راځئ نن مو خوشحاله کړم!

سعيد غلجی الحمدلله؛ ګران هېواد مو د صلیبیانو له نظامي يرغل څخه ازاد شو، دښمن مو مات کړ او هېواد مو په امن شو. خو په عموم کې جګړه پای ته نه ده رسېدلې او نه به ورسیږي، ځکه د حق او باطل جګړه به تر قیامته جاري وي. موږ یوازې خپله خاوره د صلیبیانو […]

سعيد غلجی
الحمدلله؛ ګران هېواد مو د صلیبیانو له نظامي يرغل څخه ازاد شو، دښمن مو مات کړ او هېواد مو په امن شو. خو په عموم کې جګړه پای ته نه ده رسېدلې او نه به ورسیږي، ځکه د حق او باطل جګړه به تر قیامته جاري وي.
موږ یوازې خپله خاوره د صلیبیانو له نظامي یرغل څخه ازاده کړه، خو په تعليمي، سیاسي، اقتصادي، فکري او تبلیغاتي برخو کې اوس هم عملاً له ټولې نړۍ سره په جګړه او مقابله کې ښکېل یو.
صلیبیانو له نظامي ماتې وروسته؛ فکري او تبلیغاتي جګړې ته یو ځل بیا شدت ورکړ، حتی تبلیغات یې کاملاً نا معقول او هیجاني حالت ته ورسېدل، چې تر شا یې د دښمن ناکامي او وارخطایي په واضح ډول محسوسېدله.
په یاد به مو وي، چې د دوی رسنيو به سهار، بېګا دا ډول خبرونه تکرارول، چې راتلونکی ژمی به دومره میلیونه ماشومان له سختې یخنۍ ومري، دومره میلیونه به له خوارځواکۍ او دومره میلیونه نور افغانان به له لوږې ومري، ښایي راتلونکی پسرلی جګړې زور واخلي او افغانستان یو ځل بیا په داخلي جګړو کې ښکېل شي. په همدې هیله یې تش په نوم مقاومتي باغیانو او داعشي خوارجو ته خورا زیات تبلیغات وکړل. خو الحمدلله؛ څو ژمي او پسرلي تېر شول، نه څوک له یخنۍ مړه شول، نه له لوږې او خوارځواکۍ او نه مو په هېواد موجوده امنیت اخلال شو.
بلکې اسلامي امارت د خپلو هېوادوالو د اذهانو د سکون په خاطر امريکا غږ، ازادي او نورو شیطاني رسنیو راډیويي او تلویزیوني نشرات او ویب سایټږنه هم ور بند کړل، تر څو خلک له بې ځایه تشویشونو او اندېښنو بې غمه او د سکون او خوشحالۍ ژوند وکړي.
خو دا چې په په ټولنیزو رسنیو کې بیا هم فعالیت کولای شي، نو اوس هم کرۍ ورځ د افغانانو د ځورولو، وارخطا کولو او اندېښمن کولو لپاره درواغجن او نا معقول پروپاګند او زهرجن تبليغات کوي، باقي زموږ خپله خوښه ده چې نشرات یې ګورو او که بلاک کوو یې؟
که د دوی نشرات مو اورېدل، نو تل به وارخطا او اندېښمن یو او که نه مو اورېدل نو خوشحاله او آرام ژوند به کوو.
راځئ د دوی د جعلي نشراتو پر ځای خپلې دولتي رسنۍ وڅارئ او په سړو مغزو فکر وکړئ، چې موږ د جمهوریت په نسبت کومې خوا ته تللي یو، شاتګ مو کړی، که پرمختګ؟
نو حقیقت دا دی، چې الحمدلله؛ په ټولو برخو کې مو خورا زیات، جدي او بنسټيز پرمختګ کړی.
 امنيت:
پخوا مو هېواد اشغال ؤ، د الله تعالی او د هغه د رسول (صلي الله علیه وسلم) دښمنان مو په هېواد کې حاکمان وو، زموږ اسلامي نظام یې نسکور کړ او پر ځای یې خپله ناولې دیموکراسي پر موږ راتپله، زموږ مقدساتو ته یې توهین کاوۀ، ازادي یې راڅخه سلب کړې وه، زموږ پر هېوادوالو یې نيمه شپه وحشي چاپې اچولې، کورونه، مساجد او مدارس یې بمبارول، زموږ مظلوم هېوادوال یې تر پلڅرخي، باګرام او ګوانتنامو ورسول، به ټول هېواد کې نا امني وه، د هیچا سر، ناموس، مال او عزت په امن نه وو، هېواد کې یو ډول ملوک الطوایفي وه، انارشیزم ؤ، هرې سیمې خپل لنډغر او زورواکان درلودل، د کابل ادارې هیڅ خبره نه چلېدله، حتی خپلو والیانو، وزیرانو او قومندانانو یې خبره نه منله، خو اوس د الله تعالی پر فضل خپل واک، اختیار او کامل استقلال لرو، هیواد کې مو صلیبي یرغلګر نشته، پاک او سپېڅلی اسلامي نظام حاکم دی، نه زورواکان شته، نه لنډغر او نه کوم بل غل او غدوی. د هر افغان سر، مال او ناموس په امن دی، ټول هېواد کې بشپړ امنیت دی، هر افغان چې هر ځای وغواړي؛ په آرام زړه سفر کولی شي. پس له څلورو لسیزو یو ځل بیا په ټول هېواد کې واحد، قوي او مرکزي نظام قائم دی او هیچا ته د خپلسري، ظلم، زورواکي او بغاوت اجازه نشته.
