د دمشق فتحه بې ساري پېښه او هر اړخيز وضعيتونه يې لا هم هنگامي دي !!

سعد كټوازی روانه اونۍ منځنۍ ختيځ د ستر تحول شاهد و چې په بشپړ باور راتلونكی او اړوند وضعيتونه به بدل كړي، لا نور تحولات به رامنځته او د ردع العدوان سپېڅليو عملياتو له موخې سره سم به دغه ختيځ د لا ستر نوښت شاهد هم واوسي. د دغه تحول محوري عنصر او لوی ټكی […]

سعد كټوازی
روانه اونۍ منځنۍ ختيځ د ستر تحول شاهد و چې په بشپړ باور راتلونكی او اړوند وضعيتونه به بدل كړي، لا نور تحولات به رامنځته او د ردع العدوان سپېڅليو عملياتو له موخې سره سم به دغه ختيځ د لا ستر نوښت شاهد هم واوسي. د دغه تحول محوري عنصر او لوی ټكی دا و چې د منځني ختيځ پر يو اسلامي هېواد تر ټولو اوږده موده واكمن او پر خپلو خلكو او عامو وگړو تر ټولو مستبد او د ظلم زياتي او وينې تويونې يوازېنی نمونه رژيم په ښكاره يو ناڅاپې، د۱۱ورځو په لنډه موده كې، بشپړ او د نښو نښانو پر شاهدۍ د تل لپاره له منځه لاړ، پر وړاندې يې ۱۳كلنی ولسي پاڅون بريالی شو او د غزې له صهيونيستي نسل وژنې څخه را ولاړ د منځني ختيځ د كړكېچ هوارۍ او د صهيونيستي بلواگرۍ او ترهگرۍ حتمي او قاطع مخنيوي ته يې هيلې زياتې كړې. د تحرير شام جهادي ډلې د خپلو پټو استخباراتي معلوماتو او موندنو پر بنسټ د نورو ډلو او پاڅونوالو په مرسته ردع العدوان عمليات پلان او بيا تطبيق كړل چې لاهم يې بشپړ جزئيات نه دي ور كړل شوي، خو د اټكل شويو انگېرنو او اړوندو ځيني شواهدو له مخې ردع العدوان هم د اقصی توپان په څېر د دښمن د روانو او نږدې وخت كې پلی كېدونكو پټو پلانونو پر وړاندې د مجاهدينو يو ناڅاپه بريد و چې له نوم(د يرغل مخنيوی)څخه يې هم جوتېږي او پر مټ يې په دفاعي حالت كې له راتلو څو گامه وړاندې پر دښمن وار مخكې كړ چې ورسره يې ياد پلان ډېر زر او په بې ساري ډول له منځه يووړ او پر ځای يې دغه تحول رامنځته شو.
تحرير شام جهادي ډله چې د القاعده ډلې په چوكاټ كې په جبهةالنصرة(د شام خلكو مرستندوی محاذ)پر نوم پېژندل كېده؛ لسيزې اوږده مخينه لري او په جوړښت او ريښه كې ښايي د القاعده ډلې همزولې وي. په دغه چوكاټ كې يې د شام په بېلابېلو ولايتونو او سيمو او په ځانگړې حمص، حلب او حماة كې فعاليت او د داعش پر وړاندې كلكه مبارزه وكړه چې پكې د داعشيانو لخوا ترې د حقانيت په ادعا كې مباهله(لوړه)هم واخيستل شوه او سلگونه برجسته ديني عالمان، پوهان او مجاهدين يې داعشيانو په خورا بې رحمۍ په شهادت ورسول او لږ شمېر يې له داعش سره هم يو ځای شول، خو له دې ټولو سربېره او د واكمن مستبد او وينه زبېښونكي رژيم پر وړاندې د جگړې او مقاومت په لومړۍ كرښه كې قرار درلودو سره سره چې پكې د مجاهدينو شهادتونه، اسارتونه او له ليكو جلا كېدل طبيعي خبره ده؛ بيا هم دغه ډله ځواكمنه پاتې او لا ورځ تر بلې د ځواكمنېدو په حال كې وه، څو له القاعده ډلې جلا او د شام لپاره يوه مستقله د هيئةتحرير الشام(د شام د ازادۍ كمېسيون)جهادي ډله شوه. تحرير شام ډلې له يوې مودې راهيسې د يادې مبارزې او مقاومت ترڅنگ د يو تيت او پرك نظام په ډول چې په كوردننه د المعارضةالسورية(د سوريې اپوزيسيون)پر نوم پېژندل كېده؛ د امكاناتو پر تناسب او اندازه ولسونو ته خدمات هم وړاندې كول چې مشري يې محمد البشير پر غاړه درلوده.
