‏د حال په ژبه مناجات

قاري عبدالستار سعید باري ربه! له هغې ورځې چې ښی او چپ لاس مې پیژندلي، په زړه کې مې یوازې ستا مينې ته ځای ورکړی، زړه مې یوازې ستا په نوم دربېدلی. لا مې ماټ نه و راغلي چې ستا د دين د حفاظت لپاره مې د کمونیستي کفر په وړاندې ټوپک اوږې ته کړ. […]

قاري عبدالستار سعید
باري ربه! له هغې ورځې چې ښی او چپ لاس مې پیژندلي، په زړه کې مې یوازې ستا مينې ته ځای ورکړی، زړه مې یوازې ستا په نوم دربېدلی. لا مې ماټ نه و راغلي چې ستا د دين د حفاظت لپاره مې د کمونیستي کفر په وړاندې ټوپک اوږې ته کړ. په خپل کلي او وطن کې راباندې مختلفې ټاپې ووهل شوې. د پاچا تور شوم، زرغون کلی او د خاپوړو وطن رانه پاته شو. په تپو تیارو مې د غرونو او ځنګلونو مزل وواهه. د هجرت او بې کورۍ دردونه مې وزغمل. ۱۴ کاله په یوه سا د کمونیستي کفر په وړاندې وجنګېدم، د شلمې پيړۍ د سرطان( کمونیزم او شوروي اتحاد) په ماتولو کې مې مخامخ ونډه درلود. ما جهاد د بریا منزل ته ورساوه. خو د اقتدار او څوکیو په ویش کې مې حتی د ادنی ریاست دعوه هم ونکړه. د تنظیمي جګړه مارانو درګاوو ته مې د سولې لمن وروړه، تر څو هم دوی او هم هیواد له هرج و مرج خلاص کړم.
وروسته مې د اسلامي نظام په استحکام او د هیواد نجات کې په پوره اخلاص ونډه واخیسته. د امریکا له یرغل وروسته یو ځل بیا په ابتلاء کې راغلم، خو ما د قدرت او ډالرو پر ځای د جهاد او هجرت لاره ونیوله. د اسلام او جهاد په خاطر د امریکا په تور لست کې راباندې پنځه میلیونه ډالر جائزه وټاکل شوه. شل کاله مې په پوره ثبات او اخلاص جهادي مبارزې ته دوام ورکړ. تر دې چې امریکایي کفر شکست وخوړ.
وروسته مې درې کاله د في سبيل الله مهاجرینو خدمت په داسې حال کې وکړ چې نور مې ضعیف شوي بدن له نه ستړي کیدونکې روح سره یاري نه شوای کولای.
باري ربه! یوازې او یوازې ستا مهرباني وه چې له دومره سخت او ازمویونکي مسير دې سالم راتېر کړم، نه دې بې لارې کړم، نه دې په هوسونو مبتلاء کړم او نه دې بدنام او بې حیثیته کړم.
باري ربه! ستا هزار بار شکر چې زما پښې دې د سپین ږیرتوب تر عمره ثابتې وساتلې. نور مې په ژوند کې هیڅ آرمان نه دی پاتې. خو یوازې یوه هیله لرم. د جهاد او مبارزې د لارې ټول خوندونه مې لیدلي خو د شهادت له خونده نه یم خبر. نو لویه خدایه. له دې انعامه مې هم مه محروموه. ستړی یم او لږ د شهادت غېږ کې دمه غواړم.
د ستا په زړه چارې مې وکړې
نور مې سالو په مخ راپریږده خوب راځينه
‎#شهیدخلیل حقاني