نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
م. جمیل باور د څلويښتو کلونو اوږده موده کې د بې دريغه قربانيو په بدل کې د پرديو له تسلط او ځواک څخه د خپل هيواد ازادي او خپلواکي او دغه راز د خپلواک اسلامي نظام جوړښت يوازې د څو محدودو کلونو او يا يوازې د اوسنيو خلکو لپاره نه دی، هغوی خپلې وينې د […]
م. جمیل باور
د څلويښتو کلونو اوږده موده کې د بې دريغه قربانيو په بدل کې د پرديو له تسلط او ځواک څخه د خپل هيواد ازادي او خپلواکي او دغه راز د خپلواک اسلامي نظام جوړښت يوازې د څو محدودو کلونو او يا يوازې د اوسنيو خلکو لپاره نه دی، هغوی خپلې وينې د تلپاتي او خپلواک اسلامي نظام لپاره نذرانه کړي دي، هغوی په دې هيله مرګ ته غاړې ورکړي، چې زموږ نسلونه بايد پيړۍ-پيړۍ خپلواک او د اسلامي نظام ترچتر لاندې ژوند وکړي. اوس چې الحمدلله افغانستان خپلواک اسلامي نظام لري او د شهيدانو وينو رنګ راوړی، موږ ټول ديني او اخلاقي مسئوليت او دنده لرو، چې په ټول توان د دې نظام او هيواد د پايښت او بقا لپاره کار وکړو. هغوی چې پانګې او دولت لري، بايد په ټول توان هيواد کې پانګونه وکړي، د قلم او وينا خاوندان بايد د عامه پوهاوي له لارې د نظام او ملت ترمنځ د يووالي او اتحاد لپاره کار وکړي. مسلکي او تخنيکي کادرونه بايد ددې پر ځای چې پرديو هيوادونو کې د يو لړ شخصي امتيازاتو په بدل کې د ذلت او سپکاوي کار وکړي، په خپل هيواد کې خدمت او هيواد جوړونې ته مټې رابډوهي، دولت هم بايد په دې برخه کې خپل مکلفيتونه او مسئوليتونه سرته ورسوي. دا ټولې لارې چارې که څه هم مهمې دي، خو د يو څه وخت لپاره د نظام د ساتنې او باقي پاتې کېدو کار ورکولی شي، څو کاله وروسته چې کله د نظام اوسني مشران، کارمندان او عمله زموږ په منځ کې شتون ونه لري، طبيعي ده، چې د نظام واګي به ځوانان او راتلونکي نسلونه په لاس کې اخلي. د نظام د بقا او پايښت لپاره د لنډمهالو لارو چارو سربيره بايد موږ پر اوږد مهالو لارو چارو او پاليسيو هم کار وکړو، په دې برخه کې د نويو نسلونو سالم تعليم او روزنه له ټولو مهمه ده. که موږ غواړو چې له ډېر وخت تېرېدو وروسته دې هم په افغانستان کې اسلامي او خپلواک نظام حاکم وي، بايد له اوسه د نويو نسلونو د سالمې روزنې او زده کړو لپاره شپه او ورځ کار وکړو. که غواړو چې شل/پنځه ويشت کاله وروسته دې د نظام واګي د داسې خلکو لاس ته ولويږي، چې فکر، عقيده او ليدلوری يې له اسلامي اساساتو سره سم رغول شوي وي، په عصري علومو کې هم ښه مهارت ولري او وکړای شي د اسلامي حکومت نماينده ګي وکړي، بايد سر له ننه د همدغسې بشري ځواک په تيارولو کار وکړو. که خدای مه کړه، يو څه وخت وروسته د نظام د چارو واګې يو ځل بيا په فکري لحاظ د لوېديځ او ديموکراسۍ غلامانو ته په لاس ورځي، ډېر مسئوليت به يې د نسلونو په سالمه روزنه او هغوی ته د زده کړو د سالم چاپيريال د نه برابروونکو پر غاړه وي. موږ بايد د اسلامي نظام د پايښت لپاره له نن ورځې پانګونه وکړو. لنډه دا چې نويو ځوانانو او نسلونو ته د زده کړو سالم چاپيريال رامنځته کول نه يوازې د هغوی حق او د ټول ملت غوښتنه ده، بلکې د اسلامي نظام د بقا او پايښت لپاره له ټولو غوره او مهمه لاره ده. په دغو زده کړو کې يوازې پر ديني لوري تمرکز زموږ ستونزې نشي حل کولی، بلکې اړتيا ده، چېپر ديني زده کړو سربېره عصري زده کړو ته هم ډېره پاملرنه وشي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.