نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
جبريل سعد د فلسطين وروستي وضعيتونه د هيڅ تحليل او تبصرې وړ نه دي. په ځانگړې توگه په وروستيو كې د فلسطين مقاومت او له لبنان څخه يې ملاتړ د جگړې او سولې ترمنځ فضا كې او دا ځكه چې ترې په ناوړه استفادې د بشريت دښمن په پرلپسې ډول نه يوازې پر نړيواله او […]
جبريل سعد د فلسطين وروستي وضعيتونه د هيڅ تحليل او تبصرې وړ نه دي. په ځانگړې توگه په وروستيو كې د فلسطين مقاومت او له لبنان څخه يې ملاتړ د جگړې او سولې ترمنځ فضا كې او دا ځكه چې ترې په ناوړه استفادې د بشريت دښمن په پرلپسې ډول نه يوازې پر نړيواله او سيمه ييزه كچه په فكري او تبليغاتي جگړه بوخت دی، بلكې د همدې تحليلونو، ارزونو، تبصرو او تاويلي ما ويلي له لارې د فلسطيني مقاومت د بېلابېلو اړخونو په اړه ژور درك او كره معلوماتو را ټولولو باندې ځانگړی تركيز لري، پرلپسې يې څاري، ورته لاسرسی پيداكوي، پوځي، استخباراتي او په هره كچه فكري او تبليغاتي استفاده ترې كوي او له دې پرته يې اړوندې ټولې هڅې بشپړې فلج دي. همدا لامل دی چې لله الحمد تر اوسه هم ځيني هغو سرسري او عامو تحليلونو، ارزونو او تبصرو څخه استفادې چې د ايمان د ځانگړي ځواك له تفسير او تحليل سره سم او كره نه و؛ دښمن په بېلابېلو محاذونو پر سرپټو او چاودېدونكو خورا زورورو كمېنونو كې اچولی او نښلولی دی. زما په فكر ښايي د دښمن د پرلپسې ټولو ناكاميو عمده دليل او لامل همدا وي او د اقصی توپان لومړيو شېبو كې د ابوعبيده حفظه الله او بيا شهيد هنيه رحمه الله څرگندونو ته چې ويل يې: د اقصی توپان هدف مو تر لاسه كړ؛ په اشارې خپله يهودي تحليلگر هم داسې گڼي او وايي: حماس يوازې د صهيونيستي رژيم هراړخيزو وضعيتونو او موخو ته د چاودنې وركولو لپاره وضعيت وپوښه او نتنياهو د توند دريځو پلويانو پر غوښتنه او اړوندو سياستونو پكې ځان او صهيونيستي ټولنه واچوله. پر دې سربېره د نننۍ انساني ټولنې مزاج او طبيعت او د هرې شېبې اوښتونكی حالت هم نه ايجابوي چې دا ډول وضعيتونه شېبه پر شېبه تحليل او وارزول شي او كه وهم شي، ډېر زيات تناقضات، تضادات او ټكرونه به ولري او له ځان سره به باورونه هم بشپړ له منځه يوسي او بيا دښمن هم پر ټول توان پر خپلو ښكاره وضعيتونو باندې لا هم پرده اچوي، پرې د تبصرې، تحليل او ارزونې او هيڅ ويلو او ليدلو اجازه يې نه ور كوي. په هر رنگ؛ په وروستيو كې د بشريت له دغه دښمن سره د ايران له ملاتړه برخمنې او د گټو يې ملاتړې د لبنان شيعه حزب ډلې د يوې مودې لپاره اوربند چې بيا دښمن د۷۲ساعته په دننه كې مات كړی هم دی؛ گڼې انگېرنې، اټكلونه، تبصرې، تحليلونه او ارزونې را منځته كړې چې دواړو لوريو ته د گڼو استفادو او هم گواښونو پيغامونه لرلی شي. هو ! زه همدومره وايم او گڼم چې حزب پر خورا سترو قربانيو گټلې دغه او هم۲۱كاله وړاندې جگړې چې پكې د لبنان۲۰كاله مودې راهيسې اشغال شوې سيمې يې له صهيونيستي رژيم څخه ازادې كړې؛ له خپلو ټولو قربانيو سره په وروستي څو دقيقه ييز ناكام سياست كې وبايللې او تاريخ ته يې پرې وژل شوي خپل مشران گټونكي او د هغوی خلف يې بايلونكي ور وپېژندل. دښمن چې له پيله لا د جگړې تر لومړۍ كرښه زيات د هغې