نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
لیکنه: ح.ن په ۶۰مه لسیزه کې په افغانستان کې د ځمکو د ثبت لړۍ پیل شوه چې د یوې لسیزې په تېرېدو سره ۳۴ سلنه کرنیزې ځمکې سروې او ثبت شوې؛ خو په هېواد کې سیاسي تحولات او د کورنیو جګړو دوام دا چاره ټکنۍ کړه او د وخت په تېرېدو سره د دولتي ځمکو […]
لیکنه: ح.ن
په ۶۰مه لسیزه کې په افغانستان کې د ځمکو د ثبت لړۍ پیل شوه چې د یوې لسیزې په تېرېدو سره ۳۴ سلنه کرنیزې ځمکې سروې او ثبت شوې؛ خو په هېواد کې سیاسي تحولات او د کورنیو جګړو دوام دا چاره ټکنۍ کړه او د وخت په تېرېدو سره د دولتي ځمکو د ثبت او مدیریت مسئله له پامه وغورځېده. د دولتي ځمکو مدیریت ته د تېرو حکومتونو نه پاملرنه د دې باعث شو چې له یوې خوا زورواکو دولتي ځمکې غصب او د شخصي او تجارتي موخو لپاره یې ورڅخه ګټه پورته کړه او له بل پلوه، په هېواد کې د ټولګټو پروژو تطبیق له راز راز ننګونو سره مخ شو چې په پایله کې په هېواد کې پرمختیايي چارې ټکنۍ شوې او د هېوادوالو په ټولنیز او اقتصادي ژوند یې ناوړه اغېزه پرېښوده. د لومړنیو شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې شاوخوا ۴ میلیونه جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده. د دولتي ځمکو د مدیریت لپاره، په وروستیو دوو لسیزو کې د وخت نظامونو د یو شمېر ساختارونو په جوړولو او د یو شمېر حقوقي او تخنيکي اسنادو په ترتیب او تعدیل سره هڅه وکړه، چې د افغانستان د ځمکوالۍ چارو تنظیم تر یوه چتر لاندې را شي ترڅو له دې لارې دولتي ځمکې مدیریت او د پراختیايي او اقتصادي موخو لپاره ورڅخه ګټه پورته شي. خو د دغو کوښښونو سربېره، نه یوازې دا چې په هېواد کې دولتي ځمکې مدیریت نه شوې، بلکې د وخت په تېرېدو سره د غصب لمنه پراخه او د املاکي شخړو کچه په بې ساري توګه لوړه شوه. په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره، د دولتي ځمکو د مدیریت موضوع ته د حکومت پاملرنه زیاته شوه او د یوې ملي مسئلې په توګه د حکومت په لومړیتوبونو کې راوستل شوه. په دې برخه کې د حکومت لا زیاتې پاملرنې د ځمکې د مدیریت مسئله چې له کلونو راهیسې هېره شوې وه، بیا راژوندی کړه او په افغانستان کې د ځمکې د چارو په حقوقي او تخنیکي برخو کې د بنسټیزو اصلاحاتو د راوستلو هڅې وشوې. د افغانستان د زمیندارۍ په ډګر کې د حقوقي او تخنیکي ستونزو حل په افغانستان کې د ځمکې د تنظیم او مدیریت په برخه کې د پلان جوړونې او ملي پروګرامونو او پروژو لپاره ښه فرصتونه برابر کړل. اسلامي امارت د یو شمېر پرمختیایي پروګرامونو په طرحه او پلي کولو سره هڅه کړې چې له دولتي ځمکو څخه د معقولې استفادې او په دې برخه کې د بنسټیزو کارونو د ترسره کولو لپاره ښه شرایط برابر کړي. په هیواد کې د غصب شویو دولتي ځمکو د بیرته راګرځولو بهیر پیلول د اسلامي امارت له اساسي او مهمو کړنو څخه دي. اسلامي امارت په پوره هوډ سره هڅه کوي چې د دولتي ځمکو د غصب ستونزه چې په هیواد کې په یوه سرطاني وبا بدله شوې ده له منځه یوسي او په هیواد کې د انکشافي، اقتصادي او ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره زمینه برابره کړي. د شته شمېرو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې څه باندې ۲۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوې او د ریښتینو هڅو په پایله کې له ۲ میلیونه جریبه زیاته دولتي ځمکه له غصب څخه بېرته راګرځول شوې ده. دا چاره نه یوازې د هېواد د ملي پانګې په ساتنه کې مهمه ده، بلکې په هېواد کې د اقتصادي ودې او عامه هوساینې لپاره به له دولتي ځمکو څخه د اغېزناکه او معقولې استفادې زمینه برابره کړي. د اوسني حکومت دوهم اقدام په هېواد کې په منظم ډول د دولتي ځمکو د ثبت د پروسې پیل دی. اسلامي امارت په دې اقدام سره هڅه کوي چې د هېواد په کچه د دولتي ځمکو د کره احصاییو په ترلاسه کولو سره د املاکي شخړو او ځمکو د غصب ستونزې ته د پای ټکی کېږدي او له بلې خوا د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جذب لپاره زمینه برابره کړي. په دې نوښت سره به د ملي او ټولګټو پروژو د تطبیق بهیر ګړندی شي او په مرکز او ولایتونو کې به د اقتصادي او پرمختیايي پالیسیو او پلانونو د پلي کولو لپاره له ثبت شویو دولتي ځمکو څخه د سالمې استفادې زمینه برابره شي. اسلامي امارت ژمن دی چې د دولتي ځمکو د مدیریت له لارې د انکشافي تګلارو او پلانونو د تطبیق لپاره له دولتي ځمکو څخه د موثرې او معقولې استفادې زمینه برابره او د دولتي ځمکو د انتقال او ثبت بهیر په ګړندي کولو سره په هېواد کې د ټولګټو پروژو د ژر پلي کېدو لپاره لار هواره او ور سره د اقتصادي ودې، کارموندنې، عامه هوساینې او د خلکو په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې کوټلي او څرګند بدلونونه راوستل شي.#
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.