نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
سعيد غلجی له کافي اوږده ځنډ وروسته؛ بالآخره وړمه ورځ يکشنبه، رسماً د جهادي ارزښتونو رياست د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اډانه کې فعاليت پيل کړ. دا کار بايد له فتحې وروسته سمدستي شوی وای، خو نه پوهېږم چې ولې د داسې مهم رياست په جوړولو کې دومره بې پروايي وشوه او تر اوسه […]
سعيد غلجی له کافي اوږده ځنډ وروسته؛ بالآخره وړمه ورځ يکشنبه، رسماً د جهادي ارزښتونو رياست د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اډانه کې فعاليت پيل کړ. دا کار بايد له فتحې وروسته سمدستي شوی وای، خو نه پوهېږم چې ولې د داسې مهم رياست په جوړولو کې دومره بې پروايي وشوه او تر اوسه يې چارې وځنډېدې. په هر صورت؛ اوس یې چې فعاليت پيل کړ، ډېره ښه شوه، البته مسؤلينو ته يې لازمه ده چې د بې ځايه کاغذ پراني او بيروکراسي زولنې ژر تر ژره ماتې او عملاً خپل فعاليت پيل کړي. دوهمه خبره دا چې ياد رياست ته بايد د مشرانو له خوا هم فوق العاده توجه وشي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نورو رياستونو په څېر دې له پامه نه غورځول کيږي. دې رياست ته بايد په هره برخه کې کافي امکانات ورکړل شي، تر څو يې په چارو کې نور ځنډ او نيمګړتيا رامنځته نه شي. او تر ټولو مهمه دا چې ياد رياست کې بايد داسې اشخاص پر دندو وګمارل شي، چې په پوره معنی اهليت ولري، نه دا چې د واسطو په زور له يوې او بلې خوا پرې تحميل شي. ګورئ! دا کار هر څوک نه شي کولی، خپل خلک لري، داسې خلک چې هم د اوسني جهاد له جريان څخه اګاه وي او هم د شورويانو او انګريزانو پر خلاف د پخواني جهاد تاريخ ورته معلوم وي، عمر یې زيات وي، اوږده تجربه او عميق بصيرت ولري. او لله الحمد، داسې خلک ښه زيات دي، قحط الرجال نه دی. خو که خدای مه کړه، بيا هم په دې مهم رياست کې د نورو اداراتو په څېر کشران او بې تجربې هلکان پر ندو وګمارل شول، بيا نو دا رياست هم فلج وبولئ او هيڅکله به د جهادي ارزښتونو د ساتلو او ثبتولو دغه دروند مسؤليت اداء نه شي کړای. هو! د جهادي ارزښتونو رياست خورا زيات مهم دی، بايد هم پوره امکانات ورته برابر کړلی شي او هم يې د پرسونل په ټاکلو کې اهليت ته پوره توجه وشي. دغه راز؛ له رسمي چوکاټ ور ها خوا، ټولو هېوادوالو، اسلامپالو مبارزينو او مجاهدينو ته لازمه ده چې تر خپله وسه له ياد رياست سره د تاريخ په راجمع کولو، ثبتولو او د جهادي موزيم په غني کولو کې همکاري وکړي، ځکه دا زموږ ټولو (حکومت او رعيت) ګډ مکلفيت دی چې د خپلو نيکونو او پلرونو تاريخ په سمه توګه ثبت او بيا دغه دروند امانت تر خپلو راتلونکو نسلونو ورسوو. که موږ خپل تاريخ په خپله ثبت نه کړو او په خپله ژبه او خپله تشريح یې تر راتلونکو نسلونو ونه رسوو، دښمن مو ویښ او متوجه دی، هغوی به زموږ سپېڅلی تاريخ تحريفوي او بيا به يې په خپله ژبه او خپله تشريح زموږ تر راتلونکو نسلونو رسوي. لکه څرنګه چې په تېرو شلو کلونو کې دښمن زموږ ډېر ځوانان وغولول، هغوی ته یې د شوروي يرغل پر خلاف ازادي غوښتونکي مجاهدين د پرديپالانو په توګه ور معرفي کړل او بر عکس