وروستۍ قوماندې ته متوجې او هلته يې د لومړي پوړ مشران په نښه كول؛ غوښتل يې همدا چې حزب هم مړ كړه او هم يې پړ او دا دی د دغه اوربند په رامنځته كولو يې همداسې وهم كړل او بيا يې د مخكې په پرتله۵۰٪جگړې او بمبارۍ پر دوام سره بېرته دغه اوربند مات كړ او پرې د حزب پر وړاندې نويو سياستونو پيل ته يې لاره پرانيستله. ښايي د حزب د پخوانيو گټونكو مشرانو وژل كېدو لاهم د هغوی داعيه، دريځ او قومانده د جگړې تر لومړۍ كرښې نه وه اغېزمنه كړې او د وروستيو هغو تازه موقفونه بشپړ نه و ورته رسېدلي چې دښمن د دې اوربند له لارې دغه كرښه تر اغېزمنو او وروستيو كمزوريو موقفونو ور شا ته كړه، څو په قيادت كې د پام وړ بدلون پر اغېز يې د جگړې روحيه له منځه يوسي. د ايران د گټو او بلې هرې سياسي گټې لپاره جگړه كې مخكې هم داسې شوي او بيا هم كېدلی شي. دښمن چې له فكري او تبليغاتي اړخه څوك د انگېزې له مخې په هر چا پورې تړي، پر ملاتړ يې تورنوي او ورته گوته نيسي؛ اصالت يې هم ښه ور معلوم وي او كه دغه تړاو او ملاتړ له مذهبي اړخه او د نړيوالو قوانيو په رڼا كې هرڅومره په حقه، ضروري او پر ځای هم وي، خو دښمن يې د ځان پر وړاندې د ځواك متلاشي كولو، پاشلتيا او ځپلو په موخه دغه ملاتړ تر واقعيت لسگونه برابر لوړ او په كومه كچه چې دښمن كولی شي او اغېزمن واقع کېږي؛ هغومره يې خطرناك برېښوي، په داسې حال كې چې هيڅ به هم نه وي. بهر حال؛ د حزب له بريالۍ جگړې وروسته اروپايي او نړيوالې ټولنې د دغې جگړې له چوكاټه وتلې د اوكراين جگړه كې ايران پر ښكېلتيا تورن كړ، پر لا زياتو بنديزونو يې وگواښه او له لارې يې دغه اوربند ته د حزب اماده كولو ته اړ كړ. دا چې په دغه اوربند كې د غزې او لوېديځې غاړې د نسل وژنې او بېلابېلو وضعيتونو په اړه كوم څرگند موقف نه تر سترگو كېږي؛ يو، خو ستر او ستراتيژيك حقيقت يې ډېر ښه او بشپړ جوت كړ او هغه دا چې نه د ايران او دغه حزب د فلسطين له قضيې د ملاتړ انگېزه له فلسطيني مقاومت سره يوه او يوازينۍ ده، څو مقاومت پرې تكيه وكړي او اسره يې شي او نه هم فلسطيني مقاومت د ايران جوړه شوې ډله ده چې د حزب په څېر يې څرنگه چې غواړي هغسې يې وكاروي، بلكې دغه اوربند او محتوا يې په دې حقيقت بشپړ، خو په چوپتيا سره د دواړو په دې اعتراف څرگندوي چې د فلسطين مقاومت د هېواد ازادۍ او بيت المقدس ساتنې خپلواكه او برحقه داعيه ده، پكې ايران او حزب هيڅ رول او لاس نه لري، يوازې د مذهبي او بشري مسئوليت او رنگ پر مدار يې له لوېديځ سره د خپل سياسي تقابل جگړه ورسره گډه او همغږې كړې او مقاومت خو هسې هم اړتيا لري يوازې د دغه موقف هركلی يې وكړي، د صهيونيست رژيم او د هغه د ملاتړي لوېديځ پر وړاندې يې د تقابل او تعامل هراړخيز ځواك له خپل ځواك سره منسجم كړي او دغه سياسي رقابت را منځته كړي موقف څخه يې د فلسطين په قضيه او اړونده د مقاومت داعيه او دريځ كې پر ځای او ښه گټه واخلي چې دا د څرگند او هم ژور واقعيتونو له مخې د عامې راكړې وركړې په مثال دی چې هر لوری يې له پېرلو توكو او ترلاسه كړي مبلغ څخه د بل له هر ډول لاسوهنې او د نورو له نيوكو پرته خپله استفاده كولی شي. يا داسې لكه يو د بل(دوست، دښمن، مسلمان، كافر، خپل، پردي)پر لاس