 اقتصاد:
د اقتصاد په برخه کې مو دومره پرمختګ کړی، چې د پرديو مشروطو مرسو پر ځای، اوس له خپلې ملي بودجې څخه دولتي مصارف هم اجراء کيږي او د هېواد په ګوټ، ګوټ کې د لويو او وړو بنسټيزو پروژو کارونه هم روان دي.
حقيقت دا دی چې ټولنې او هېوادونه هغه وخت پرمختګ کوي او خودکفايي تر لاسه کوي، کله چې مجبور شي، نو اوس موږ هم مجبور يو. مجبوريت که له يوې زاويې بد حالت دی، خو له بلې زاويې مجبوريت د انسان د همت او پرمختګ باعث هم ګرځي.
هاغه کيسه به مو اورېدلې وي، چې يو سپين ږيري پلار خپل زوی د لرګيو راوړلو لپاره غره ته ولېږه، زوی يې ورته وويل: پلاره! چې لرګي را جمع کړم، نو دغه لوی پېټی به سورلۍ ته څوک راسره پورته کوي؟ پلار یې ورته وويل: هلته مجبور اکا شته، هغه يې درسره پورته کوي. زوی يې غره ته ولاړ، کله يې چې خس، خاشاک را جمع کړل، نو مجبور اکا يې ډېر ولټاوه، نارې يې ورته وکړې، خو هيڅوک يې پيدا نه کړل، آخر يې خپله هڅه وکړی او خپل پېټی يې سورلۍ ته پورته کړ. کور ته چې راغی، نو پلار ته يې ګيله وکړه، چې هلته خو مجبور اکا نه ؤ! پلار يې وويل: نو آخر دې څنګه کړ، چا درسره پورته کړ؟ زوی یې وویل: اخر مې خپله پورته کړ! پلار يې ورته وويل: همدا مجبوراکا مې ياداوه!
نو اوس موږ هم مجبور يو، د پخوانۍ ادارې اويا فيصده معاشات له خارجي مرستو اجراء کېدل، چې په حقيقت کې د ګران هېواد د يرغل قېمت ؤ، انکشافي بودجه خو يې يو مخ بهرنۍ وه، ځکه خو يې بنسټيزو کارونو ته نه پرېښودل، شل کاله د ډالرو باران ؤ، خو دا چې واک يې نه درلود، نو نه يې د قوشتيپې غوندې ستر کانال باندې کار شروع کړ، نه يې د زرعت په برخه کې هېواد پر ځان بسيا کړ او نه د برېښنا په برخه کې د وارداتي برېښنا له احتياجه خلاص شولو، نه يې د ټاپي پروژې کار پيل کړ او نه د مس عينک ستر کان باندې کار شروع شو، دا ځکه چې هيڅ واک اختيار يې نه درلود، فقط يو د سړکونو برخه کې يې څه نا څه کار وکړ، هغه هم د خپلو اهدافو لپاره، نه د افغانانو د هوسا کولو په خاطر.
اوس دا دی وينو، چې د اسلامي امارت په حاکميت سره، د زراعت برخې خورا زيات پرمختګ کړی، هره ورځ په رسنيو کې د زراعت اړوند د پرمختګ خبرونه تر سترګو کيږي. که خدای کول ډېر ژر به د غنمو په برخه کې په بشپړه توګه د ځان بسياينې حد ته ورسېږو، بلکې کولای شو چې د غنمو صادرات هم ولرو. او غنم تر ټولو مهم خوراکی توکی دی، کله چې په کور دننه لومړني خوراکي توکي ولرې، نو تر ډېره حده به د پرديو له احتياجه خلاص يې، لکه په فارسي کې چې متل دی: کسی که نان می دهد، فرمان می دهد! نو د رښتينې خپلواکي لپاره لومړنی شرط د خپل اقتصاد جوړول او ځان د خودکفايي حد ته رسول دي.
