د اسلامي نظام تندې اخيستې نننۍ نړۍ !!

حنون حازم موضوع مې په گران هېواد كې د نېكمرغه لوی اختر له خوشاله، سوكاله او هوسا ورځو او فضاء څخه اخيستې. د اسلام سپېڅلی دين د هغه د رسونې-رسېدنې او نبوت د سپېڅلې دندې په څېر له آدم عليه السلام څخه تر نبي عليه السلام پورې او بيا د آخرت تر ورځې همدا يو […]

حنون حازم
موضوع مې په گران هېواد كې د نېكمرغه لوی اختر له خوشاله، سوكاله او هوسا ورځو او فضاء څخه اخيستې. د اسلام سپېڅلی دين د هغه د رسونې-رسېدنې او نبوت د سپېڅلې دندې په څېر له آدم عليه السلام څخه تر نبي عليه السلام پورې او بيا د آخرت تر ورځې همدا يو اسلام دی، د نبوت لړۍ هر قوم ته بېلابېل نبيان او پيغمبران عليهم السلام لرل، نو كه څه هم د هر نبي او پيغمبر جلا شريعت و، خو دين يې همدا يو(سپېڅلی اسلام)و، هم دی او هم به تر آخرته وي. يهوديت او نصرانيت هم پر خپل وخت موسی عليه السلام او عيسی عليه السلام ته ور كړل شوي د اسلام دين شريعتونه و چې د رسول الله مبارك صلی الله عليه وسلم(محمدي)وروستي او تلپاتې شريعت په راتلو سره له منځه تللي او پرې عمل كول نه شته، بلكې له منځه تللو وروسته بيا هم پرې عمل كول كفر دی او دا اوسنی يهوديت او نصرانيت خو بېخي هغه دي نه چې پر خپل وخت د اسلام دين د شريعتونو په ډول پېژندل كېدل، بلكې د اوسني يهوديت او نصرانيت يوازې نوم همغه دی، نور د وضعي قوانينو، فكري ليدلوريو او د مادي شخصي او سياسي گټو لپاره را منځته شوې يوه مصنوعي تگلاره ده چې پكې د يهوديت او نصرانيت له نوم او د اړتيا پر وخت يې له ځيني لارښوونو ابزاري استفاده كېږي، كټ مټ لكه سېكولري، ديموكراسي او امريكايي منځلاری اسلام چې د بشريت له شعار، د سپېڅلي اسلام له لارښوونو او د اسلامي كلتور له ځانگړنو څخه پكې استفاده كېږي.
نو دا چې پخوانی يهوديت او نصرانيت پر محمدي شريعت له منځه تللي او اوسنی يهوديت او نصرانيت بيا پر پخواني نوم يوه مصنوعي تگلاره ده؛ نننۍ نړۍ د ژوند فطري او تر ټولو هراړخيزه او په هرڅه پوره د اسلام تگلاره غلطه كړې ده او پر ځای يې د مصنوعي تگلارو په را منځته كېدو له هغو كړاوونو سره مخ او پكې نښتې ده چې د ژوند دغې يوازېنۍ تگلارې بېخي نه و پېژندلي او تجربه كړي، په ځان كې لرل خو يې لرې خبره ده. دغو كړاوونو پر نړۍ گڼې، بې شمېره او د انساني ژوند پر هر گام غوغاوې او شور-ځوږ را منځته كړي چې اوس ټول ملتونه له جگړو او نا امنيو سر ټكوي، له مرگونو او ويرونو خاورې بادوي، په اوج كې سياسي، فرهنگي او اقتصادي ستونزې ورپېښې دي، وگړيز او ټولنيز ژوند يې تريخ دی او له هغه ژونده بېخي بېزاره دي چې له خپلې فطري تگلارې سره سم پر مخ وړلو كې ډېر ښكلی، زړه وړونكی او له نېكمرغيو ډك دی. د نړۍ اوسنۍ صحنه، د شپو-ورځو جريانونه او پرې يو تر بلې بدتره شېبو راتلو او تېرېدو څخه په ډاگه جوتېږي چې الله تعالی له انساني ژوند سره د هغه يوه تگلاره هم پيدا كړې او د انسان په فطرت كې يې اغښلې ده، خو اوس د نورو تگلارو په را منځته كېدو سره موږ هغه خطا كړې او له أمله يې له خپل فطرت سره پر جگړه كېوتي يو چې يادې ټولې ناخوالې يې را جلب كړې او له ځان سره يې لري.
