د یو نیم میلیون شهیدانو د وینه ثمره یې په اوبو لاهو کړه. دا پیغمبري ارشاد باید همیشه په یاد ولرو چې: يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَلَا إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ وَإِنَّ أَبَاكُمْ وَاحِدٌ ، أَلَا لَا فَضْلَ لِعَرَبِيٍّ عَلَى أَعْجَمِيٍّ وَلَا لِعَجَمِيٍّ عَلَى عَرَبِيٍّ وَلَا لِأَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ وَلَا أَسْوَدَ عَلَى أَحْمَرَ إِلَّا بِالتَّقْوَى. رواه أحمد
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.