امیرالمؤمنین، چې زه یې پیژنم؛ نهمه برخه

مهاجر فراهي د اسلام په سپېڅلې دین کې تقوا او دینداري د انسانانو د تول لپاره معیار ده، موږ چې کله د یوه شخص په اړه ږغېږو باید په لومړي سر کې د هغه تقوا ته ځیر سو. همدا شان عادل پاچا پر ځمکه د الله تعالی رحمت دی، الله تعالی ورته خپل ځانګړی مقام […]

مهاجر فراهي

د اسلام په سپېڅلې دین کې تقوا او دینداري د انسانانو د تول لپاره معیار ده، موږ چې کله د یوه شخص په اړه ږغېږو باید په لومړي سر کې د هغه تقوا ته ځیر سو.

همدا شان عادل پاچا پر ځمکه د الله تعالی رحمت دی، الله تعالی ورته خپل ځانګړی مقام ورکړی، هیچا ته اجازه نسته چې د هغه توهین او تحقیر وکړي.
د مسلمان پاچا سره بیعت کول د عقېدې برخه ده، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایې: څوک چې په داسي حال کې مړسي چې په غاړه کې یې د بیعت پړی نه وي نو ګویا د جاهلیت په مرګ و مړ.

محترمه لوستونکیه! زما د دې لړۍ څخه (امیرالمؤمنین، چې زه یې پیژنم) هدف دادی چې په یوویشتمه پیړۍ کې د نړۍ د یواځینې اسلامي نظام چې د لکونو شازلمیو د وېنو ثمره ده، د سلګونو زرو بورو مېندو، کونډو، ناوکیو او ورارو د آهونو مجموعه ده، د بلها یتیمانو د اوښکو سیلاب دی، په دومره ستومانیو، کړاوونو او سرښندنو د تر لاسه شوي حکومت په رأس کې څنګه یو کس قرار لري.

کله چې موږ ددې نظام د مشرتابه، زعیم او لومړی درجه تصمیم نیوونکي شخص د سوانحو او بیوګرافي په اړه خبریږو نو بیا موږ په ډېري اسانۍ سره ددې نظام د موخو، کړنلاري، اسلامي ارزښتونو، دین، هیواد، او ملي منافعو ته د ژمنتیا د کچې څرک لګولای شو.
که څه هم ما په تیرو لیکنو کې د بیت المال سره د مشرتابه د احتیاط په اړه څه ناڅه لیکل کړي وه، خو څرنګه چې دابرخه ډېره مهمه ده مناسبه یې ګڼم چې په دې اړه نور تفصیل هم درکړم.
زما مدعا داده چې امیرالمؤمنین د بیت المال په استعمال کې ډېر محتاط او حساس دی، حتا هغه هیڅ وخت د بیت المال څخه خپل د کار په بدله کې تنخوا نه ده اخیستې.

په همدې لنډو ورځو کې زه خبر شوم کله چې مشرتابه د اسلامي امارت په تېر پېر کې په ننګرهار ولایت کې قاضي وو هیڅکله یې تنخوا نه وه اخیستي، هغه کتابچه یا رجیسټر چې پکې د مسؤلینو د معاش اخیستلو په وخت کې لاسلیک کوي د نورو قاضیانو لاسلیکونه وه خو دده د لاسلیک ځای خالي وو، نو ددې نه څرګندیږي چې مشرتابه هاغه وخت هم د بیت المال څخه د کار په مقابل کې حقه الزحمه نه غوښتل.

حتما به د سامعینو په ذهن کې داسوال راولاړیږي چې د اسلامي امارت اوسنې زعیم په تېر کې هم تنخوا نه اخیستل نو بیا یې د ژوند اړتیاوي له کومي لاري پوره کولې، ددې ځواب دادی چې د مشرتابه ورور حافظ صاحب شهید په هماغه زمانه کې د بولدک په ولسوالۍ کې امامت درلود، چې د کور لګښت یې د هماغه څخه پوره کاوه.

تر فتوحاتو وړاندي هغه وخت چې مشرتابه د دښمن تر سخت تعقیب لاندي وو، یو نزدې خپلوان یې د حال احوال اخیستلو لپاره ورځي او بیا چې د دوی وضعیت ویني نو یو لک روپۍ د دوی د خرچې لپاره ورکوي چې دوی خپله ګوزاره پرې وکړي.

زما د کره معلوماتو له مخې اوس هم د امیرالمؤمنین د کورنۍ هیڅ غړی رسمي دنده نلري او نه هم د ده په شمول یې څوک د بیت المال څخه تنخوا اخلي.

که څه هم د مشرتابه په خپلوانو کې د پوره استعداد او وړتیا لرونکي کسان موجود دي؛ خو ده هیچا ته اجازه نه ده ورکړي چې رسمي دنده ولري او یا هم د بیت المال څخه معاش واخلي.

همدا اوس زه معلومات لرم چې د مشرتابه د کورنۍ دوه غړي هغه مساجدو کې چې د حج او اوقاف لخوا رسمي دي امامتونه لري، خو د بیت المال څخه یې تنخوا نه اخلي، که په کلې کې مقتدیانو په خپله خوښه کوم کومک ورسره کاوه په هماغه خپله ګوزاره کوي.
هغه سوغاتونه او تحائف چې میلمانه یې امیرالمؤمنین ته راوړي، دی هيڅ استفاده نه ځني کوي بلکې ټول د معتمد په اختیار کې ورکول کیږي چې د بیت المال برخه یې و ګرځوي.

عجیبه خو داده څه موده وړاندي امیرالمؤمنین حفظه الله یوه مدرسه جوړه کړې وه چې د ځینو هغو مسؤلینو اولادونه پکې درسونه ووایې چې نورو ځایو ته رسېدنه نه سي کولای او دا مدرسه په شخصې توګه وچلوي، خو بیا یې نظر بدلیږي او وایې هسې نه نور مسؤلین همدا راز مدرسو جوړولو ته مخه کړي.
وروسته بیا د کندهار د ولایت د معارف رئیس نقشبندي مولوي صاحب راغواړي او ورته وایې دا مدرسه نوره تاسو ته وسپارل سوه اعاشه او د استادانو مصارف یې تاسو ورکړئ، او د مهتمم لپاره یې داسي ترتیب برابر کړئ چې لاسلیک یې و چلیږي د مدرسې او استادانو معاش او اعاشه پرې را وباسي خو دی خپله تنخوا ونه لري، ځکه د مدرسې د چارو سمبالوونکی کس دده د کورنۍ غړی دی او دی نه غواړي چې د کورنۍ کوم شخص یې د بیت المال څخه روپۍ واخلي او یا تنخوا ولري.

زه د همدې څو ورځو وړاندي کره معلومات لرم چې امیرالمؤمنین حفظه الله ته دده نزدې قریب د کور د مصارفو د پرې کولو لپاره پنځوس زره افغانۍ ورکړي وي او ده هم ترې قبولي کړي وې.

نوربیا……!