اوس چې په نړۍ د سالم فطرت څښتن كوم وگړي، ټولنې او ملتونه څه غواړي، څه نه غواړي او له څه كړېږي؛ د اړوندو ټولو او هر ډول تعبيرونو غورچاڼ او لنډيز يې دا دی چې له خپل فطرت سره سم ژوند غواړي، خو دا چې د هغه تگلاره ترې وركه ده، نه يې پېژني او نه پوهېږي چې د سپېڅلي اسلام په څېر د ژوند يوه تر ټولو غوره، هراړخيزه او پر هرڅه پوره تگلاره شته او اسلامي نظام يې چاره او چاپېريال را منځته كوي؛ نو خپل ډول-ډول تعبيرونه او سرليكونه ورته كاروي چې داسې دې وشي او هغسې دې نه كېږي او معنا دا چې ژوند دې له خپلې فطري تگلارې(اسلام)سره سم پر مخ يوسي. په دې ډول شعوري او پر لاشعورۍ ټوله نړۍ د اسلام سپېڅلي دين غوښتنه لري، خو تعبيرونه او سرليكونه نور دي. دا چې دغه غوښتنه بيا د پوره كېدنې لپاره په ضمن او خپل ځان كې د سالم او وړ چاپېريال غوښتنه هم را نغاړي چې د رامنځته كولو لاره يې رښتونی اسلامي نظام دی؛ نړۍ له تعبيرونو او سرليكونو ورهاخوا يو گام نوره هم د ژوند له فطري تگلارې(اسلام)څخه لرې برېښي، بلكې لا د ژوند د مصنوعي تگلارو په پلي كولو كې چې له دغې فطري تگلارې سره نړۍ په جگړه ده؛ په لا شعورۍ يې له خپلو تعبيرونو، سرليكونو او ترې لاندې هيلو او ارمانونو سره را اخيستې ده.
موږ افغانانو چې په تېر څلورنيمي لسيزې جگړه ييز پير كې د نورې نړۍ په څېر كوم څه غوښتل او له كوم څه مو خاورې بادولې؛ كه څه هم د مسلمانانو په توگه مو د ژوند لرغونې تگلاره همدا فطري تگلاره وه او پر بشپړ باور مو په كې خپل دغه ارمانونه او هيلې ليدلې وې او ليدلې مو، خو كه ميليونونه د سر قربانۍ مو وركړې، سگونه زره مليارد افغانۍ تاوانونه مو وليدل او غولونكې گرده نړۍ مو هم تر څنگ ولاړه وه، هيڅ مو نه ترلاسه كولی شو او نه مو تر لاسه كړل چې چاپيريال برابر نه و او اسلامي نظام مو نه درلود. نو ايله اوس مو د اسلامي نظام پر لرلو په وړيا ډول او د عادي او عام امنيت په ټينگښت سره هغه ډېر څه ترلاسه كړل او لا ورته په تمه يو. پر ناخوالو او كړاوونو د مخ پوښلې نړۍ او د حال له تعبيرونو او سرليكونو سره يې زموږ د اوسنۍ خوشالۍ، سوكالۍ او هوساينې له پرتلې پر اسانۍ دې پايلې ته رسېږو چې نننۍ نړۍ د اسلامي نظام تندې اخيستې ده، خو لكه چې ومو ويل: نه پوهېږي چې د سپېڅلي اسلام په څېر د ژوند يوه تر ټولو غوره، هراړخيزه او پر هرڅه پوره تگلاره شته او اسلامي نظام يې چاره او چاپېريال را منځته كوي، بس خپلو غوښتنو او ناخوالو ته ډول-ډول تعبيرونه او سرليكونه كاروي او په دې ډول شعوري او پر لاشعورۍ ټوله نړۍ د اسلام سپېڅلي دين غوښتنه لري، خو تعبيرونه او سرليكونه نور دي او د ټولو معنا او غوښتنه دا ده چې ژوند دې له خپلې فطري تگلارې(اسلام)سره سم پر مخ يوسي.