نو الحمدلله؛ تر اوسه مو دومره پرمختګ کړی، چې بودجه مو خپله ده او په خپله بودجه باندې د اقتصادي پرمختګ په موخه لويې او بسنټيزې پروژې روانې دي، چې په بشپړېدو سره به يې د هېواد په اقتصاد کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شي.
د جمهوريت ډالرو داسې مثال درلود، لکه يو څوک چې غرمه چېرته مېلمه شي، ښه پلاوونه، روشونه او کبابونه وخوري، خو بېګا ته هيڅ نه لري او وږی ويده شي. نو هغه ډالر او هغه پيسې زموږ نه وې، اوس موږ هڅه کوو چې د خپل لاس په تڼاکو ځان ته روزي وګټو او له پردي احتياجه خلاص شو.
 ترانزيټ:
الحمدلله، موږ ته الله تعالی داسې موقعيت راکړی، چې له خپله موقيت څخه که سمه استفاده وکړو، نو يوازې د ترانزيټي لارو عوايد هم زموږ لپاره کفايت کوي، کولای شو د منځنۍ اسيا هېوادونه له جنوبي اسيا سره ونښلو. لکه همدا اوس د ټاپي ستره پروژه، چې له ترکمنستان څخه راځي، پر افغانستان تيريږي او بيا پاکستان او تر هغه وروسته هندوستان ته رسيږي. همدغه شان له چين څخه ايران او عربي نړۍ ته هم اسانه او لنډه لاره برابرولی شو. نو دلته دې خدای امن برقراره لري، دغسې ډېرې پروژې پلي کېدلی شي.
 کانونه:
يو بل الهي نعمت قېمت بيه کانونه دي، چې الله تعالي پر موږ خورا زيات لورولي، چې متأسفانه موږ تر اوسه هيڅ استفاده نه ده ترې کړې. خو اوس دا دی د کانونو د استخراج په برخه کې هم د څه نا څه پرمختګ شاهدان يو. د هېواد په شمال سرپل ولايت کې د نفتو د استخراج کار ښه په جدي انداز روان دی، د ډبرو سکرو کانونو استخراج هم جاري دی، له اوږده انتظار وروسته چين هم د مس عينک کان استخراج ته عملاً را وړاندې شو او همدغه شان په وړه سطحه هم د هېواد د داخلي پانګوالو له خوا د هېواد ګوټ، ګوټ کې د کانونو پر استخراج کار روان دی.
 صنعت:
طبيعي ده چې په دومره لوی تحول سره به حتماً د سرمايه ګزاري او صنعت برخه منفي اغېز مومي، خو دا دی د حالت په نورمال کېدو سره بيرته په هېواد کې د سرمايه ګزاري بهير پيل شوی، تاسې به په رسنيو کې وينئ چې د هېواد په داخل کې د مختلفو اجناسو د توليد لويو او کوچنيو کارخانو فعاليت بيل کړی. د صنعتي کارخانو په جوړلو سره له يوې خوا زموږ اقتصاد پرمختګ کوي او خودکفايي ته رسېږو، له بلې خوا زموږ ګڼ شمېر ځوانانو ته په کور دننه د کار، روزګار زمينه برابريږي. نو په دې برخه کې الحمدلله؛ ښه پرمختګ روان دی، خو بيا هم لازمه ده چې واړه او لوی تجاران او سراميه داران لا زياتې هڅې وکړي او د خارجي هېوادونو پر ځای، پر خپل هېواد کې کارونه پيل کړي، د خپل کور په ابادي کې برخه واخلي او د خپلو ځورېدلو هېوادوالو لپاره د يوې ګولې روزي موندلو زمينه برابره کړي.
 اوبه:
يو بل ستر الهي نعمت اوبه دي، الحمدلله افغانستان خورا لوی سيندونه لري، غرونه يې هم پر واورو پوښلي وي او خوړونه يې هم له مستو سېلابونو ډک روان وي، خو روان وي! موږ هيڅ استفاده ترې ونه کړه، که موږ رښتيا وکړو، له همدغو سيندونو څخه دومره برېښنا جوړيږي، چې نه يوازې موږ ته کفايت کوي، بلکې نورو هېوادونو ته يې هم صادرولی شو. خو اوس دا دی موږ خپله پردي برق ته احتياج يو. د جمهوريت په ډالري دور کې د اوبو مهارولو په برخه کې هم کار ونه شو. خو اوس چې خپلواکي راغله او د هېواد بچيان واک ته ورسېدل، متأسفانه اوس دومره پيسې نشته چې لوی لوی بندونه پرې جوړ کړو، خو بيا هم دا دی د اوبو مهارولو لپاره په هره ولسوالۍ کې چيکډيمونه جوړ شول او د ځينو يې چارې روانې دي. همدغه شان هڅه روانه ده چې په لويه سطحه هم بندونه جوړ شي. موږ دوه ډوله بندونه جوړولی شو، ځينې يې يوازې د زراعت لپاره وي او ځينې يې د زراعت تر څنګ د برېښنا توليدلو ظرفيت هم لري. نو دواړه زموږ په ګټه دي، د ولسواليو چکډيمونه چې اکثريت يې د زراعت لپاره اوبه زخيره کوي، هم خورا ګټور بلل کېدای شي. او د وخت په تېرېدو سره به د برېښنا لپاره هم لوی، لوی بندونه ولرو؛ ان شاء الله!
