نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
عنایت الله خاموش د بیان ازادي، په مختلفو ټولنو کې د مختلفو افکارو له مخې ټاکل کېږي، په اسلامي ټولنه کې د بیان ازادي د اسلامي و مذهبي احکامو او ارزښتونو تابع ده، چې له مخې يې فرد هغه مهال خپل فکر څرګندولای شي چې په ټولنه کې شته اسلامي ارزښتونه، ملي ګټې، یووالی او […]
عنایت الله خاموش د بیان ازادي، په مختلفو ټولنو کې د مختلفو افکارو له مخې ټاکل کېږي، په اسلامي ټولنه کې د بیان ازادي د اسلامي و مذهبي احکامو او ارزښتونو تابع ده، چې له مخې يې فرد هغه مهال خپل فکر څرګندولای شي چې په ټولنه کې شته اسلامي ارزښتونه، ملي ګټې، یووالی او نورې ورته پدیدې زیانمنې نه کړي.
افغانستان چې یو اسلامي هیواد، کابو ۹۹ سلنه وګړي يي مسلمانان او د یوه بشپړ اسلامي نظام درلودونکی دی؛ د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د بیان هغه ازادي مني چې په څرګندولو سره يې اسلامي ارزښتونه، ملي ګتې، د قومونو تر منځ یووالی او انساني کرامت ته درناوی زیانمن نه کړي.
افغانستان ته د غربي یرغلګرو په راتګ او دلته د یوه لاسپوڅي نظام په تأسیس سره، د بیان کاذبې ازادۍ هم سر راپورته کړ، هغه داسې چې په افغانستان کې د بیان ازادي د ځينو بهرنیو کړيو په ملاتړ، د کورنیو کړیو لخوا په داسې ډول عیار کړل شوه، چې له مخې يې هر چا، هر څه يې چې زړه غوښتل څرګندولای شوای، د بیان د ازادۍ ټولې پولې او سرحدونه يې ونړول، نه يې انساني کرامت ته درناوی وکړ، نه يې اخلاقي ارزښتونه په پام کې ونیول او نه يې هم افغاني و اسلامي غرور په خپل حال پرېښود؛ بلکې په افغانستان کې يې د اصلاح او درناوي تر شعار لاندې هر اړخیز فساد خپور، قومي یووالی پيکه او افغاني و اسلامي ارزښتونه يې وځپل، افغان نوی نسل يې په بشپړه توګه په غربي و فحاشه مفکوره سمبال کړ، که چا به د دوی په وړاندې غږ پورته کاوه، هغه به يې په یوه و بل نامه یا تهدیداوه، یا به يې زنداني کاوه او یا به يې هم په ډېره بې رحمي سره په شهادت رساوه، لنډه دا چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ تر عنوان لاندې زموږ ټول مطبوعاتي ماشین او مبلغین يې د نورو هیوادونو په چوپړ بوخت او په هیواد کې يې د نورو افکارو، کلتور او د ارزښتونو ودې ته کار کاوه.
اوس چې له شل کلنې مبارزې وروسته اسلامي امارت په ټول هیواد باندې حاکم او لله الحمد د یوه بشپړ شرعي نظام څښتنان جوړ شوي یو؛ لا هم ځينې په غربي و سیکولري مفکوره سمبال روشنفکران(!) په هیواد کې د نورو په لمسون د بیان د کاذبې ازادۍ په بهانه په هیواد کې نفرتونه خپروي او ځوانانو ته توصیه کوي ترڅو د خپل اصیل کلتور و ارزښتونو په وړاندې سنګر ونیسي، دوی کله په رسنیو کې را څرګندېږي او کله په ټولنیزو رسنیو کې د اسلامي نظام په وړاندې د بغاوت غږ اوچتوي او په افغانستان کې د یوه سوچه اسلامي نظام په وړاندې خلک سنګر نیولو ته هڅوي، دوی د بیان د ازادۍ له نوم څخه په استفاده، کله انساني کرامت ته سپکاوی کوي، کله ملي ارزښتونه پایمالوي، کله د ملي یووالې د ځپلو لپاره تبلیغات کوي، کله د ښځو لپاره د غربي حقونو غوښتنه کوي، کله د تعصب او قوم پالنې اور ته پوکی وهي او کله هم نور داسې حرکات ترسره کوي چې ګواکې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د نورو له لورې تمویلېږي او تحریکېږي، ټوله هڅه يې په هیواد کې د اسلامي نظام د بدنامۍ او بهر ته د تښتېدلو خاینانو لپاره د ملاتړ جلبولو لپاره ده.
په همدې توګه ځينې کسان غواړي د بیان له کاذبې ازادۍ څخه په استفاده، لویو – لویو مجرمینو ته برائت او جرئت ورکړي، ترڅو هغوی د اسلامي و افغاني ارزښتونو په وړاندې ودرېږي او په مقابل کې يې ګُستاخي وکړي، همدارنګه دوی غواړي له دې لارې اسلامي نظام ته ستونزې جوړې او له اصلي موخو څخه يې منحرف کړي، ځکه دا یو څرګند حقیقت دی چې ځينو لویو – لویو مجرمینو د بیان له کاذبې ازادۍ څخه په استفاده ځان ته برائت ورکړی او که کله د دوی د ناسمو کړنو یا جرمونو له کبله کوم ارګان ددوی په وړاندې غبرګون ښيي، دوی يې په وړاندې خوله خلاصوي او له ځان څخه سپين ټوکر جوړوي، مګر کله چې د دوی دوسیه وپلټل شي، تر شا يې د جرمونو یو لوی داستان پروت او په جرمونو کې تر ستوني غرق وي.
نو د کاذبې ازادۍ تر شعار لاندې باید ځينې کسان د مجرم ملاتړ و نه کړي او نه دې هم څوک داسې الفاظ کاروي چې ملي ارزښتونو ته زیان ورسوي، ځکه د نړۍ په هر قانون کې، د هر هیواد د ملي ګټو او ارزښتونو په اساس د بیان د ازادۍ لپاره پولې ټاکل شوي چې له هغو پولو اوښتل جرم ګڼل کېږي او که چېرته څوک مجرم ثابت شي، نو د خپل جرم معادله سزا به ګالي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.