د افغانستان خاوره د نورو پر وړاندې ولې وكارېږي؟ !

جبريل سعد د غرب او د هغه د لاسپوڅو دولتونو، پروژيي سازمانونو او بنسټونو، ملېشيي ځواكونو او ارگانونو، استخباراتو او اړوند پروژو او په ټوله كې د غربي جوړښت او پر نړۍ يې د خورې شبكې يوه ډېره وړه كړنه او څرگندونه هم له شخصي، سياسي او په ځانگړې استخباراتي مفسدو او بلواگرو موخو خالي […]

جبريل سعد
د غرب او د هغه د لاسپوڅو دولتونو، پروژيي سازمانونو او بنسټونو، ملېشيي ځواكونو او ارگانونو، استخباراتو او اړوند پروژو او په ټوله كې د غربي جوړښت او پر نړۍ يې د خورې شبكې يوه ډېره وړه كړنه او څرگندونه هم له شخصي، سياسي او په ځانگړې استخباراتي مفسدو او بلواگرو موخو خالي نه دي او همغسې زموږ لپاره هم پرې د سر گرځولو او اندېښنې وړ نه دي. د ياد جوړښت او شبكې پېژندنه، په اړه يې دا ډول پرېكړه او پرې بشپړ باور ترلاسه كول اوس ډېره خواري او ستړيا هم نه غواړي، پر اسانۍكولای شو يوازې له غرب څخه پر اغېز او له خپل ولس، هېواد او نظام سره پر همغومره وړه خبره او د فكر او نظر پر اختلاف يې وپېژنو، په اړه يې پرېكړه وكړو او پرې بشپړ باور هم تر لاسه كړو. نور يې نو په دې مجال كې پر څرگنده مسلمانۍ ځكه بايد ونه غولېږو چې استخبارات او استخباراتي پلانونه، پالېسۍ، سياستونه، برنامې او موخې پلې كېږي همدا د دښمن له خپلې جامې او ښكاره بڼې څخه پر استفادې او دلته يوازې د همدې مسلمانۍ له بڼې پر استفادې خپل دغه هرڅه پلي كولی شي چې لږ ډېر راسره زموږ پر مزاج هم لاړ شي او د تراخو يې څلور نيمې لسېزې تجربې لرو. په نړيوالو رتبه بنديو كې اشغال تپلي رژيم د نادودو او فسادونو په ټولو ډولونو كې له لومړۍ تر پينځمې رتبې خپلې كړې وې.
خو چې پكې اشغال ښكېل و؛ دغه هيڅ ته هم دلته ناوړه سرليك نه دی وركړل شوی، بلكې سرليكونه يې هغه و چې اوس دلته ځمكني واقعيتونه دي او داسې نظام او پرمختگونه راغلي چې غرب او اړونده شبكه يې پر بشپړه خوله يوازې نيم يادولی شي، نور يې نه لرلی او نه يې هم پر خوب ليدلی شي. نو ځكه اوس غرب او نړيواله شبكه يې پرې سترگې او خوله غبرگ پټوي او په اړه يې هغو ناوړه نومونو، تورونو، توجيهاتو، انگېرنو او وهمي څرگندونو ته اړم وي چې په تپلي رژيم كې د سرليكونو بشپړ سرچپه واقعيتونه و. دلته د اسلامي امارت د ادارو او مشرانو اړوند، بېوزلۍ، د هېواد شاتگ، ناروغيو، مرگونو، نا أمنيو، په خپل تپلي رژيم كې يې د كاروليو وگړو پر وړاندې گواښونو، سيمې او نړۍ ته خيالي گواښونو، د نورو پر وړاندې افغانستان خاورې كارېدنې، ترهگرۍ او خپلې داعشي پروژې د پراختيا، د بشري او بيان ازادۍ(!)، له نړيوالو(!!)اصولو او قوانينو(!)سرغړونو، د واك انحصار، پوهنيز بهير او د مېرمنو زده كړو او په ټوله كې زموږ په ديني او كلتوري افغاني خپلواك شخصي حريم د لاسوهنې پر سرندو غږولو كله د اسمان را نړېدو او كله هم د ځمكې چاودېدو غوغاوې گډوي او د دې لپاره يې پر خپلو پروژيي سازمانونو سربېره له لزوم ديد سره خپلې روزلې او پوروړې مدني پروژې هم په كار اچولې دي او دا ځكه چې اړوند ځمكني واقعيتونه بشپړ او له هره اړخه سرچپه او مثبت دي چې سرچپه ښودل او په اړه يې د سرندو سرليكونه او دغه غوغاوې جوړول يوازې د يادو رسوا شويو سازمانونو د وس خبره نه ده.
