نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
جبريل سعد أقصی توپان گرده نړۍ په بله خوا واړوله، هرڅه يې را برسېره كړل او ډېر مناسبات او تگلارې يې له رسوا كولو وروسته پر نويو واړولې چې اوس يې د څرگند ټكر له أمله هرڅه ډراماتيك اوښتي. د روان فصح(ياد لمانځنې)أختر په څېر د اكتوبر۷مه هم د يهودانو د أختر ورځ وه چې […]
جبريل سعد أقصی توپان گرده نړۍ په بله خوا واړوله، هرڅه يې را برسېره كړل او ډېر مناسبات او تگلارې يې له رسوا كولو وروسته پر نويو واړولې چې اوس يې د څرگند ټكر له أمله هرڅه ډراماتيك اوښتي. د روان فصح(ياد لمانځنې)أختر په څېر د اكتوبر۷مه هم د يهودانو د أختر ورځ وه چې أقصی توپان يې د وير په توره ورځ واړوله، پر خپل نوم يې كړه او مخكې چې ياد أختر ته كارېدله؛ اوس په لوېديځه غوغا كې د اكتوبر۷مې اصطلاح د أقصی توپان پيل ته كاريږي. توپان چې پر پېښه يې۷مياشتې اوړي؛ تر اوسه په خپله مانا پوره ختلی او رښتونی توپاني حيثيت يې پر زباد رسولی دی. كه د لوېديځې او خليجي ساختمانې نړۍ مصنوعي او لاسي جوړ كړي صهيونيست اسرائيل د هغې پر ملاتړ د ترلاس لاندې پلانونو له دوربينه د غزې د روانې نسل وژنې او ويجاړۍ خوبونه ليدل، پر وړاندې يې أقصی توپان پر وار مخكې كولو سره د گردې نړۍ هغه جوړښت ويجاړ او خوسا كړ چې يادې ساختمانې نړۍ د اسرائيلو د جوړونې په څېر موخو او پلانونو په چوكاټ كې را منځته كړی و او له لارې يې د نړيوالتوب او بشريت له يوازينيو دوو سرليكونو پر استفادې پر گردې نړۍ د خپل راج چلونې لپاره غورځې پرځې كولې. اقصی توپان د اسلام، رښتونې اسلامي ټولنې او بشپړ بشريت پر وړاندې په هره بڼه ولاړ دښمن باندې بلا كانې وكړې او په لومړي گام كې يې يو مهم ټكی دا جوت كړ چې د صهيونيست اسرائيل په اوسني جوړښت كې ساختمانې نړۍ د يهودو، عيسايانو او ملاتړو عربو په اړه له جوړ كړي عام فكر او باوره خورا ډېره او ناوړه گټه پورته كړې ده. أقصی توپان وښودل چې نه هر يهودي صهيوني، نه هر صهيوني يهودي، نه هر عرب عربي او نه هم هر صهيوني عرب دی، بلكې د فلسطين په قضيه كې ښكېل لوېديځ او ډېری خليجي او گاونډي دولتونه او د هغوی ترزيق شوې مزدورې څيرې صهيونيستان دي چې له دوی پرته يهودي او نور وگړي يې په ډول ډول غولونكو شعارونو او سرليكونو له ځان سره بوخت ساتلي او تر يادو شعارونو او سرليكونو لاندې يې هغه ټولې ازادۍ ور كړې چې يوه له انسانيته تر ټولو لرې او صهيونيستۍ ته تر ټولو نږدې ټولنې په جوړولو كې رول ولري او يهودي او بله هره ټولنه ترې بېزاره او له هويت او اصالت سره يې ټكر دي. همداراز ساختماني نړۍ د صهيونيستي رژيم په اوسني جوړښت كې چارواكي، ځواكونه او دولتي كار كونكي له بېلابېلو هغو هېوادونو او ټولنو را ټول كړي چې اوس يې ځواكونه د صهيونيستي ځواكونو ترشا جگړه كوي. د اقصی