راځئ ! همت وكړو !!

جبريل سعد يو عادي، عام او سليم الطبع انسان ته د هغه په دننه كې خدای ج د هغه هرڅه معنوي وړتيا وركړې چې په خپل مدني ژوند كې هغه ورته اړتيا لري، ورسره د دغو اړتياوو د پوره كولو اسباب او توكي (مادي وړتيا) هم وخت په وخت ورته برابروي او بيا هغه ته […]

جبريل سعد
يو عادي، عام او سليم الطبع انسان ته د هغه په دننه كې خدای ج د هغه هرڅه معنوي وړتيا وركړې چې په خپل مدني ژوند كې هغه ورته اړتيا لري، ورسره د دغو اړتياوو د پوره كولو اسباب او توكي (مادي وړتيا) هم وخت په وخت ورته برابروي او بيا هغه ته د خپلې وړتيا او د غو توكو د يو ځای كولو، په كار اچولو او ورڅخه د خپلې اړتيا پوره كولو چل او لارې چارې هم ورښيي او پرې د راتلونكې لپاره يې روزنه كوي. دغه ښوونه او روزنه انسا ن د عقل او پوهې په هغه قوه ترلاسه كوي چې خدای ج پرې لږه زياته پيرزو كړې وي.
د سترگو، غوږونو، پوزې، دماغ، حس او… له بېلابېلو لارو او گودرو دغه ښوونه او روزنه د انسان پوهې ته راځي او بياچې خدای ج هغه ته د وركړې وړتيا او اسبابو په كار اچولو چل ور ښيي؛ په لږ وخت كې ډېرې اړتياوې او بیا بيا يې ور پېښوي چې ځيني وختونه سړی د خپلې ټولنې نورو وگړو ته هم پكې اړ كېږي او ورته مدنيت ويل کېږي. همداسې په لږ وخت كې ډېر څه ور وښيي او پرې ويې روزي چې ور سره پوهه او د هغې دركات هم پاخه او انسان يې عادي او اموخته شي، په ځان باور ترلاسه كړي او بيا تل د خپلو اړتياوو د پوره كولو تدبير په اسانۍ سره كوي او کولی يې شي.
د بيلگې په توگه: پر انسان د لوږې راوستلو سره خدای ج هغه خوراك ته اړكړي، د خوراك برابرولو هغه وړتيا او اسباب چې د ده په واك كې يې وركړي؛ پرې د خپلې خدای ج ور كړې پوهې په رڼاكې به يې دی په خپله په كار اچوي چې همت ورته وايي، نو كله چې يې همت وكړ؛ د خوراك اړتيا يې هم پوره شوه او د بيا لپاره يې تدبير ورته اسان شو. خو كه انسان د خدای ج ور كړې وړتيا او اسباب په كار وانه چوي، نو دا بې همتي شوه او پر بې همتۍ سره هيڅ وخت چابرياليتوب نه دی ترلاسه كړی.
يو تنكی ماشوم چې لا پر ولاړېدو او پل اخيستو نه وي عادت؛ لويانو ته گوري چې هغوی څنگه ولاړېږي او گرځي؟. دېته پر پام هغه هم په ځان كې د گرځيدلو وړتيا او په خپلو پښو د دريدلو اړتيا ويني، بيا-بيا هڅه كوي او هرځل پرځي، نه يوازې پرځي، بلكې په كلكه سطحه، له پورته څخه لاندي او اوبو، خاورو او خځلو كې را غورځي، له ستونزوسره مخ كېږي او ژړوي يې چې بيا يې لويان ارام او د خوړلي ټپ درملنه كوي.
خو له دې ټولو سربېره بياهم ماشوم همت له لاسه نه ور كوي، له قوي مورال سره بيا بيا هڅه كوي چې پر خپلو پښو ځان ودروي او نور يې په غيږكې ونه گرځوي. اخېر هم پر خپلو پښو روان شي او بيا له خپل همت او مورال څخه دومره خوښ وي چې ټوله ورځ ترپېږي، خو ستړی كېږي نه. د همت او مورال دغه ستره معجزه هرڅوك، هر وخت او هر ځای ليدلای شي، ودې گوري چې كوم يو ماشوم له كومې نړيوالې او بين المللي ادارې دغه زدكړې كوي؟ لا د دغه باچا غرور خو د خپلې مور غېږه هم نه مني، پردۍ ورته ښكاري، پكې ژاړي او ترې د ازادۍ هڅه كوي.
نو له وړوكتوب وروسته اوس موږ د تاندې ځوانۍ او غښتلو مټو څښتن ولې هغه همت چې په وړوكتوب مو درلود؛ له لاسه ور كړو او د پرديو غېږې ته ځان ور غورځوو؟ ! موږ همت نشو كولای چې خپل ځان او له لارې يې خپله بشپړه ټولنه هم پر پښو ودروو؟ خپلې ټولنې ته په خپله كار وكړو، چارې يې فعالې او منظمې كړو او له بېوزلۍ او پرديو ته له اړكېدو ځان ازاد كړو؟.
دا وروسته له هغه چې زموږ ټولنې د تمدن لومړی مقام درلود او اروپا، امريکا او بشپړ لوېديځ يې لا تر اوسه پوروړی دی، نو ايا بيا هم موږ خپل لومړني تمدن ته د بېرته ور گرځيدو اړتيا، وړتيا او ځواك په ځان كې نه وينو او كه يې چاره نه ليدله كېږي؟ نه !  بلكې زمو ځوانانو همت او خپلې ټولنې ته كار نه دی كړی.