د دلته ځمكنيو واقعيتونو او د دښمن د دغو غوغاوو ترمنځ دې څوك دومره هم خپل حواس نه بايلي چې د سترگو ليدلي او د لاس لمس كړي واقعيتونه چې ورسره هو-بهو برخورد لري او لرلی يې شي؛ هم د داسې چا په سترگو، خوله او رسنيو كې لټوي چې هيڅ ورپورې اړه او تړاو هم نه لري، بلكې يوازې د خپلو مفسدانه موخو لپاره يې پكې لاس را اچولي وي. په تېره بيا چې له اصله او نسله مذهبي، كلتوري، ټولنيز او شخصي متعصب دښمن هم وي او په كراتو مراتو يې د مخنيوي او په حريم كې د را اچولي لاس لنډولو هڅې هم شوې وي، آن لسيزې ورسره پرې جهاد هم شوی وي او د دښمنۍ محوري نقطه او د تركيز مصدر هم د هدف په توگه همدې واقعيتونو ته دا ډول تحقق ور كول وي، په لاره كې مو يې څلورنيمې لسيزې نږدې دوه ميليونه يوازې د سر قربانۍ ور كړې وي چې نږدې نيم ميليون يې برجسته او د هېواد او ولس لپاره د ډېر كار وې او كه دا هسې افسانه وي او پرې قناعت نه كېږي، نو دښمن هم ياد حريم ته را دننه كړې څو امپراتورۍ همدلته زموږ د خونړۍ مبارزې د سريښو په ډنډ او وينو په ډب كې وبايللې. نو د دغه دښمن پر خوله به يوازې د هغه په زهرو لړلي، اېل او زموږ له رښتوني ولسه بېل كړي او تر خپل اغېز او شبكه لاندي كړي هغوی ځي، نور نو عقل، فكر، ضمير او وجدان ته دا پرېكړه نږدې كېدی هم نشي چې له څه او چاسره دې دا دومره خونړی جهاد وكړ، پر وړاندې يې بريالی هم شوې او د هدف په توگه دې كوم څه ته چې تحقق ور كړ او واقعيت دې ثابت كړ؛ حقيقت يې هغه څه دی چې دښمن يې وايي.
گران هېواد او مجاهد ولس څلورنيمې لسيزې له هغو پردو تپليو ادارو، د هغو له گوډاگيو مشرانو، بېوزلۍ، شاتگ، ناروغيو، مرگونو، ناأمنيو، د افغاني هويت لرونكو وگړو پر وړاندې گواښونو، سيمې او نړۍ ته له ځانه گواښ پېښېدو، د نورو پر وړاندې د افغانستان خاورې كارېدنې، ترهگرۍ او د داعشي پروژې پراختيا، د بشري او بيان ازادۍ پر وړاندې محدوديتونو، د واك انحصار، پوهنيز بهير او د هرې قشر لپاره لازمو زدكړو او په ټوله كې مو په ديني، كلتوري او افغاني خپلواك شخصي حريم كې د لاسوهنو او له لارې يې دلته را وړل شويو بدمرغيو او بې عدالتيو پر وړاندې دغه جگړه وكړه، هيڅ مو هم درېغ نه كړل او دا دی اړوندې ټولې موخې مو ترلاسه كړې. خو غرب او شبكه يې د خپلو پر اصطلاح نړيوالو(!!)اصولو او قوانينو(!) له مخې په را واردولو پسې اوس بيا د له منځه وړلو پر وړاندې ولاړ او ترې ننگه كوي. په هر رنگ؛ دا څنگه كېدی شي چې پر هغو تورونو تورن شو چې دښمن يې پړه پر غاړه لري، موږ ورسره له۴نيمې لسيزې دا خونړی جهاد كړی او پر وړاندې مو يې ميليونونه د سر قربانۍ ور كړې دي؟ ! په ځانگړې د اسلامي امارت په داعيه كې هيڅ داسې څه بېخي نشته چې د هېواد، ولس او د هغه د لوړو ديني او ملي گټو او ارزښتونو سره ټكر وي.
خو غرب چې د پر اصطلاح نړيوالو(!!)اصولو او قوانينو(!)له مخې كوم تورونه لگوي؛ د هېواد، ولس او د هغه د لوړو ديني او ملي گټو او ارزښتونو او پرې د اسلامي امارت له ولاړې داعيې سره ټكر دي. مثال: داعشي فتنه پروژه د غرب، خو پراختيا بيا څنگه د افغانستان په څېر جهادي هېواد او مجاهد ولس كې ولري؟ ! او بيا د افغانستان، افغانانو، د هغوی د علياء گټو او ارزښتونو پر غوښتنه او د اسلامي امارت د داعيې له مخې يې د يو واقعيت په توگه ابتكار او تمويل پر لاس لرونكو غربيانو پسې دغه پروژه هم تر نفوذ ور كړل شوي بل هر هېواد دلته زر او په خرپ كې وځپل شوه. همداسې د هغو ټكو له ډلې چې پر وړاندې يې۴نيمې لسيزې جهاد شوی؛ يو هم د افغانستان او خاورې يې د نورو پر وړاندې كارېدل دي چې د هېواد، ولس، د هغه له گټو او ارزښتونو او پرې ولاړې د اسلامي امارت داعيې او اړوندو سياستونو او پالېسيو سره بشپړ ټكر او غرب+د هغه پروژو يې هڅه وكړه، خو افغانانو جهاد ورسره وكړ او اجازه يې ور نه كړه، نو بيا هم ولې او څنگه د افغانستان خاوره د نورو پر وړاندې وكارېرېږي؟ !. دا يوازې غربي نړيوالتوب دی چې اور او اوبه سره يو ځای كوي، هو ! غربي نړيوالتوب چې ځان يې يوازې په غرب او غرب يې بيا په امريكا كې انحصار كړی چې د نړۍ دوه په درې برخې جوړونكي مسلمانان او وروستو پاتې ملتونه پكې نه شماري؛ بيا هم نړيوالتوب دی او او دپام وړ دنده يې دا چې موږ ته بې توكيله د خپل خپلواك ملي نظام د ټول شموليت نسخې وړاندې كړي.