نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
عزت غفوری (آزاد خبریال) په پام کې ده چې د دوحې دریمه غونډه د غبرګولۍ میاشتې په ۱۰ او ۱۱ نېټه د ملګرو ملتونو په وړاندېز او د غربي هیوادونو په ګډون د اسلامي امارت د پلاوې په ګډون او د تښتېدلو له ګډون پرته د یو اړخیز بندیزونو د لیرې کولو په موخه جوړه […]
عزت غفوری (آزاد خبریال)
په پام کې ده چې د دوحې دریمه غونډه د غبرګولۍ میاشتې په ۱۰ او ۱۱ نېټه د ملګرو ملتونو په وړاندېز او د غربي هیوادونو په ګډون د اسلامي امارت د پلاوې په ګډون او د تښتېدلو له ګډون پرته د یو اړخیز بندیزونو د لیرې کولو په موخه جوړه شي.
ملګري ملتونه د دې سازمان له منشور سره سم، د هېوادونو د چارو د پاى ته رسولو په موخه له غړو هېوادونو سره د مشورې لپاره يو لړ غونډې جوړوي؛
د دوحې په دریمه ناسته کې یوازې د دولتونو به د رسمي استازي او پلاوو په توګه ګډون کوي تر څو د افغانستان مسئلې ته رسېدنه وکړي او د هغې د حل په اړه مهم بحثونه وکړي، ځکه له دولتي نظام څخه بهر د مدني فعالانو او د ښځو په نوم استازې د ګډون لپاره اجازه نشته.
افغان حکومت به د یو اړخیز او غیر قانوني بندیزونو د لرې کولو مسله راپورته کړي.
په حقیقت کې دا غونډه د یو اړخیزو بندیزونو په اړه د افغان حکومت او لویدیځو هېوادونو ترمنځ د بحث او د نظر د تبادلې یو فرصت دی.
داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزارت د دريمې څانګې مشر ذاکر جلالي ويلي چې په دې برخه کې پرمختګونه په راتلونکو ناستو کې مثبت اغيز لرلاى شي. ځینو نښو ته په پام سره داسې ښکاري چې لویدیځ نه غواړي له افغانستان سره په خپلو تعاملاتو کې د نورو لوبغاړو څخه شاته پاتې شي.
د دوحې دریم غونډه د حکومتونو د استازو تر منځ غونډه ده او د یو اړخیز بندیزونو د لرې کولو، د مخدره موادو د کښت پر بدیل، اقتصادي ودې او د معیشت د بدیلونو پر مسئلو متمرکزه ده.
د بشر د حقونو او د ښځو د حقوقو موضوع او بحث د لویدیځ له نظره یوه غولوونکې وسیلې ده، دا خبرې اترې په بشپړه توګه د دوحې د دریمې غونډې له اجنډا څخه بهر دي.
په دې برخه کې د مخالفینو غوښتنې له پامه غورځول شوي او د دې بحث محتوا د افغانستان داخلي مسئله ده، په اصولي او اخلاقي لحاظ هیڅ هیواد حق نه لري چې د بل هیواد داخلي مسایل راپورته کړي!
که مدني ټولنه، د ښځو سازمانونه، رسنۍ او تښتېدلې ومني او که نه، اسلامي امارت په جګړه او خبرو اترو کې پریکنده بریا لري، ځمکنېبشپړتیا، نفوس، د بشپړ ځواک خاوند ، مليحاکمیت، مليخپلواکۍ یې په لاس کې ده او د عامه خدمتونو د وړاندې کولو بوخت دی، د اصولو له مخې افغان حکومت کولای شي د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغانانو د استازي په توګه ګډون وکړي.
د اصولو له مخې افغان حکومت کولای شي د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغانانو د استازي په توګه ګډون وکړي. (عزتغفوري آزادخبریال)
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.