هو! دا يو حقيقت دی چې د انسان ژوند له كړاو څخه خوندي  نه دی، هرڅوك د خپل ژوند په اوږدو كې له رنگا رنگ ناخوالو سره مخ كېږي. له بل لوري خدای ج انسان مدني تبه پيداكړی دی، د يوه فرد كړاو يې لويه ټولنه هم اغېزمنوي، او بیا د نن سبا اسلامي ټولنه چې هر فرد يې له كړاو سره لاس اوگرېوان دی؛ له شك پرته چې په لوړه كچه زيان يې ليدلی، خو پر وړاندې يې همت نه دی بايللی.
اسلامي ټولنه یعنې پېړۍ وړاندې د تمدن او تكنالوجۍ هغه سمبول چې د نن سبا لوېديځ يې لا تر اوسه ځان پوروړی بولي او وروسته له هغې چې د امپراطوريو او كودتاوو په زور د هغې افرادو ته كړاو ورسيد او ټوټه ټوټه شوه؛ وخت په وخت له نن څخه نږدې ۵ پيړۍ وړاندې اروپا پورې شاته لاړه او زموږ د ځوان او نوي نسل له خپل اسلامي تاريخ، كارنامو او شاهكاريو څخه د ناخبرۍ او د خپل كلتور او تهذيب په چوكات كې له سالمې روزنې د بې برخې كېدو يواځينی، لوی او مركزي لامل وگرځيد. زموږ ټولنې د كار او داسې خلك له لاسه وركړل چې د هغې ټولې چارې فعالې، منظمې او خپلواكې وساتي او د پرديو د لاسوهنو  مخه ډب كړي، څو له تاريخ څخه د ناخبره قشر له لارې مو ټولنه نور له پرمختگ څخه را ونه گرځي.
خو له نېكه مرغه زموږ د وخت ديني عالمان او د پوهمينې طبقې خلك پرلپسې په دې هڅه او كوښښ كې دي چې ځوان نسل مو ويښ او د هغوی پام مو خپل سرشاره اسلامي تاريخ ته واړوي، پخپله د خپلې ټولنې د چارو سمبالولو او په خپل واك كې د ساتلو وړتيا وركې پيدا كړي، په ناپوهۍ او ناخبرۍ كې د بايللي تمدن  د بيا لاسته راوړلو لارې چارې، رمزونه او رازونه ور په گوته كړي، له تنزل څخه يې بېرته د تمدن په لور مخ واړوي او ورسره دا هم عملاً ور وپېژني چې كه د تمدن پر هغو لاروچارو غور وكړو چې پر مټ مو يې څو پېړۍ له مخه درلود، نو دا اوس څو پېړۍ وروسته يې هم درلودلای شو.
موږ د يو عالمگير الهي نظام پيروان او له همدي نظام څخه سرچينه اخيستونكي ديوبندي فكر او مكتب لارويان يو. زموږ چاپېر د معاصر كفر گڼ شمېر افكار او مكتبونه شته، نو راځئ ! همت وكړو !. په دې برخه كې همت يعنې دا چې د نړيوالې اسلامي ټولنې په توگه يوازې موږ تمدن درلود او پرې يوه متمدنه ټولنه يادېدلو، خو چې د گڼو لاملونو په رامنځته كېدو مو هغه وبايله؛ بايد بېرته يې ترلاسه كړو. خدای ج موږ ته د دې مادي وړتياوې په واك را كړې دي او د پر كار اچولو لپاره يې فکري، فرهنگي او تبليغاتي، سياسي، پوځي، پوهنيزې او تربيوي، اقتصادي، انكشافي، رغنيزي او… ټولې اړتياوې همدا مهال پر يو ځای را پېښې كړې او بيا بيا پېښېدونكې دي.
د پوره كولو يې چې خدای ج كومې مادي وسيلې او وړتياوې په واك كې راكړې؛ هغه به يې په اړه د خدای ج راكړې پوهې او زموږ د مدني ژوند معنوي وړتياوو په رڼا كې پر كار واچوو، خو چې انسان په فطري ډول مدني تبه دی؛ حتمي پكې د هرې برخې كار كونكي د بلې هغو ته اړ كېږو او د دې انساني فطرت په غوښتنه د ټولو برخو كاركونكو تر منځ همپالنې او همغږۍ ته سره رسېږو چې همداسې په لنډ وخت كې ټولو برخو كې ډېر پرمختگونه را منځته كېږي، كار كونكي يې ډېر څه زده كوي، پوهه او د هغې دركات يې پخېږي، پر ځان او خپلو پرمختگونو باور ترلاسه كوي او بيا تل پر اسانۍ سره د خپلو اړتياوو تدبير په خپله كوي.
ورپسې به ځوان كول پرې را ويښ كړو، خپلو اولادونو او ځوان نسل ته به د خپل كلتور او ثقافت په چوكات كې له پوره تابيا او تلوسې سره تربيه او روزنه ور كړو، له خپل سرشاره تاريخ سره به يې بلد كړو چې چيرته په ناپامۍ د كوم كفري مكتب او پردي فرهنگ په لومه كې ونه نښلي. دا به همت شي او پر مټ به يې له پوره شعور سره خپل تمدن او د هغه سرشاره تاريخ ته ور وگرځو او له دې لويې هستې به بېرته برخمن شو، په بل هيڅ ډول نشو كولای پرمختگ وكړو، يوه متمدنه او پرمخ تللې ټولنه شو او يايې هم برخه وگرځو.