د بې تعريفه او ناپېژانده ترهگرۍ پر وړاندې د هغې څرگند حقيقت !!

جبريل سعد د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د لوېديځ پر حيله بازۍ، پلمه جويۍ او بلا بترو اصطلاحاتو كارولو باندې پېړۍ اوړي، خو لا نه پېژندل شوې او پېژندل كېږي او نه هم تعرف شوې او تعريفېږي چې همدې ورته د لا زياتې ودې او پراختيا لاره هواره كړې ده. له دغو حيله بازيو، […]

جبريل سعد
د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د لوېديځ پر حيله بازۍ، پلمه جويۍ او بلا بترو اصطلاحاتو كارولو باندې پېړۍ اوړي، خو لا نه پېژندل شوې او پېژندل كېږي او نه هم تعرف شوې او تعريفېږي چې همدې ورته د لا زياتې ودې او پراختيا لاره هواره كړې ده. له دغو حيله بازيو، پلمه جويۍ او پوچو اصطلاحاتو څخه د بشريت، بشري حقونو، بشري ازادۍ، د بيان ازادي او په ټوله كې د مسلمانانو او انساني ژوند ټولو برخو كې د لاسوهنې او خپلو سياسي او شخصي گټو لټولو لپاره بېلابېل او وخت پر وخت اصطلاحات د يادونې وړ دي چې له منځه يې ترهگري بيا د دې اصطلاحاتو پر وړاندې د خنډ او ځنډ لپاره كارېږي، خو د عام فكر او ذهنيت له مخې يې مخالفو هڅو، مبارزو او د لاسوهنو او گټو لپاره ځای موندلو په موخه تپليو جگړو، ستراتېژيو او خپلمنځي هر ډول اختلافونو ته كاروي، څو پر وړاندې يې پارونې ترسره او شدت پيدا كړي او پكې لوېديځ خپل لاسوهنو او گټو ته لاره وباسي.
دغه حيله بازۍ، پلمه جويۍ او اصطلاحات چې د فكري او تبيلغاتي جگړې برخه وي؛ د لوېديځو هر ډول هڅو په بدرگه را منځته كېږي او ورته كار كېږي چې د پېړيو په موده كې لا هم زموږ او نړۍ دومره پام نه و ور اوښتی او نه يې هم د حقيقت په اړه هومره عام ذهنيت او فكر را منځته شوی و لكه د فلسطيني مقاومت اقصی توپان مباركو عملياتو له پيل سره او له هغه را وروسته، ځكه نو د دغو حيله بازيو، پلمه جويۍ او اصطلاحاتو په ټس كې فلسطينيان له۷نيمو او شاميان له۵نيمو لسيزو راهيسې پر بشپړې چوپتيا قتل عام كېدل او ځكه لاهم پرته له دې چې له الحاد او سېكولرۍ سره د اسلام او شريعت سرحد وپېژني او پرته له دې چې واقعيت او حقيقت درك كړي او د اسلام او كفر يا مسلمانانو او كافرانو تر منځ تلپاتې ټكر او اوږد تاريخ ته يې فكر وكړي؛ زموږ ځوان كول او نوی نسل له لوېديځ سره دغه حيله بازۍ، پلمه جويۍ او اصطلاحات بدرگه كوي چې ټولې اسلامي ټولنې او مسلمانانو ته يې زيان رسېږي او په دوی كې يې بيا تر نورو زيات زيان هغو مسلمانانو او اسلامي ټولنو ته وي چې له لسيزو او پېړيو راهيسې له مظلوميتونو او ناخوالو كړېږي او په گران افغانستان كې له ډېرې مودې وروسته اسلامي نظام او كرارۍ راتلو سره طبيعي ډول دوی هم له دغو مظلوميتونو او كړاوونو څخه د وتو په ارمان هڅې پيل كړې وي او پيلوي يې.