جوړې شوې وسلې او وسيلې بې توپيره كارول چې پكې هيڅ ستونزه او پرې نېوكه نه شته او نه هم د جوړونكي اړخ پر لاسپوڅۍ تعبيرېدلی شي. په ځانگړې د غزې او لوېديځې غاړې ټولوژنو په روانو ناورينونو كې چې د بشريت پر مدار ټول(دوست، دښمن، مسلمان، كافر، خپل، پردي)د فلسطيني مقاومت د ملاتړ مسئوليت لري چې اقصی توپان سپېڅلي عمليات يې د ايران او حزب له خبرېدنې پرته او يوازې الله تعالی او د هغه ارادې ته ښكاره او پر تمه يې په خپلو لاسي جوړ كړيو وسلو او وسيلو پيل او ترسره كړل او لاهم زياتر چې د اشغالگر دښمن لاس ته ورځي؛ هغه پرې پر اعتراف سره وايي چې ترې نېولې محليةالصنع(خپلې جوړې كړې)وسلې او وسيلې دي او دا هم مني چې د مقاومت لاس ته ورغليو ناچاودو سرگلولو څخه يې ځواكمن ماينونه او سرگلولې جوړوي او پرې پر نښه كېږي. ايران او حزب چې د خپل سياسي رقابت يا پر بله هره انگېزه د اقصی توپان ملاتړ او غزې د نسل وژنې پر وړاندې ورته را دانگلي؛ وخت به وښيي، خو له فلسطيني مقاومت سره د الله تعالی د مرستې يو ډول يې گڼلی شو او په دې كې يې نور شك پرېنښود چې له فلسطيني مقاومت او د غزې او لوېديځې غاړې مستضعفو او بې دفاع وگړيو سره په بېلابېلو شكلونو د الله تعالی مرسته، نصرت او وروستی كار بشپړه فتحه ملتيا كوي، نور څه د ايران او حزب په شكل او څه په نورو شكلونو چې تر اوسه يې خورا ډېرې بېلگې ليدلې شوې دي او ځيني يې له دښمن سره له خپله كوره راوځي چې دا بيا د فلسطين د مقاومت د بشپړې سپېڅلتيا، د الله تعالی په لوی دربار كې د قبوليت او د هغه ج د قدرت د لويو نښو نښانو ښكارندويي كوي. دا ډول فلسطيني مقاومت او حماس يو ايماني ځواك دی چې پر خپل ځانگړي تفسير سربېره ځانگړی تحليل او ارزونه لري، پكې ډېر پټ او يوازې اسلامي عقيدې او شرعي دلائلو ته لوڅ او ښكاره استناد سره ترسره كېږي او له عامو تحليلونو، تحليلگرو او په ځانگړې له لوېديځو او دښمنو پوچو اټكلونو او انگېرنو سره هيڅ سر نه خوري چې عمده او كره دلائل يې دښمن هم درك كړي او ورته معلوم دي، خو بيا هم يې پر خپلو دغو اټكلونو او انگېرنو سره رسوي او عامه افكار پرې مغشوشوي. نړۍ وليدل د دغو اټكلونو او انگېرنو له مخې د نړۍ لومړۍ او دوهمې رتبې استخباراتي ځواكونو پر وړاندې اقصی توپان د تاريخ تر ټولو بريالی بريد او عمليات و چې ياد استخبارات يې د څرنگوالي په اړه اوس لا نوك هومره معلومات نه لري او لا د خپلو پرلپسې۱۴مياشتو ماتو پر منلو سربېره لگيا دي د حماس هغه وړتياوې، پرمختگونه او د جگړه ييزو اوسياسي پالېسيو پېچلتياوې يې چې د كلونو او لسيزو پر ټول توان يې هم څرك ونه شو لگولی؛ پرلپسې يې خبر ور کوي او بيا هم يوازې پر پوځي، استخباراتي او سياسي ډگرونو د مقاومت د پياوړتيا له حجم څخه د هماغو اټكلونو او انگېرنو له مخې او له واقعيته لرې. خو د خدای ج مرسته، نصرت او د قدرت نښې نښانې د كافر اټكل او انگېرنې ته هيڅ ځای نه لري، په غزه كې يې مثالونه او واقعيتونه د نړۍ د سترگو پر وړاندې دي او پر كلك باور د حزب اوربند د الله تعالی د مرستې او نصرت د يو بل پړاو پيل دی او همداسې به پر بديلونو او تراكم سره تر بشپړې فتحې دوام كوي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.