نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
مهاجر فراهي په مجموع کې په نننې عصر کې د هیوادونو واکمنان د خپلو ولسونو او ملتونو د دنیوي پرمختګ، ښېرازۍ، او مادي عروج لپاره لاس په کار دي او هڅه کوي چې په دې برخه کې یې هیوادونه مخته ولاړسي، دوی هڅه او کوښښ کوي خپلو هیوادوالو ته د ژوندانه په ټولو برخو کې […]
مهاجر فراهي
په مجموع کې په نننې عصر کې د هیوادونو واکمنان د خپلو ولسونو او ملتونو د دنیوي پرمختګ، ښېرازۍ، او مادي عروج لپاره لاس په کار دي او هڅه کوي چې په دې برخه کې یې هیوادونه مخته ولاړسي، دوی هڅه او کوښښ کوي خپلو هیوادوالو ته د ژوندانه په ټولو برخو کې اسانتیاوي او سهولتونه رامنځته کړي. که څه هم دا کارونو ته په دنیاوي ژوند کې ډېره سخته اړتیا ده او حکومتونه مکلف دي چې خپلو اولسونو ته دا راز خدمتونو وړاندي کې. خو ددې سره په څنګ څنګ کې دا د قومونو مسلم حق او د واکمنو دنده ده چې د دوی د راتلونکې تلپاتي او ابدي ژوند غمه هم وخوري، ځکه موږ د مسلمان په توګه په دې عقېده او باور لرو چې دنیا د تل اوسېدا ځای نه دی، موږ دلته د لنډ مهال لپاره ژوند کوو او بیا ټول د لوی رب حضور ته یوځای کېږو او آخرت کې به تلپاتي، ابدي همېشنی او نه خلاصېدونکی ژوند و لرو. ددې راتلونکې او همېشني ژوند لپاره موږ ته بشپړ تیاری نیول په کار دي، چې په دې برخه هم واکمن او هم د ټولني نور اتباع خپل مکلفیتونه لري.
د اسلامي امارت محترم زعیم حفظه الله د مسلمانانو لپاره د سهولتونو برابرولو، دوی ته د مساجدو د جوړولو چې په ډاډه زړه او په هرځای کې خپل عبادت وکولای سي ډېر حریص دی، د هغه تل مسؤلینو ته سپارښتنه او توصیه داوي چې په حکومتي اداراتو، لویو لارو او عام المنفعه ځایونو کې مسجدونه جوړ کړئ تر څو خلک خپل پنځه وخت لمونځ پر خپل وخت وکړي.
زه د خپل پورته مدعا د اثبات لپاره تاسو درنو لوستونکو ته یو څو بېلګي وړاندي کوم. فکر کوم تاسو ټول به په کندهار کې د دهلې د بند د نوم سره اشنا یاست او دا چې زرګونه هیواد وال دې کاسې ته د تفریح او هوا خورۍ لپاره ورځي خو بدبختانه هلته د خلکو د لمانځه او اوداسه لپاره هیڅ نظم او ترتیب نه وو، څو ورځي وړاندي عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله مسؤلینو ته امر وکړ چې هلته یو لوی مسجد سره د ټولو نورو لوازمو جوړ کړي تر څو زموږ هغه هیوادوال چې د دې سیمي د لیدلو لپاره راځي دلته په ډاډه زړه خپل لمونځ او عبادت وکړي. همداشان په کندهار کې د کوماندو سیمه چې زموږ د کندهار هر وګړی یې له نوم سره اشنا دی او یو تاریخې مخېنه او حیثیت هم لري او داچې اکثره کورونه پکې د مسؤلینو او د حکومت د کارمندانو دي او له وختونو راهیسي دلته د عامه خدمتونو اسانتیاوي نه وې موجودي. د اسلامي امارت د زعیم په ځانګړې توجه ددې سیمه لپاره یو لوی جامع جومات، همدا راز څلور نور مسجدونه چې د ملا امام ترڅنګ به ورته یو جلا استاد چې ماشومانو ته درسونه ووایې منظور کړل او همدا ډول ورته یو روغتون چې ددې سیمي خلکو ته به روغتیایې خدمات وړاندي کوي منظور سو. په کندهار ولایت کې د عینو مېني د نوم سره تقریبا زموږ هرهیواد وال بلدیت لري چې دلته یو لوی مجهز روغتون هم موجود دی، خو له بده مرغه د ناروغانو او د روغتون د کارمندانو لپاره پکې مسجد نه وو، څو ورځي وړاندي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له طرفه ورته یو مسجد سره د ټولو اړوندو ضرورتونو چې هم د نارېنوو او هم د مېرمنو لپاره پکې د لمانځه انتظام شوی وي منظور سو.
لکه څرنګه چې د حاکمانو دنده او وظېفه ده چې خلکو ته د ژوندانه په ټولو برخو کې د هر اړخیزو اسانتیاوو برابرولو لپاره کار وکړي، همدا راز یې دا هم مکلفیت او مسؤلیت دی چې د خپل ملت او وګړو لپاره د هغه شیانو او موضوعاتو غمه وخوري چې د دوی د اخرت، عقبا او دیندارۍ لامل ګرځي ځکه موږ د یوه مسلمان په توګه اړ یو چې خپل دیني چاري، عبادات او پنځه وخته لمونځونه پر وخت ادا کړو چې ددې لپاره مسجدونو او نورو سهولتونو برابرولو ته اړتیا لرو خصوصا په هغه عامه المنفعه ځایونو، لویو لارو، روغتونونو او تفریح ځایونو کې چې الحمدلله زموږ د نظام ټول چارواکې او په سر کې یې د افغانستان اسلامي امارت محترم زعیم شیخ هبة الله اخونزاده حفظه الله دې موضوعاتو ته ډېر متوجه دی، کله چې د هیواد واګمن او حاکم دا راز موضوعاتو ته پام کوي نو امید دادی چې عام وګړي به هم داسي شیانو ته توجه کوي د الله تعالی له عالي دربار څخه د اسلامي امارت زړه سواند او مدبر مشرتابه حفظه الله ته د لا نورو توفیقاتو غوښتونکې یو.
*نور بیا*
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.