نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
لیکنه: ح.ن خبریالان د هرې ټولنې د رسنیو او د بیان ازادۍ مهم بنسټ ګڼل کېږي. په افغانستان کې د خلکو د خبرولو، پوهاوي لوړولو، د ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي واقعیتونو د انعکاس په برخه کې د خبریالانو ونډه اساسي ارزښت لري. له همدې امله، د دوی د نه ستړي کېدونکو هڅو د درناوي په […]
لیکنه: ح.ن
خبریالان د هرې ټولنې د رسنیو او د بیان ازادۍ مهم بنسټ ګڼل کېږي. په افغانستان کې د خلکو د خبرولو، پوهاوي لوړولو، د ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي واقعیتونو د انعکاس په برخه کې د خبریالانو ونډه اساسي ارزښت لري. له همدې امله، د دوی د نه ستړي کېدونکو هڅو د درناوي په موخه، د کب (حوت) ۲۷مه د خبریال د ملي ورځې په توګه نومول شوې ده. د خبریال ملي ورځ نه یوازې دا چې د خبریالانو د زحمتونو ستاینې لپاره یو ارزښتناک فرصت دی، بلکې د هغوی د کار پر وړاندې د شته ننګونو ارزونه او د حل لارو لټول یې بله اساسي موخه ده. په دې وروستیو کې افغان خبریالانو د واقعیتونو د خپرولو، پرمختګونو، ستونزو او فرصتونو د راڅرګندولو لپاره هڅې کړي، څو خلک د خپلې ټولنې له حقیقي وضعیت څخه باخبره وساتي. په تېرو درېیو کلونو کې، افغان خبریالانو د عامه افکارو په جوړولو، له فساد سره د مبارزې، د حکومتولۍ د اصلاح او د ولس او دولت ترمنځ د واټن په کمولو کې مهم رول لوبولی دی. دوی په خپلو نه ستړي کېدونکو هڅو سره حکومت ته فرصت برابر کړی، ترڅو شته خلاوې ډکې او یو ځواب ویونکی، نظام رامنځته شي. د افغانستان ازادو خبریالانو ټولنې د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې ۸۴ تلویزیوني شبکې، ۲۷۴ راډیويي دستګاوې، ۵۷ خبري اژانسونه او ۵۲ چاپي نشریې فعالیت لري، چې په مجموع کې ۲۶۷ رسنۍ جوړوي. له دې ډلې، په مرکز او ولایتونو کې د ۱۲ رسنیو محتوا په ځانګړي توګه ښځو ته وقف شوې ده. همدارنګه، د یادې ټولنې د شمېرو له مخې، دمګړۍ، د هېواد په رسنیو کې په ټولیز ډول ۴۰۰۱ نارینه او ۷۴۷ ښځینه کارکوونکي چې مجموعي شمېر یې ۴۷۴۸ تنه کیږي، په کار بوخت دي. همداراز، د یادې ټولنې د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۳ لمریز کال کې یو شمېر نویو رسنیو هم فعالیت پیل کړی، چې په کندهار کې احساس غږ راډیو، په ننګرهار کې نارنج راډیو، په خوست کې انګیزه راډیو، په کابل کې سروبي راډیو، په هلمند کې ستا راډیو، په نورستان کې نورستان راډیو، په کابل کې افاق خبري اژانس او په ننګرهار کې اتفاق نوین راډیو پکې شاملې دي. د یادې ټولنې د ارزونې له مخې، د رسنیو محتوا د تېر کال په پرتله ښه شوې، او ښوونیز او روزنیز اړخ یې پراخ شوی دی. دا پرمختګ د ټولنې د لارښوونې، د خلکو ذهنونو د روښانولو، او د حکومت او رسنیو د ګډو هڅو څرګندونه کوي. واک ته له رسېدو سره سم، اسلامي امارت د خپل وظیفوي مسئولیت او ټولنیز رسالت د درک پر بنسټ هڅه وکړه، چې له رسنیو سره په بېلابېلو برخو کې د همغږۍ او همکارۍ لاره پرانیزي. همداراز، د رسنیو له مسئولینو سره د ګڼو ناستو په جوړولو یې هغوی ته ډاډ ورکړ، ترڅو د اسلامي اصولو په چوکاټ کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. همدارنګه، په تېرو درې کلونو کې، د خبریالانو لپاره د واقعي اطلاعاتو د لاسرسي اسانتیا په موخه، په ټولو دولتي ادارو کې ویندویان ګمارل شوي. سربېره پردې، ګمارل شوي ویندویانو ته په منظمه توګه روزنیز ورکشاپونه هم دایر شوي، ترڅو د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د تعامل او همکارۍ کچه لوړه او اغېزناکه شي. دغه اقدامات نه یوازې د دولتي ادارو نشراتي او مطبوعاتي چارې په منظمه او مسلکي توګه تنظیموي، بلکې د هرې ادارې د مهمو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د عامه پوهاوي کچه هم لوړوي. همداراز، یو شمېر اړونده ادارو هڅه کړې چې د یوه مهم کاري لومړیتوب په توګه د اطلاع رسونې بهیر لا پیاوړی، چټک او اغېزناکه کړي. دې موخې ته د رسېدو لپاره، په تېرو درې کلونو کې، ګڼ شمېر خبري ناستې او ځانګړې مرکې تنظیم، خبري کلېپونه ثبت او نشر، نشراتي مواد له رسنیو سره شریک او همدارنګه، په مرکز او ولایتونو کې له خبریالانو او د رسنیو له مسئولینو سره د همغږۍ غونډې ترسره شوي، چې دا لړۍ اوس هم دوام لري. اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې په هېواد کې د بیان له ازادۍ او د رسنیو له فعالیتونو څخه ملاتړ کړی، تل یې هڅه کړې چې له رسنیو سره د پراخ تعامل او همکارۍ زمینه برابره او واقعي اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي. په دې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د افغانستان اسلامي امارت د ویاند دفتر، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز او ځینو نورو دولتي ادارو په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې د ګڼو پروګرامونو په تنظیم او پیلولو سره، د پورتنیو موخو د ترلاسه کولو لپاره پرله پسې هڅې کړي دي.#
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.