شمالي ۱۱ ولايتونو ته د عالقيدر اميرالمؤمنين حفظه الله ۱۴ ورځنی سفر!

عبدالرحيم ترين د ا.ا.ا له درې کلن کيدو سره د اسلامي نړۍ زعيم عالقيدر اميرالمؤمنين حفظه الله ولایتي سفرونو ته دوام ورکړ او دا ځل یې د تير شل کلن د غربیانو په مټ او پيسو چاغ شویو ولايتونو ولسونو او ځايي امارتي مسؤلینو سره ولیدل. شیخ له هغو ۱۱ ولايتونو څخه لیدنه وکړه چې […]

عبدالرحيم ترين
د ا.ا.ا له درې کلن کيدو سره د اسلامي نړۍ زعيم عالقيدر اميرالمؤمنين حفظه الله ولایتي سفرونو ته دوام ورکړ او دا ځل یې د تير شل کلن د غربیانو په مټ او پيسو چاغ شویو ولايتونو ولسونو او ځايي امارتي مسؤلینو سره ولیدل.
شیخ له هغو ۱۱ ولايتونو څخه لیدنه وکړه چې تيرې دوې لسیزې يې سیاسي واک طلبو ټيکه دارانو د همدې خطې د تجزيې او ځانګړي د بادارانو پر مټ د نوي هيواد جوړونې او افغانستان د تجزيې نغارې ډنګولې.
دې ولایتونو ته په سفرونو کې په ټولو هغو ویناوو او ليدنو کې عالقيدر اميرالمؤمنين حفظه الله کومه داسې د غچ، زور او انتقام خبره ونکړه.
هغه د شمالي ولايتونو ځايي وګړي اسلامي اخوت، ملي يوالي او د اسلامي نظام ملاتړ ته را وبلل.
شيخ صاحب په لومړي ځل د هيواد په رسمي دوو ملي ژبو خبرې ترسره کړې، چې د وحدت او یووالي په برخه کې دا ستر اقدام ده.
عالقيدر اميرالمؤمنين هغه ټول افوهات، ناسم تبلیغات او ادعاوې غلطې ثابتې کړې، چې د اسلامي نظام رهبري یې د تښتيدلو په ادعاوو سره تر کندهاره او يا هم پښتون ميشتو سیمو پورې منحصره او مختص کړې وه.
د عالقيدر اميرالمؤمنين دې سفر په غربي نړۍ کې د میشتو هغو غلامو وګړو هغه ادعاوې هم دروغ ثابتې کړې، چې اميرالمؤمنين شتون نه لري، له ولس څخه پټېږي او يا هم د ده په ځای بل څوک شتون لري.
عالقيدر اميرالمؤمنين دې ۱۴ ورځني سفر کې د ټولنې له بيلابيلو قشرونو او اشخاصو سره لیدنې وکړې، نوموړي عام ولس او علماء يوالي او د اسلامي نظام ملاتړ ته را وبلل او امارتي مسؤلینو ته یې په بيا بيا يې د ولس د خدمت، صادقانه کار او بې له کوم توپير د خدمت ترسره کولو لازمې سپارښتنې وکړې.
شيخ صاحب ددې سیمو وګړو او سيميزو ولسونو ته په واضحه توګه د ژبنيو، سمتي او قومي تعصباتو د لمنځه وړلو او په اسلامي نظام کې يې د نشتون لارښونې او بيا بيا تاکيد ترسره کړ.
د اسلامي نړۍ دې زعيم ثابته کړه، چې دلته تعصب، قوميت او سمت پالنه اهميت او برتري نه لري‌.
ددې خطې او ټولې نړۍ مؤمنان په تقوا، عبادت او خدمت سره د بهتر والي په کټګوريو وېشل کيږي.
همدارنګه شیخ صاحب شمالي ولايتونو ته دې اوږد سفر ترسره کولو سره د افغانستان په وروستۍ نيمه پېړۍ کې د ټولو مشرانو او افغانستان واک چلوونکو ريکارډ ور مات کړ، ځکه د افغانستان د وروستيو پنځوسو کلونو د واک درلودونکو په قطار کې څوک داسې نه شي ثابتولای چې کوم واکمن مشر دې، ۱۴ ورځنی سفر ۱۱ ولايتونو ته ترسره کړی وي.