خو ځوانكی كول، نوی نسل او زموږ ټولې طبقې د خپل شان مطابق جلا جلا بايد وپوهېږو چې دا نه يوازې له مسلمانانو، مظلومو ولسونو او لږكيو او بشپړ بشريت او انسانيت سره ظلم او اور ته يې لمن وهل دي، بلكې خپلې پښې پر خپل تبر وهل هم دي چې د تاريخ تجربو او ازماينو ته پر پام يو وخت او ښايي ډېر زر دوی پر خپل همت او مبارزو ترې پر وتو دي او خدای مه كړه په نحوست كې يې د لوېديځ او دښمن د همدې حيله بازيو، پلمه جويۍ او اصطلاحاتو ښكار كېدو سره پر موږ هم همدا كړاوونه راشي چې زور زغمل او بار پورته كول به يې بيا خورا ستونزمن او ناشونی وي. نو د لوېديځ حيله بازۍ، پلمه جويۍ او اصطلاحات پېژندل، اړوند واقعيتونه او حقيقتونه درك كول او ورسره سم برخورد او چلند تر بسې مهم دی او له دې پرته په داسې حال كې چې مثلاً د فلسطين، غزې او شام شريف د خلكو مظلوميتونه او كړاوونه  ښه راته معلوم وي، هڅې او قربانۍ يې د سر پر سترگو وينو، ښكاره لومړنۍ پايلې يې هم د ځان، اسلام او مسلمانانو په گټه دي او داسې ډېر نور؛ بيا هم يې په اړه بايد لوېديځ اصطلاحات او پلمې بدرگه نه كړو. د لوېديځ دغه حيله بازۍ، پلمه جويۍ او اصطلاحات خو مو وليدل او وينو يې چې له مخې د لبنان حزب، ايران او د سوريې حكومت ترهگر و او لامل يې ټولو ته معلوم دی په ځانگړې دا چې څو لسيزې يې د شام وگړي داسې كړولي او د داسې ظلمونو ډولونه يې ورته وړاندې كړي و چې بشريت ويلي كوي، خو چې د همدې ترهگر پر وړاندې د شام پاڅونوالو له همدغې داعيې سره عمليات گړندي شول، بيا لوېديځ د دغې اصطلاح، حيلې او پلمې له مخې همدغه پاڅونوال ترهگر ياد كړل.
دغو پاڅونوالو ته د ترهگرۍ اصطلاح كارول لوېديځ په داسې مهارت پيل كړل چې د شام شريف د مجاهدينو يوې تر ټولو پېژندل شوې، ځواكمنې او د القاعدې له تور څخه هم تكې سپينې ډلې ته يې چې د پاڅونوالو دغه عمليات يې رهبري كړل؛ په فكري او تبليغاتي ډگر د رسنيو له لارې يوه نوې او ناپېژانده بڼه ور كړه، څو پېژندل شوی هويت يې پېكه او تر غبار لاندې كړي، په اړه يې شكوك او شبهات را ولاړ كړي، د شام ولس او ملاتړي يې په اړه بدگمانه كړي او بالآخر يې پر وړاندې يو داسې موقف را منځته كړي چې د لوېديځ لاسوهنو او گټو ته پكې لاره پرانيستې وي او ترې ورپېښ تشويش پرې را كم كړي. تحرير الشام ډلې ته دغه بڼه وركول يې هم بيا جلا په داسې مهارت و چې د دغې ډلې د مشر ابو محمد الجولاني اصلي نوم(احمد الشرع)په لومړي ځل رسنيز كولو سره  هغه پرلپسې پر همدې نوم يادوي، څو دا ذهنيت او فكر عام كړي چې گني هويت يې ناڅرگند او دا يې د هويت رمز دی او… د شام د ازادۍ گړنديو عملياتو او د دمشق د فتحې په دغه تنگ وخت كې د لوېديځ او نورو لخوا د هيئة تحرير الشام ډلې ته د ترهگرۍ نوم او رنگ ور كول لومړی د اسرائيلو پر ملاتړ د دغې ډلې تورنولو څخه را پيل شو. ورپسې د جولاني يو انځور رسنيو ته را ووت چې۱۳كاله وړاندې په عراق كې د القاعده ډلې د هغه وخت له بيرغ سره ښكاري او پر استناد يې نوموړی داعش ډلې ته منسوب شو او بيا د سې اين اين وروستۍ مركه چې پكې خبرياله له جولاني څخه هماغه د۱۳كاله وړاندې عراق كې د القاعده ډلې غړيتوب مهال په اړه پوښتي.
