شهیدد ملا اختر محمد منصور تقبله الله په اړه یوه لنډه خاطره

مهاجر فراهي ١٤٤٤/١١/٣/ سپوږمیز ١٤٠٢/٣/٢/ لمریز کال اسلامي امارت د سترو قربانیو محصول دی، ددې سپيڅلې صف پر هر فرد راغلي ناخوالي تر تصور لوړي دي، په ځانګړې توګه د اسلامي امارت پر هغه مشرانو چې د رهبرۍ په کچه کې وه، د امریکایانو په تورلیست کې وه او د غلیم تر سخت څار لاندي […]

مهاجر فراهي

١٤٤٤/١١/٣/ سپوږمیز
١٤٠٢/٣/٢/ لمریز کال

اسلامي امارت د سترو قربانیو محصول دی، ددې سپيڅلې صف پر هر فرد راغلي ناخوالي تر تصور لوړي دي، په ځانګړې توګه د اسلامي امارت پر هغه مشرانو چې د رهبرۍ په کچه کې وه، د امریکایانو په تورلیست کې وه او د غلیم تر سخت څار لاندي وه.

تاسو به د شهید ملا اختر محمد منصور تقبله الله د زړه ورتیا، سیاسي درایت، او ځیرکتیا په اړه ډېر څه اوریدلي وي، هغه یو بې جوړې رهبر وو، هغه په ډېرو سختو حالاتو کې د اسلامي امارت د ځواکونو لارښود پاتې سو او
هغه ددې صف د وحدت لپاره داسي کوټلي او پاخه اساسات وضعه کړل چې تر ډېره به یې اغېز پاتې وي،
ددې صف د انسجام او استحکام لپاره یې ډېري سختي په ځان ومنلې او بالآخره یې ځان ورته په سرو لمبو کې لولپه کړ.

زه د هغه په اړه یوه وړه خاطره تاسو ته راوړم، تاسو به قیاس وکړئ چې پرهغه څومره ستونزي او مشکلات تېر سوي او دا هرڅه ده د خپل دین، هیواد او استقلال لپاره تحمل کول.

د اسلامي امارت په صف کې یو مخکښ قومندان او د بلخ ولایت اوسني والي *”حاجي یوسف وفا”* چې تر فتوحاتو وړاندي یې د امریکایې اشغالګرو او د دوی د متحدینو په خلاف د سختو جګړو رهبري کړې او تر ډېره به عملا د جګړو په ساحه کې موجود وو، هغه د فراه، ارزګان، غزنې او کندهار د والي په توګه د مبارزې په ډګر کې لویې کارنامې ثبت کړې، د هیواد په ختیځ کې یې د داعش د رېښو په ایستلو کې مهم ګامونه واخیستل.

محترم وفا د شهید امیرالمؤمنین ملا اخترمحمد منصور په اړه ماته خپله یوه خاطره داسي بیان کړل: یو وخت مي د شهید منصور تقبله الله سره تر ډېره مجلس وکړ، پر ډېرو مهمو مسائلو سره وږغېدلو کله چې مو مجلس خلاص کړ، زما سره وسائل نه وو، نو منصور صاحب شهید خپل موټر سایکل را و ایست زه یې تر شا کښېنستلم چې ما خپل ځای ته ورسوي.

پر لاره یو بل موټر سایکل په مخه راغلی په ډېر سرعت کې را روان وو او زموږ په موټر سایکل کې و موښت، زموږ موټر سایکل چپه سو، زه یې لیري و غورځولم، چې را پاڅېدلم په حال کې وم یواځي مي یوه پښه لږ خوږ سوي وه
کله چې مي منصور صاحب ته پام سو هغه پروت وو، بې هوښه سوی وو او په ځان نه وو خبر، نو بیا مي ژر ژر کوم وسایط را پیدا کړ او منصور صاحب مي کلینک ته انتقال کړ، ډاکټرانو ورته لومړنۍ طبي مرستي پیل کړي، ډېر وروسته په هوښ کې راغلی سترګې یې پرانیستلې او پوښتنه یې وکړه، زه چیري یم او دا کوم ځای دی، نو مي ورته وویل دا کلینک دی.

تاسو ددې یوې وړې پیښي څخه معلومولی سئ چې مشرانو څومره خوارۍ او ستونزي تحمل کړي، دا هرڅه یواځي ددې لپاره دوی زغمل چې د الله پر ځمکه د الله نظام حاکم سي، هیواد مو خپلواک او مستقل سي، چې دادی د دوی وېنو، خولو، ستومانیو او نه ستړي کېدونکو هڅو رنګ راوړی او اوس موږ د یوه خپلواک، اسلامي، مستقل هیواد څښتنان یو.

د دوی روحونه دي ښاد وي
او موږ ته دي رب د دوی پر یون د تللو توفیق راپه برخه کړي.