د تېر نظام په پرتله د اوسني اسلامي نظام اقتصادي لاسته راوړنې!

حمزه الیاس دا خو مونږ او تاسو ته تر لمر هم روښانه ده چې د تېر نظام حاکم خلک ټول غله او فاسق وو، له مشره تر کشره له کشره تر مشره، ټول غاصبین خلک وو، اشرف غني او د هغه کابینې ټولو دا کوشش کاوه چې څومره پیسې افغانستان ته راتلې که د بین […]

حمزه الیاس
دا خو مونږ او تاسو ته تر لمر هم روښانه ده چې د تېر نظام حاکم خلک ټول غله او فاسق وو، له مشره تر کشره له کشره تر مشره، ټول غاصبین خلک وو، اشرف غني او د هغه کابینې ټولو دا کوشش کاوه چې څومره پیسې افغانستان ته راتلې که د بین الملل نه وې او که نورې مرستې وې د هر وزیر همدا کوشش و چې څومره یې وس و همدومره خپل کور او یا د بانکي اکاونټو له لارې بهر ته ایستلې.
تاسو خو ولیدل چې اشرف غني ټولې هغه ادارې او شرکتونه او یا هغه ځایونه چې عواید یې درلودل، ټول په یوه وزارت مالیه پورې مربوط کړي وو او ددې وزارت ټوله کومه بودیجه چې راتلله هغه بیا ددۀ اکاونټونو ته تلل، د مثال په ډول ټول دولتي مطابع د اطلاعات و فرهنګ وزارت مربوط دي، دۀ په دې خاطر د وزارت مالیې مربوط کړي وو چې عاید لري چې پیسې ددۀ شخصي جیب ته ولاړې شي نو دا د دوی د غلا او چور حد او اندازه وه.
په تېرو شلو کلو کې د ټاپي پروژه، د اوبو ډېمونه او نور عام المنفعه ځایونو کار په ټپه ولاړ و او بل په ټول شل کاله حکومت کې دې ګوډاګي حکومت+ ۴۳ ملکونه یو د کندهار- کابل لویه لار کندهار- هرات لویه لار او فراه-ابوالنصر لویه لار جوړ نه کړل، څه پیسې چې راتلې ټولو شخصي جیبو ته تلې دا ټول د دوی د فساد ښکاره مثالونه دي او داسې نور…
له بل پلوه به په اوسني اسلامي نظام یو نظر تېر کړو:
په اوسني نظام کې ټول هغه کارونه لکه د ټاپي پروژه او د اوبو ډېمونه او ټول عام المنفعه کارونه او ځایونه د کابل- کندهار لویه لار او د هرات – کندهار لویه لار او د فراه او ابو النصر لویه لار جوړول دي، دا د اوسني حکومت لاسته راوړنې دي او بله تر ټولو لویه لاسته راوړنه داده چې اوسني اسلامي نظام خپل د راروان کال ټوله بودیجه له خپلو عوایدو برابره کړېده چې په تېرو شلو کلونو کې افغانستان +۴۳ ملکونه هم نده برابره کړې‌.
او بل په ټول دوه لسیزو کې د افغانستان+۴۳ ملکونه ورځني عواید تر یو ملیارد ډالره نه دي رسېدلي خو اوسني حکومت +د ټولو بندیزونو بیا هم خپل ورځني عواید یو ملیارد ډالرو ته پورته کړل.
او بل په دوه لسیزو کې یې د خپل کارمندانو معاش له خپلې بودیجې ندی ورکړی خو اوسني نظام خپل ټولو دولتي کارمندانو ته معاش له خپلي بودیجې ورکړی.
بله لویه اقتصادي لاسته راوړنه داده چې ‏افغانستان ته د ۱۱۲ میلیونه یورو په لګښت رادار سسټم را ورسید، دا سسټم به د افغانستان په ۱۲ برخو کې نصب شي، ددې سسټم تر لګولو وروسته چې زموږ پر فضا هره الوتکه تیریږي ۸۰۰ ډالر به افغان حکومت ته ورکوي او ددې سره به د ورځي زرګونه ډالر زموږ مرکزي خزانې ته جمع کیږي!
تاسو به دا سوچ کوئ چې دا به د ډېر وخت لاسته راوړنې وي، نه هیڅکله هم داسې نده دا صرف او صرف د څلورو میاشتو لاسته راوړنې دي.
نو اوس باید مونږ او تاسو ددې پر ځای چې پر دې حکومت انتقادونه وکړو، یا پر خپلو مشرانو انتقاد وکړو باید له دې نظام سره تر خپل توانه همکار واوسو.