د دمشق له فتحې سره هممهاله د سې اين اين دغه پوښتنې سراسر بې ځايه او يوازې د جولاني او د هغه د ډلې په ترهگرۍ را پېژندلو هڅې وې او له همدې امله يې له نورې مركې پرته همدا برخه پراخه رسنيزه او انعكاس ور كړل شو. همداسې د دمشق په اموي جامع كې د جولاني له وينا وروسته العربية هم له دغې وينا ځيني داسې اخيستنې كړې دي چې پكې د شام شريف تازه انقلاب يې د ايران او مصر له انقلابونو سره پرتله كړی، پرې تبصره يې كړې او د دغه انقلاب، جولاني او د شام د راتلونكي په اړه يې د شكونو او اندېښنو را پارولو هڅه كړې ده. له لومړي سره خو جولاني، د القاعده ډلې غړيتوب يې، په شام كې د القاعده څانگې(جبهة النصرة)مشري، له القاعدې بېلتون او دغه څانگه يې په هيئة تحرير الشام نومولو، د داعش پر وړاندې مبارزه او د سلگونو برجسته غړو بې ساري قربانۍ، د واكمن مستبد نظام پر وړاندې جهاد او مبارزه او بالآخر ردع العدوان وروستي برخليك ټاكونكي عمليات يې چې كه څه هم ناڅاپې پيل او وروستی هدف يې پټ وساتل شو؛ هر چا ته معلوم و او معلوم دي، خو د لوېديځ او د هغه د مزدورو رسنيو او فكري او تبليغاتي ماشين لخوا پكې دغه چون او چرا يوازې د دې لپاره رامنځته كېږي چې له نويو شرائطو او د ردع العدوان سپېڅليو عملپاتو له ناڅاپۍ په ناوړې استفادې سره يې راتلونكې موخې او د دغو عملياتو وروستی هدف وپېژني، هماغه پېژندل شوې هيئة تحرير الشام ډله او مشر يې په نوې بڼه او د پخوا په پرتله يې خطر ډېر زيات وښيي، د ترهگرۍ پر اصطلاح او پلمه يې پر وړاندې پارونې رامنځته كړي او د دې لپاره ښايي امنيتي وضعيت هم گډوډ او هغه پكې ښكېل او تورن كړي.
ابو محمد جولاني چې خپل نوم يې احمد شرع او د شام شريف په پلازمېنه دمشق كې زېږېدلی؛ او هيئة تحرير الشام ډله يې د القاعدې اړوند جبهةالنصرة په شكل له پيله لا د شام د پاڅون د يوې برخې په توگه فعاله شوې وه، په شام كې يې د داعش پر وړاندې د پام وړ قربانيو په وركولو پرېكنده مبارزه كړې او په له منځه وړلو كې يې فعال رول درلودلی دی، يوازې د ردع العدوان دغه برخليك ټاكونكو عملياتو ناڅاپي يې په هغه معنا نه ده چې لوېديځ او د هغه مزدورې رسنۍ او تبليغاتي ماشين يې فكر او ذهنيت توليدوي. ردع العدوان، هيئة تحرير الشام او جولاني كه نور هيڅ هم ونه كړي، د نږدې نيمې پېړۍ سلگونه زره مظلوم بندي مسلمانان خو يې له انساني قصابۍ څخه روغ وايستل، له يو مستبد او تر ټولو ظالم واكمن له ظلم او پكې د گڼو هېوادونو د واكمنانو ملاتړ خو يې نړۍ ته رسوا كړ او نيمه پېړۍ له هر پلوه پر وژنو، اسارتونو، هجرتونو او وركو نادركيو سره ځپل شوی پاڅون خو يې بريا ته ورساوه او د غزې، فلسطين، مصر، سوډان او… ته خو يې ځواكمنه روحيه او مورال ور كړ. ځيني چې ردع العدوان عمليات د غزې وضعيت ته پر پام بې وخته او ناسم بولي؛ هغوی به اوس درك کړې وي چې ځينو اقصی توپان هم بې وخته باله، خو… بلكې لا ردع العدوان په داسې حكمت رهبري شول چې له دا ډول برخليك ټاكنې سربېره يې د واكمن مستبد رژيم د ملاتړو تقريباً پوزه هم پكې وينې نه شوه، د بيت المقدس او اقصی پر وړاندې گډ موقف ته هيڅ زيان ونه رسېد او لا اميد دی د ټولو مسلمانانو پر همدغه موقف را ټولېدو او له نور هرڅه وړاندې د اقصی مسئلې صفا كولو لامل هم شي. د لوېديځې اصطلاح او پلمې له مخې بې تعريفه او ناپېژانده ترهگرۍ پر وړاندې د هغې څرگند حقيقت بس همدا د لوېديځ عملي ترهگري ده چې تور يې پر مسلمانو پاڅونونو او مجاهدينو پورې كوي.