د شورويانو ګوډاګيان او له دينه منکر کمونستان يې د اتلانو په توګه پرې ومنل! دا ځکه چې پخوانيو جهادي مشرانو خپل مسؤليت اداء نه کړ، ملګري يې شهيدان شول، قربانۍ يې ورکړې، خو دوی د اسلامي نظام قائمولو پر ځای خپلو کې د واک پر سر سره ونښتل، ګډوډي شوه او خپل تاريخ یې ثبت نه کړ. اوس نو موږ ته خورا زيات کار را تر غاړې، له ډېرې مودې راهيسې زموږ تاريخ نه دی ثبت شوی، خو دښمنانو هر څه تحريف کړي دي، اوس بايد موږ ان د انګريزانو پر خلاف د افغان جهاد له تاريخ څخه رانيولې، بيا د شورويانو او اوس د امريکا په مشرۍ د صليبي ټلوالې خلاف جهاد ټول اوږد تاريخ ټکي په ټکي له دلايلو او ثبوتونو سره ثبت او نشر کړو. بايد د انګريزانو پر خلاف د جهاد نوم ورکو مشرانو تاريخ ثبت او ولس ته د واقعي اتلانو په توګه ور وپېژندل شي، د شورويانو پر خلاف د رښتينو مجاهدينو تاريخ بايد ثبت شي، د اوسني جهاد د مشرانو تاريخ بايد ثبت شي، په عموم کې د هېواد په هر ګوټ کې بايد د مجاهدينو کارنامې، تکليفونه، د هغوی پېژندنې، خاطرې، د شهيدانو لستونه، د بنديانو لستونه او د مهمو معرکو تاريخونه بايد ټکي په ټکي ثبت شي. همدا راز؛ برعکس د انګريزانو، شورويانو او د امريکا په مشرۍ د صليبيانو او د هغوی د غلامانو د جنايتونو، ظلم، فساد او بې عدالتيو واقعې هم بايد مکمل په دقيقه توګه ثبت شي. تر څو راتلونکو نسلونو ته اصلي حقيقت معلوم شي، د هر چا له کړنو خبر شي او خپل واقعي اتلان، دوستان او دښمنان وپېژني. دا يو ښه فرصت دی، چې تر اوسه لا داسې خلک ژوندي دي، چې د شوروي خلاف جهاد کې يې برخه اخيستې، له هر څه اګاه دي، هم د مجاهدينو کارنامې ورته معلومې دي او هم د کمونستانو جنايتونه. دغه راز؛ د صليبيانو خلاف جهاد خو د نن کيسه ده، نو دا هر څه بايد همدا اوس ثبت شي، کنه بيا به د دغو دوو جهادونو کيسې هم له خلکو داسې هېرې وي، لکه د انګرېزانو د دريو يرغلونو خلاف د نوم ورکو مجاهدينو کارنامې، چې هيڅوک يې نه پيژني. په آخر کې يوه يادونه دا هم ښه ده، چې که څومره هم ووايو چې حکومت دې چارو ته جدي توجه وکړي، خو بيا هم د حکومت کارونه خورا سست او زمان ګير وي. نو ښه به دا وي، چې عام ليکوالان، مبارزين او فرهنګي ملګري په خصوصي توګه د خپل وياړلي جهادي تاريخ او ارزښتونو ثبتولو ته ملا وتړي. په دې وروستيو کې يو څو ملګرو د جهادي تاريخ او کارنامو ثبتولو په موخه يو څو ټوکه کتابونه هم وليکل، الله تعالی دې يې هڅې قبولې کړي، خو له بده مرغه له دوی پرته، نور هيچا ځان زهير نه کړ او نه حکومت خپل مسؤليت ته په سمه توګه توجه وکړه. خلاصه دا چې دغه مهم کار د حکومت او رعيت ګډ مسؤليت دی، هر څومره ژر چې کېدای شي، بايد په دې مورد کې مؤثر اقدامات وشي. څومره به ښه وي، چې يو تکړه ليکوال ملګری همدا نن قلم ته لاس کړي او د جهادي تاريخ يوه برخه په سپين کاغذ کې ثبت کړي، داسې تاريخ وليکي چې حساب پرې وشي او حتی د تدريس لپاره مناسب وګڼل شي. بيا که په دغه کتاب کې د ځوانانو تر منځ يوې سيالۍ او امتحان ته هم زمينه برابره شي، نو دا به لا څومره مؤثر کار وي! ومن الله التوفيق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.