نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
جبريل سعد دا مهال موږ افغانان د هېواد د چارو او اړتياوو پر ازاد او خپلواك سمون، بيا رغونه او سمبالښت اخته يو. زموږ هېواد، چارې او اړتياوې يې څه عادي خبره، چاره او د نورو هېوادونو په څېر نه دي چې له پېړيو، لسيزو او كلونو پخوا راهيسې په سيستماتيك پرمختگ كې روانې پاتې […]
جبريل سعد دا مهال موږ افغانان د هېواد د چارو او اړتياوو پر ازاد او خپلواك سمون، بيا رغونه او سمبالښت اخته يو. زموږ هېواد، چارې او اړتياوې يې څه عادي خبره، چاره او د نورو هېوادونو په څېر نه دي چې له پېړيو، لسيزو او كلونو پخوا راهيسې په سيستماتيك پرمختگ كې روانې پاتې شوې او د وخت غوښتنو په پوره كولو كې يې اوس دوام هم ساده او اسانه چاره وي، بلكې لكه چې تخريب او ويجاړۍ يې لسيزې، يرغلونه، د سناريوگانو ناانډوله پېښې او كلونه اخيستي؛ هغسې يې اوس بيا له سره سمون، رغونه او سمبالښت هم وخت ته اړتيا لري. هو ! وخت ته چې لسيزې به وي او كه كلونه او دا ځكه چې يو خو د ويجاړۍ هنر جلا دی او د جوړونې جلا چې د ويجاړۍ هنر يادو يرغلونو او سناريو گانو په دغو لسيزو او كلونو كې پلی كړی، نو چې زموږ د سمون، رغونې او جوړونې له هنر به څومره وخت واخلي؟. بل دا چې ويجاړي تر جوړونه اسانه ده او بيا هم يې دغه اوږده موده نيولې، نو… البته د سمون او سمبالښت لپاره د اړتيا وړ دغه وخت او موده د يوې ناسمې مقايسې له مخې كلونو ته را لنډولی شو او هغه داسې چې له كومو سمبوليكو سرليكونو، شعارونو او لاپو شاپو سره ياد يرغلونه او سناريوگانې ترسره شوې وې؛ دغه ټوله موده يې پر اړوندو شعاريزو او سمبوليكو اهدافو او موخو هومره كار ونه كړ كوم چې د اسلامي نظام په راتلو افغانانو اوس په ازاد او خپلواك ډول د دريو كلونو په موده كې وكړ او لا دوام لري. دغه مقايسه ناسمه ځكه ده چې د يرغلونو او سناريوگانو تخريب او ويجاړۍ او د افغانانو د خپلواك سمون، رغونې او جوړونې تر منځ پرتله ښيي او بيا د پرتلې پايله هم سرچپه راځي او ويجاړي او سمون يو د بل پر معنا او يا د تش شعار او واقعيت كيفيتونو ترمنځ برابري هم نه شي كېدی. يرغلونه او سناريوگانې د تخريب او ويجاړۍ لپاره ترسره شوې وې او په دې كې شك نه شته چې رامنځته كړې ويجاړۍ يې تر دې سمون او رغونو چې افغانانو په تېرو۳كلونو كې ترسره كړې؛ څو برابره ډېرې وې. په هررنگ؛ هېواد، چارې او اړتياوې يې وخت او ترې ښې گټې اخيستنې ته اړتيا لري، څو سمې، ورغولې او سمبالې شي او په همدې كې له نورو سره د برابرۍ چټكې هڅې پكار دي، نه دا چې ورته د لازم وخت اړتيا، د دغې اړتيا پوره كېدو او اړوندو هڅو ته له پاملرنې پرته همدا اوس او بل هر ساعت چې هلته څه وي؛ دلته بايد عملي ډول د هغوی سيال يو. چېرته چې دغه ويجاړۍ نه دي رامنځته شوې او كه را منځته شوې هم دي، سمون او رغونې ته يې پاملرنه نه كېږي او يوازې د لوېديځ پر خوښه او ورسره په سيالۍ روان دي چې تېرې لسيزې افغانستان هم او اوس پاكستان، مصر، سعودي دغه حقيقت ژوندی تمثيلوي او ورته په پام زموږ لومړيتوب بايد د ويجاړيو هراړخيز سمون، بيا رغونه او د هېوادنيو چارو سمبالښت وي. تر اوسه زموږ د۳كالو پرمختگونه او لاسته راوړنې چې په يادو څو لسيزو كې يې پر نوم ميلياردونه د نړۍ تر ټولو د لوړ ارزښت پولي واحد(ډالر)له بهر او نړۍ څخه راغلل او لا دلته د خپلو مالي سرچينو له ډېروالي سربېره ماليې هم لوړې وې؛ بيا هم يې څرك لا ونه لگېده، خو د همدې لومړيتوب بركت دی چې اوس له هغه پرته او د دغو ميلياردونو له ډلې له۷تر۹نيم ميليارده ډالرو كنگل كېدو سربېره مو دغه پرمختگونه او لاسته راونې يوازې د هېواد پر خپلو عائداتو او بشري انرژۍ ولاړې دي او د دې راز بيا د ياد لومړيتوب پر يو حياتي عنصر كې نغښتی دی چې بيت المال او ځای پېژندنه يې ده. د يو هېواد خلك دنده لري چې په يو موټي والي سره هغه او ولس ته بې توپيره او پر بشپړ اخلاص كار وكړي، د همدې كار پر مټ يې چې د سوداگرۍ، مزدورۍ، توليد، بزگرۍ او… له لارې د خپلې حرفې په بڼه ترسره او دوام كوي؛ هېوادنۍ او ملي عائد او خزانه(بيت المال)بډايه او شتمنه كړي او بيا د هېواد او ولس دغه شتمني د بيت المال(د ټولو گډ حق)له حيثيت سره سمه د خپل استازي نظام لخوا پر ځای ووېشله او ولگوله شي. ملي عائد او خزانه چې بيت مال المسلمين(د يو هېواد او ولس د ټولو وگړو د گډې شتمنۍ زېرمه)او په لنډيز سره بيت المال ورته وايي؛ او د لگونې ځای پېژندلو اړتيا او ارزښت يې هم په لنډ ډول له همدې څخه ښه جوتېږي چې په تېرو لسيزو كې د افغانستان، افغانانو او دلته اړتياوو او رغونو پر نوم له بهر څخه راغلي ميلياردونه ډالر او د دلته را ټولېدونكو لوړو ماليو كافي عائدات هم بيت المال او د افغانستان او افغانانو د گډ حق زېرمه وه او اوس د اسلامي امارت لخوا را ټولېدونكی عائد او ملي خزانه كې هرڅه هم… توپير يوازې دا دی چې په تېرو لسيزو كې ياد هيڅ له خپل بشپړ ډېرښت سره هم د افغانستان او افغان ولس د گډ حق په توگه نه پېژندل كېده، نه زېرمه كېده او لا پر پېژندنه سربېره نه ور كول كېده چې له امله يې طبيعي هم دغه شتمني پر ځای نه لگول كېده، نو لسيزې هم هيڅ پرمختگ نه كېده او نه هم هېواد او ولس كومه لاسته راوړنه درلوده. خو اوس د هېواد او ولس د هر وگړي دغه حق او شتمني له پېژندنې سره سم د اسلامي امارت لخوا د ملي عائد په ډول زېرمه كېږي، خپل ځای ور كول كېږي او پر ځای لگول كېږي چې دا دی ورسره په۳كلونو كې تر تېرو لسيزو هم ډېر زيات پرمختگونه او لاسته راونې لرو. د دې د سپيناوي اړوند په تېرو۳كلونو او بيا په دې وروستيو كې سوداگرو او داگريزو ترانسپورتونو ته اسانتياوې، پر توكو د تعرفو ټيټوالی، د ابادۍ او بيا رغونې سلگونه او زرگونه وړې او لويې پروژې او پكې پرمختگونه، د صنعت او انكشاف برخه كې د پام وړ زياتوالی، د اوبو مهارېدنې او ځمكنۍ بشپړتيا ته پاملرنه، له گڼو هېوادونو سره له ډيپلوماټيكو اړيكو پر استفادې هلته افغانانو ته سفري او د كډوالۍ اړوند اسانتياوې، د هېوادونو، پانگوالو او شركتونو ملاتړ، پروژو او پانگونو جلب، له سيمې او نړۍ سره د سوداگريزې راكړې ور كړې او ترانزيت كې پراختيا او له لارې يې په عائداتو كې د پام وړ ډېرښت، د لسگونه زره روږدو او هومره سوالگرو مناسبې چارې، بېوزلو ته د كاري فرصتونو رامنځته كونې، د شهيدانو كورنيو، كونډو، يتيمانو او معلولينو سره پرلپسې همكارۍ چې كچه يې يوازې په وروستيو څو مياشتو كې له۱۰ميليارد افغانيو اوښتې او داسې نور د يادونې وړ دي چې ورسره هممهاله د تېرو لسيزو پر ادارو او چارواكو پاتې د برېښنا بهرني پورونو پرېكونې او ور کړې، له يادو چارواکو د برېښنا وزارت بيلونو اخيستنه، د غصب كړيو ځمكو استرداد او پرې پر ملي شتمنيو جوړې كړې شاهانه ماڼۍ او ودانۍ راگرځول او نړول د دغه حقیقت اړوند هرڅه بشپړ واضح او څرگند ښيي. په ځانگړې پر داسې مهال چې په تېرو لسيزو كې تر ټولو ځپلې، لوټلې او بېوزلې طبقې ته اوس اسلامي امارت د څو مياشتو په دننه له لس ميليارده افغانۍ زياتې د هغوی د خپل ملي عائد او شتمنۍ له زېرمې(بيت المال)څخه ور وېشي، نورو ته يې پرې كاري فرصتونه رامنځته كوي، له روږديتوب او سوالگرۍ څخه يې پرې ژغوري او…؛ ورسره هممهاله د پخوانيو غاصبو چارواكو هغه ماڼۍ او ودانۍ يې هم ونړولې چې د همدې بېوزلې طبقې او افغان ولس پر غصب كړې ځمكه، لاره او دغه لوټلې شتمني يې جوړې كړې وې او دا يو عجيب او نادر تصادف و چې پرې د تېر او اوس له اسانې پرتلې سره بيت المال او ځای يې وپېژندل شو او دغې موضوع ته يې زما پام واړاوه. په هررنگ؛ پر دې هرڅه سربېره او د دغو حقيقتونو له منلو سره سره بيا هم كه هرڅومره زر تر زره او په لنډه موده كې هرڅه سم او مخ پر وړاندې له نورو سره سيالۍ غواړو، ډېره بې انصافي به وي او له زيان پرته هيڅ گټه هم نه لري، بلكې دغه پخواني برخليك او هغه حال ته مو بيا يي چې ځيني گاونډي، عرب او خليجي هېوادونه ورسره مخ او ترې كړېږي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.