نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
حنون حازم د تېرې يكشنبې او دوشنبې(د سرطان مياشتې۱۰-۱۱)په ورځ د قطر په دوحه كې د افغانستان په اړه د ملگرو ملتونو غونډه وه چې پكې د اسلامي امارت پلاوي هم گډون وكړ. د اسلامي امارت له نږدې درې كلن واك سره د افغانستان په اړه د ملگرو ملتونو د هممهاله غونډو لړۍ دا درېيمه […]
حنون حازم د تېرې يكشنبې او دوشنبې(د سرطان مياشتې۱۰-۱۱)په ورځ د قطر په دوحه كې د افغانستان په اړه د ملگرو ملتونو غونډه وه چې پكې د اسلامي امارت پلاوي هم گډون وكړ. د اسلامي امارت له نږدې درې كلن واك سره د افغانستان په اړه د ملگرو ملتونو د هممهاله غونډو لړۍ دا درېيمه غونډه ده چې په دوحه كې ترسره كېږي او تر دې وړاندې ورته بې وكالته دوه نورې غونډې هم شوې وې، خو اسلامي امارت ته له بلنې سربېره پكې هغه گډون ونه كړ. د اسلامي امارت د گډون او نه گډون دغه دريځونه دواړه پر ځای او د نړيوال بهرني سياست پر ډگر او هم د يو مسئول نظام په توگه يې خپل حيثيت ته د گټور تمامېدو ترڅنگ وهم ستايل شول. په دوحه كې د افغانستان په اړه د ملگرو ملتونو درېيمه غونډه كې د اسلامي امارت پلاوي د گډون شرائطو له برابرېدو سره هغه د اسلامي امارت د مركزي وياند مولوي ذبيح الله مجاهد په مشرۍ گډون وكړ. نوموړی چې د تېر جهاد له وخته يې هر وخت د افغانستان په اړه د ملگرو ملتونو او د هغه اړوندو سازمانونو، استازو، پالېسيو او سياستونو ته د اسلامي امارت پر داعيه او دريځ ولاړ او همغږي بې ساري معقول، پر ځواكمن استدلال او منطق ولاړ، د بشپړ قناعت وړ، قاطع او جسورانه ځوابونه ويلي؛ د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا د دوحې دغې غونډې ته د پلاوي د مشرۍ لپاره خورا كره او پر ځای انتخاب و. ښاغلی مجاهد چې د دوحې درېيمه غونډه كې د افغانستان پر مالي او بانكي نظام د بنديزونو لرې كولو، د خصوصي سكتور پرمختگ او پياوړتيا او نشه يي توكو سره د مبارزې او د هغه د بديل كښت په اړه وغږېد؛ د تل په څېر بيا هم يې هماغو ملگرو ملتونو ته د خپل مېز پر سر او پرې را ټول كړيو د امريكا په گډون د گڼو هېوادونو او د ياد سازمان اړوند ادارو استازو ته يې مخامخ په خورا واضحو ټكور او بشپړ جسارت او زړورتيا خبرې وكړې او د اسلامي امارت دريځ او په غونډه كې يې د پلاوي د گډون ايجنډا يې بيان كړه. نوموړي څومره چې تمه ترې كېده، وزني، له معنا او اغېزو ډكې او پر واقعيتونو او پكې پر شته نكتو ولاړې څرگندونې يې درلودې چې د غونډې گډونوالو ته خورا حيرانونكې وې. هغه د خپلې وينا په يوه برخه كې په زغرده وريادوي چې له دې انكار نه كوي چې د اسلامي امارت له ځيني پرېكړو، پاليسيو، سياستونو او له مخې يې د اخيستيو گامونو سره به ځيني اړخونه ستونزه لري، خو د دولتونو ترمنځ د پالېسيو او سياستونو توپير او بدلون يوه طبيعي او عامه چاره ده چې ورسره په تقابل كې يې پر وړاندې له شته امنيتي، سياسي او اقتصادي ابزارو او لارو چارو په گټې اخيستنې د يو جگړه ځپلي ولس ژوند اغېزمنول مېړانه نه ده، بايد د تعامل او د خبرو له لارې د هوارۍ چاره يې ولټول شي. ذبيح الله مجاهد په لومړي ځل نږدې دوه كاله وړاندې په تركيه كې د ديني عالمانو د يووالي په نړيواله غونډه كې گډون كړی و چې په خورا ډكه پېمانه يې پكې د اسلامي امارت او افغان ديني عالمانو او پوهمينې طبقې استازولي وكړه او په حاشيوي كنفرانسونو، ليدنو كتنو او يوې دوهمې غونډې كې يې گډون هم گڼ پيغامونه او لاسته راوړنې درلودې. د دوهم ځل په توگه يې د ملگرو ملتونو د دوحې په وروستۍ درېيمه غونډه كې گډون هم له لاسته راوړنو ډك و او تر اوسه چې د دغې غونډې په اړه رسنيو كوم څه خپاره كړي؛ يوازې پكې د ښاغلي مجاهد پر څرگندونو، په غونډه كې د اسلامي امارت د پلاوي د گډون پر لاسته راوړنو، له غونډې وړاندې او وروسته د گڼو هېوادونو له استازو او لوړپوړو چارواكو سره پر حاشيوي ليدنوكتنو، پكې شويو ژمنو او پرمختگونو او مثبتو پايلو باندې راڅرخي چې زياتر په غونډه كې د اسلامي امارت د پلاوي د گډون له ايجنډا، د پلاوي د مشر له څرگندونو او لاسته راوړنو څخه سرچينه اخلي. په دا ډول غونډو كې د ښاغلي مجاهد پر مشرۍ د اسلامي امارت د پلاويو اغېزمن گډون چې د هغه په اړه د نړيوالو سازمانونو او لومړۍ رتبې هېوادونو بشپړ ليدلوری بدلولی شي او عملاً يې بدل هم كړي؛ نوموړی نړۍ ته د اسلامي امارت ځانگړی استازی را پېژني او ترڅنگ يې گڼ پيغامونه او زېري له ځان سره لري چې له تر ټولو مهمو څخه يې د ملگرو ملتونو او دا ډول غونډو له لارې له نړيوالې ټولنې سره د تعامل او تفاهم د لارې خط مشې كېدل هم يادولی شو. په تېر جهاد كې او بيا د دوحې له تړون څخه د نړيوالې ټولنې او په ځانگړې د امريكايي ادارې لاتر اوسه پرلپسې سرغړونو له امله د اسلامي امارت د واك په تېرو دريو كلونو كې له نړيوالې ټولنې سره تعامل او تفاهم له چوكاټ او اصولو وتلي او په ټپه درېدلي و او هيڅ ايجنډا او ميكانيزم يې نه معلوم و او نه يې د رامنځته كېدو كومه لاره او چاره تر سترگو كېده چې له امله يې د افغانستان په اړه ځينې بې معنا او بې گټې غونډې منډې او يا پكې په گډون سره له اسلامي امارت څخه خورا بې ځايه او ناسمې تمې هم كېدې، خو چې پكې د اسلامي امارت د پلاوي د گډون شرايطو په برابرېدو سره د دوحې په درېيمه غونډه كې ياد پلاوي گډون وكړ؛ طبعاً يې له نړيوالې ټولنې سره د تعامل او تفاهم يو داسې خط سير را منځته كړ چې په ځان كې د هغه يو هر اړخيز چوكاټ، اصول، ميكانيزم، ايجنډا او ډېر څه په اړه بشپړ لارښود وگرځي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.