نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
مهاجر فراهي لکه وړاندي چې وویل سول د افغانستان اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخونزاده د زړه له کومي غواړي چې دلته په هیواد کې یو نمونه اسلامي حکومت جوړ وي چې پکې ټولي چاري د اسلامي شرېعت د اساساتو سره سمي مخته ولاړي سي، داسي یو نظام چې د ټولني ټول اقشار […]
مهاجر فراهي
لکه وړاندي چې وویل سول د افغانستان اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخونزاده د زړه له کومي غواړي چې دلته په هیواد کې یو نمونه اسلامي حکومت جوړ وي چې پکې ټولي چاري د اسلامي شرېعت د اساساتو سره سمي مخته ولاړي سي، داسي یو نظام چې د ټولني ټول اقشار پکې د خپل حقه حقوقو څخه برخمن وي، داسي حکومتولي چې مسوولین یې د خپل خدای او خلکو په وړاندي تعهد ولري.
د غیبو علم یواځي یوه الله لره ثابت دی، هیڅوک د یو چا د کړو وړو په اړه قاطع فیصله نه سي کولای او نه هم پکار ده چې د یو چا په وصف کې بېځایه مبالغه وکړل سي، خو زه د یوه مسلمان په توګه د اسلامي امارت پر مشرتابه دا نېک ګومان او حسن ظن لرم چې هغه هیڅکله پر قومیت، عصبیت، سمتپالني او انډیوالیزم باور نه لري، هغه د ټول هیواد وګړو ته په یوه نظر ګوري او هڅه یې داوي چې د افغانانو او په مجموع کې د ټولو مسلمانانو ترمنځ د اسلامي اخوت، ورورګلوۍ او د تقوا پر بنسټ د خلکو غوراوی وي او بس. مشرتابه حفظه الله وړاندي تر دې چې د اسلامي امارت د زعیم په توګه ورسره بیعت وسي، همېشه یې مجاهدین وحدت او پیوستون ته تشویقول، د هغه کابو په هره غونډه کې مجاهدینو ته سپارښتنه داوه چې د خپلو مشرانو او امیرانو کامل اطاعت وکړئ، ځکه زموږ د بریا راز په اطاعت کې نغښتی دی. ما د امیرالمؤمنین حفظه الله څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا حدیث چې د اطاعت په باره کې راغلی په ځلونو اوریدلی ” تَعِسَ عَبْد الدِّينَار وَعَبْد الدِّرْهَم وَعَبْد الْخَمِيصَة ,ان اعطی رضی وان لم یعط سخط، تَعِسَ وَانْتَكَسَ وَإِذَا شِيكَ فَلَا اِنْتَقَشَ د *دینار، درهم او ښایسته لباس* مریي دي هلاک وي، چي ور کړل سي *خوښ* وي چي ور نه کړل سي *خفه* وي، هلاک او پر خوله دي ولوېږي، کله چي *ځوځ* (اغزی) په جګ سي د کښلو څوک یې نه وي.
امیرالمؤمنین حفظه الله په دې باور دی چې د حکومت مسؤلین باید خلکو ته د خدمت او اسانتیاوو برابرولو په برخه کې خپل پوره هڅه او کوښښ وکړي، چارواکې باید تل د مراجعینو په وړاندي خپلي دروازې خلاصي وساتي او پر وخت د مسلمانانو ستونزو ته رسېدګي وکړل سي. د اسلامي امارت مشرتابه هیڅکله د هیواد د پرمختګ او ترقۍ مخالف نه دی، هغه په دې اند دی چې موږ باید د یوه قوي مرکزي نظام سره په څنګ کې قوي اقتصاد ولرو، داسي اقتصاد چې موږ د نورو له احتیاجه خلاص کړي. مشرتابه حفظه الله افغاني سوداګرو او پانګوالو ته په یوه وینا کې داسي وویل: آیا تاسو د نامسلمانو او کفري دولتونو څخه داهیله لری چې ستاسو هیواد به درته جوړ او اقتصاد به مو درته ورغوي، داهیڅکله نه شي کېدلای، وروڼو راځئ راوړاندي سئ څو څو تجاران سره ملګري سئ پانګونه وکړئ، هره ستونزه او مشکل چې لری موږ ته یې ووایاست موږ به درته لازمي اسانتیاوي برابري کړو.
دا انګېرنه او محاسبه به ډېره غلطه وي چې: د اسلامي امارت د مشرتابه او نورو مسؤلینو په اړه یې څوک کوي چې ګواکې د هیواد د ترقۍ، پرمختګ او غوړېدا لپاره عملي کړنلاره او طرحه نه لري او یا په دې برخه کې لیوالتیا وجود نه لري. د اسلامي امارت محترم زعیم اولسي وګړو ته د عامه خدماتو او چوپړونو د وړاندي کولو په برخه کې همېشه مسؤلینو او اړونده چارواکو ته لازمي سپارښتني کوي. څه موده وړاندي یې د فراه ولایت مسوولینو ته ویلي وه چې تاسو خلکو ته کار او خدمت وکړئ لارې او سړکونه ورته ورغوئ، هغه وسائط چې په نظامي مراکزو کې ولاړ دي را ویې باسئ او د بیا رغوني په چارو کې ورڅخه کار واخلئ، چې هرکله مو کار پیل کاوه ماته ږغ راوکړئ زه به د تېلو او روغنیاتو لپاره روپۍ درکړم.
مشرتابه په ځلونو مسؤلینو ته واضح کړې چې د هیواد په سطحه هغه لویې او عام المنفعه پروژې چې ډېر زیات لګښت ورباندي راځي، تاسو یې د کانونو او معدنونو په بدله کې شرکتونو ته ورکړئ، ترڅو په دې توګه وکولای سو کارونه مخته یوسو. د مشرتابه یوه بله ځانګړنه داده چې غواړي په دوامداره توګه په هیواد کې د روان ورځني وضعیت څخه ځان با خبره وساتي، او بیا پروخت باندي د پېښو په اړه تصمیم ونیسي، هغه په دې باور او عقېده دی چې په هیواد کې د هرې ناخوالي او ولس ته د ور پېښو ستونزو او مشکلاتو په اړه به د اسلامي حکومت د لومړی درجه مسؤل په توګه له ده سره الله تعالی حساب او کتاب کوي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.