توپان د پيل په لومړيو ورځو كې او بيا د ايران له توغنديز بريد سره له اشغالي فلسطينه د يهودي وگړو تېښتې او پر تړاو يې څېړنو هم وښوده چې دوی د ساختمانې نړۍ لخوا د صهيونيستي رژيم پر دغسې جوړونه او په اړه يې دا ډول باور را منځته كولو غولول شوي او د فلسطين خاوره شونې نه ده د يهودو شي چې٪۹۰به يې بېرته اشغالي سيمو ته بيا ستانه نشي. د صهيونيستي پديدې، يهوديت او عربي صهيونيستۍ او په ټوله كې د صهيونيست رژيم جوړولو ساختمانې نړۍ او تر واك يې د لاندې وگړو تر منځ د دغه لوړ توپير او جلا والي حقيقت اوس دا مهال لا ښه څرگند شو چې په امريكا، پرانسې او نورو لوېديځو او خليجي گڼو هېوادونو كې د غزې د نسل وژنې پر وړاندې توپاني لاريونونو سره بې ساري وحشيانه او بې رحمانه چلند روان او په خپل ډول كې د غزې ناورين ته ډېر ورته دی. دغه لاريونونه چې له لومړي سره د صهيونيستي رژيم او د هغه د چارواكو د مالي، تسليحاتي او تبليغاتي ملاتړ پر وړاندې په امريكا كې د كولمبيا پوهنتون شاگردانو پيل كړي؛ د ياد پوهنتون مصري نژادې مشرې پرغوښتنه يې د مخنيوي پر نوم د پوليسو له لاسوهنې سره د شاگردانو د كورنيو سربېره د پوهنتونونو استادان او په دولتي بنسټونو كې د ولسونو استازي هم ورسره يو ځای او لاريونونه ژبغړانده شول. د پوليسو او امنيتي ادارو لخوا يې د چپ او تيت وپرك كولو بې رحمانه او وحشيانه چاپو او چلند سره د امريكا، پرانسې، افريقا، اردن او ايران په گډون د نړۍ نورو هېوادونو مشهورو پوهنتونونو ته وغځېدل چې اوس روان جريان يې له هيچا پټ نه دی. دې وښوده چې د نړۍ پوهمينه طبقه او پر ملاتړ يې ولسونه او د هغوی استازو شعور او ادراك د صهيونيست رژيم او د هغه د جوړولو ساختمانې نړۍ ټولو تكتيكونو، شعارونو، سرليكونو او اړوندو واقعيتونو ته رسېدلی او نور به تېره نړۍ او دغه شعارونه او سرليكونه له منځه ځي او يوه نوې پر واقعيتونو ولاړه بشري طبقه صحنې ته راځي. د اقصی توپان په نېك پال سره د اكتوبر۷مې برېمن عمليات يو رښتونی توپان او گرده نړۍ يې پر سر اخيستې ده. دا د هغو پاكو وينو، قربانيو او نيتونو ښمر دی چې د فلسطين مقاومت يې بيې ته غاړه ايښې او اوږه يې ور كړې. د اقصی توپان د صهيونيست رژيم او د هغه د جوړولو ساختمانې نړۍ د عام كړي فكر په دام كې راغلي يهود له صهيونيستانو څخه رابېل او عرب نما صهيونيستان يې د عربي ټولنې له منځه را چاڼ كړل، پر نړۍ خپور صهيونيستي فكري جال يې ټول كړ، صهيونيت يې له انسانيته جلا او څرگند وښود، پر نړۍ يې د دوی عام كړی فكر او اړوند اصطلاحات يې رسوا او ناچله ثابت كړل او هغه ټولې ځانگړنې يې لرلې چې دا زموږ پر اصطلاحات بادي او باراني توپانونه يې لري او آن د غزې له آتش پشانونو او اور شيندنې يې نړۍ ته اور ورپورې كړ.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.