امیرالمؤمنين، چې زه یې پیژنم دوولسمه برخه

مهاجرفراهي د ١٤٤٤/ هجري قمري کال په لسم سهار د لوی اختر په ورځ د کندهار په لویه عیدګاه کې چې د بنسټ ډبره یې د اسلامي امارت د مؤسس مرحوم ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله په لاس اېښودل شوي وه، د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د زرګونو هیوادوالو په وړاندي […]

مهاجرفراهي

د ١٤٤٤/ هجري قمري کال په لسم سهار
د لوی اختر په ورځ د کندهار په لویه عیدګاه کې چې د بنسټ ډبره یې د اسلامي امارت د مؤسس مرحوم ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله په لاس اېښودل شوي وه، د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د زرګونو هیوادوالو په وړاندي راڅرګند او یوه مفصله، هر اړخیزه او له محتوا ډکه وینا یې خپلو مسلمانو هیواد والو ته واوروله.

وینا چې ټول ټال دوه دېرش دقیقې وخت یې په بر کې ونیوی، د اسلامي امارت زعیم پکې خورا په زغرده، پرېکنده او واضح ټکو بیلابیل مهم مسائل وڅېړل، د اسلامي امارت دریځ یې په ډېرو برخو کې روښانه کړ.
هغه وینا د نړۍ د نورو سیاستوالو او مشرانو په څېر پیچلې او مغلقه نه وه، د هغه هره خبره څرګنده، بامعنا، او له تصنع او تکلف نه خلاصه وه، چې هر اوریدونکي په اسانۍ کولای شو، چې هدف ترې واخلي.

د وینا په محض اورېدلو سړي ته احساس کېده، چې مشرتابه د خپل اولس او د نړۍ د مسلمانانو په اړه د خواخوږۍ، زړه سواندۍ او د دوی ستونزو ته د پر وخت رسېدنې څومره قوي هوډ او پخه اراده لري او دا چې دده هره خبره دده د ژمنتیا، د خدای او اولس په وړاندي د قوي تعهد څرګندویي کوي.

درنو لوستونکو! نور مو د انتظار شیبې نه اوږدوم او دا دی زه یې تاسو ته د وینا څو مهمي برخي راوړم.

مشرتابه حفظه الله خپله خطبه د حمد، ثنا او درود ویلو باندي را پیل کړه.
هغه په سر سر کې د وطن څخه د تللیو مهاجرینو په اړه وږغېد او ویې فرمایل: د دوی په اړه ځوروونکې خبرونه اورو او داچې په بېلابېلو هیوادونو کې د ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي، هغه د دوی نه هم غوښتنه وکړل چې هیواد ته دې راستانه سي ځکه هغه عزت چې خپل په خاوره کې دی د بل په خاوره او هیواد کې سړي ته نه رسیږي. مشرتابه همداشان ټولو کډوالو ته خپل هیواد ته په باعزته توګه د راستنېدا لپاره دعا وکړل.

مشرتابه بیاهم د تل په څېر د اولس او ملت سره د ښه چلند سپارښتنه کول ده په ډېرو واضحه او رسا ټکو څرګندول چې: د نظام او اولس ترمنځ هیڅ واټن باید شتون ونلري، هغه زیاته کړه دا نظام د اولس ملکیت دی او اولس بیا د نظام برخه ده.
د اسلامي امارت زعیم خلک مخاطب کړل او ویې فرمایل: اولسه ! دا نظام ستاسو ملکیت دی، د دې نظام مجاهدین ستاسو خپل زامن او ورېرونه دي، د دوی ملا وتړئ، تر شا یې ودرېږئ او دا نظام چې د ډېرو درنو او سنګینو قربانیو په بدل کې راغلی حفاظت یې د ټولو مشترکه وظېفه ده.
هغه همداشان زیاته کړه: زه حاضر یم د خلکو د ستونزو د حل په موخه هرځای ولاړسم، هغه نور هم مخکې ولاړ او د الله په نوم سره یې قسم وخوړ چې حتا که په ما د دنیا په هرګوټ کې د مسلمانانو مشکل حل کیږي زه حاضر یم چې پلی او پیاده همالته ځان ور ورسوم.
محترم مشرتابه دوام ورکړ چې: د اسلامي امارت د مجاهدینو بریا د نړۍ د مظلومو مسلمانانو په زړونو کې نوي هیلي او امیدونه راټوکولي او دوی زموږ دا بریالیتوبونه ستایې او ملا تړ یې کوي.محترم زعیم وویل: موږ الحمدلله د هیڅ هیواد او جهت تر اغېز او تاثیر لاندي نه یو چې اسلامي احکام او شرېعت دي تطبیق او پلی نه کړو، بلکې موږ مستقل او خپلواک یو ټولي فیصلې د قران، حدیث او حنفي فقهي په رڼا کې په خپلواکه توګه کوو.
عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله وفرمایل د ټولو اداراتو قوانین تر بر رسۍ لاندي دي، چې باید تر درې مراحلو تېر شي، ټول اړخونه یې وسنجول سي او پر اسلامي شرېعت عیار او برابر شي، هغه هیله وښوده که دا کار زموږ په ژوند کې وسي او زموږ د هیواد د ټولو ادارو قوانین اسلامي سي نو دا به مو خپل راتلونکو نسلونو ته ډېر ستر خدمت کړی وي.

نوربیا…!