ابو محمد الجولاني چې خپل نوم يې احمد الشرع دی او د تحرير شام ډلې مشري كوي؛ روان جهادي او سياسي موقف يې له ډلې، مبارزې او مقاومت او يوې نيمې لسيزې اوږدې ماضي څخه له پخوا هم بشپړ څرگند دی، د شام خلك يې له نږدې پېژني او وروستيو ردع العدوان بريمنو عملياتو څخه يې لا ښه پېژندلی او بشپړ درك كولی شو. نوموړي ردع العدوان عمليات په ناڅاپۍ سربېره ډېر ښه، په اغېزمن ډول او په حكمت سره رهبري هم كړل او د چټكو پرمختگونو په لړ كې يې اړوند خورا پر ځای او پر وخت لومړيتوبونه وټاكل چې د عملياتو اوږدېدو او ناوړه پېښو رامنځته كېدو مخه يې ونيوه. د دغو عملياتو پر مهال د تحرير شام د رهبرۍ نورو غړو پر گډون او همغږۍ جولاني هم پرلپسې په جريان كې واوسېد او خپله يې جگړه رهبري كوله. او د رژيم د ځواكونو تسليمۍ او د تېښتې په حال كې يې نه تعقيبولو، بې وسلې كولو او ورسره نرمۍ، د عامو ملكيتونو ساتنه، د حتمي او ممكنو گډوډيو او د واك تشې را منځته كېدو مخنيوی او ځيني داسې نور لوی او واړه موارد يې د مستقيمو لارښوونو له لارې په برياليتوب سره رهبري كړل. د ردع العدوان عملياتو په ښې رهبرۍ پسې يې د دمشق په اموي جامع كې لومړنۍ وينا، د ولسي خدماتو اړوند مسئولينو ته يې بشپړ ډاډ، د لنډمهاله حكومت اعلان او پكې د لومړي وزير په گډون لوړپوړو مشرانو خپلو دندو ته دوام ور كولو سپارښتنه او ځيني نور وروستي موقفونه هم هيله بښونكي او د اميد وړ دي.
سربېره پر دې چې مخ پر زوال مجرم او ظالم رژيم د ردع العدوان پر وړاندې د روسيې، ايران او د لبناني حزب ملاتړ له ځانه سره درلود؛ بيا هم جولاني ردع العدوان عمليات په داسې شكل رهبري كړل چې پكې د رژيم دغو ملاتړو هراړخيزه غوسه ونه پاروي، د جگړې دوه اړخيزو زيانونو د كچې لوړېدو پر ټول توان مخنيوی شوی وي او داپر نور سربېره د دې لپاره هم مهم و چې د غزې د نسل وژنې او په منځني ختيځ كې د صهيونيستي او لوېديځو هڅو پر وړاندې د گډ موقف پاشلتيا، خپلمنځي ښكېلتيا او بې ځايه بوختيا را منځته نه شي. خو بيا هم له دې حقيقت څخه سترگې نه شي پټېدای چې د ياد رژيم د ملاتړو هغه ډول ملاتړ چې پكار و؛ نه كولو هم په دې كې رول درلود. په دې معنا چې كه د روسيې پر هوايي بريدونو سربېره ځمكني ځواكونه، ايران او د لبنان حزب په عملي ډول صحنې ته ننوتي وای او د بشار ځواكونو د پرلپسې شاتگ د مخنيوي لامل شوی وای؛ خدای مه كړه د جگړې اوږدېدو، د دوه اړخيزو زيانونو د كچې لوړېدو او ياد گډ موقف د پاشل كېدو سربېره خپلمنځي ښكېلتيا هم را منځته شوې او دغه موقف مو بايللی وای. خو له ښې مرغې چې داسې ونه شول. لامل كه هرڅه و، خو اوس لا زيات د ځان كنترول ته اړتيا ده او په داسې حال كې چې مجرم او ظالم رژيم ونړېد او نوی حكومت اعلان شو؛ د ځان په كنترولولو سره يوازې د راتلونكي فكر او د هغه لپاره گډ كار مهم دی، د تېر له امله بياهم او د راتلونكي لپاره له گاونډيو او د سيمې هېوادونو سره په اوسنيو شرائطو كې حسابونو تصفيه او يا ورته گواښونه او گوتڅنډنې د شام مظلوم ولس لپاره له بياهم او تلپاتې زيان پرته كومه لاسته راوړنه نه شي لرلی.
د شام له خاورې لرې د افغانستان په خاوره كې چې يوازې د رسنيو له لارې يې څارو او نور يې له نږدې او واقعي وضعيت ډېر نه رامعلومېږي؛ زموږ مسلمانانو او افغانانو د شام د پاڅونوالو، ولس، د هغوی د راتلونكي او هم ځيني ښكېلو اړخونو په هكله بس همدا خوشبېنۍ، هيلې او اميد، نېكې پېرزوينې، ښه او نېك گمان او پر سولې او سوكالۍ را څرخېدونكې ارزونه او تحليل دی. خدای ج دې وكړي همداسې وي او همداسې وشي. له دې ورهاخوا د شام پر پاڅوانوالو، نوي حكومت، ولس، بانفوذه شخصيتونو، گاونډيانو، سيمې او اسلامي هېوادونو اړه لري چې د شام مظلوم او كړېدلي ولس له ارمانونو، قربانيو، گټو، ارزښتونو او راتلونكي سره څه ډول برخورد كوي، څه ډول برخليك يې ټاكي او ورسره څرنگه چلېږي؟. دا چې د شام فتحه يوه بې ساري پېښه وه، د رامنځته كېدو ټول اړخونه يې لا پوره څرگند نه دي، د شام خلكو او نوي حكومت تر خواخوږيو دښمنان زيات فعال او هر اړخيز وضعيتونه بشپړ هنگامي دي؛ اړوند اټكلونه، انگېرنې، تورونه، نسبتونه د شكونو او اندېښنو را پارونې تقريباً په خپل ټول زور او درز كې دي، نو د شام پاڅونوالو، تحرير شام او نورو ښكېلو كړيو ته پكار ده اړوند مناسب او پر وخت وضاحتونه او څرگند موقفونه ولري، د دغو اټكلونو، انگېرنو او… پر مټ د ناوړه فكر او ذهنيت د جوړېدو او عام كېدو پر چټكۍ مخنيوی وكړي او له گاونډيانو او د لبنان له حزب سره هر څومره زر د هراړخيزو اړيكو رغولو باندې كار او خواري وكړي.