 تعليم:
حقيقت دا دی چې د تعليم په برخه کې هم د خورا زيات پرمختګ شاهدان يو! د پرديو استخباراتي رسنيو پر درواغجنو تبليغاتو او پروپاګند مه غولېږئ. پخوا د هېواد پلازمېنه کابل کې له پوهنتونونو څخه خيالي زده کوونکي فارغېدل او د لسانس او ماسټرۍ اسناد يې تر لاسه کول، د نورو اداري برخو په څېر د تعليم برخه هم له فساد څخه مالامال وه، په اطرافو کې خو حتی خيالي ښوونځي موجود وو. مګر اوس د پوهنې وزارت او لوړو زده کړو وزارت له خوا په خورا جديت تعليمي ادارې څارل کيږي. اوس په هغو اطرافي سيمو کې ښوونځي جوړيږي چې تر اوسه يې نه معلم پېژاند او نه کتاب. همدغه شان په ښارونو کې هم په مسلسله توګه د پوهنتونونو او ښوونځيو درسي بهير ارزول کيږي او د زده کوونکو ستونزو ته لاس رسی کيږي. په عمومي توګه د هېواد اکثرو پوهنتونونو کې د لسانس، ماسټري او دکتورا په کچه نوي پوهنځي او برنامې اضافه شوې دي.
يو بل مهم او اساسي پرمختګ دا وشو، چې اوس مو په تعليمي ادارو کې د پرديو شومې استخباراتي لومې نه پلي کيږي، ځوانان مو په پردي فکر نه روزل کيږي او د خپلو ديني او ملي ارزښتونو په رڼا کې ځوانان تعليم کوي او همدغه ځوانان به د خپلو ديني او ملي مقدساتو او ارزښتونو کلک مدافعين جوړيږي؛ ان شاء الله!
همداراز؛ د ديني مدرسو برخه کې هم خورا زيات پرمختګ شوی، درسونه منظم شوي، د طالبانو علمي سويه تر پخوا ښه شوې او اوس د ديني تعليم تر څنګ، د عصري زده کړو زمينه هم ورته برابره شوې.
 دولتي چوکات:
الحمدلله؛ دولتي چوکاټ خو دومره شفاف شوی، چې له پخوانۍ ادارې سره هيڅ د پرتلې وړ نه دی. پخوا خو دولتي ادارې يو مخ له فساد او رشوت ډکې وې، اوس الحمدلله؛ په هره اداره کې علماء کرام شته، د خلکو خدمت د ثواب مصدر ګڼي، نه رشوت شته او نه غلا. له رسمياتو مخکې دندې ته راځي او بيا تر ماښام او ماخوستنه په خپلو دندو بوخت وي. ډېرې پروسې اسانه شوې او بې ځايه کاغذپراني ختمه شوې. خو په دې برخه کې لا زياته هڅه پکار ده، اصلاً بې ځایه تشکيلاتي پاړسوب د دغې بيروکراسي ستر لامل دی. هدف دا نه دی، چې کارمندان دې بې وظيفې شي، بلکې په نورو ځايونو کې دې پر دندو بوخت شي. داسې ځایونه چې هم دوی پکې مصروف وي او هم يې هېواد ته ګټه ورسيږي. مثلاً د صنعت په برخه کې دې حکومت لويې، لويې کارخانې جوړې کړي، نو هم به مو هېوادوال پکې مصروف وي او هم به د عوايدو سرچنه وي.
خلاصه دا چې په د پرديو استخباراتي رسنيو زهرجنو او درواغجنو تبليغاتو ته غوږ مه نيسئ، هغوی مو دښمنان دي، پر موږ يې ښه ورځ نه ده پېرزو، هغوی د همدې لپاره ګمارل شوي، چې په افغان ولس کې تشويش خپور کړي او خلک نا ارامه کړي. پر موجوده وضعيت شکر وباسئ، ايا هېر مو شول، درې کاله وړاندې څه حال ؤ!؟ نو بايد ناشکري ونه کړو، ځکه چې الله تعالی فرمايي – ژباړه: «که چېرې شکر وباسئ، نو پر تاسې به لا زياته پېرزوينه وکړم او که د نعمت نا شکري وکړئ، نو زما سزا ډېره سخته ده». سورة ابراهيم
ومن الله التوفيق